لکه څنګه چې بانک کې د بهرنیو اسعارو پشتیوانه اړینه ده همداسې د امریکا موجودیت د افغانستان لپاره اړین دی.

که دا نن امریکا نه وي نو اروپا او نور هیوادونه به ډیر زر کډې بار کړي، مرستې به کمې او بی کاري به د طالبانو د امارت کچې ته ورسیږي. له شرقه به پاکستاني او له غربه به ایراني ښاماران خپلې ناولې خولې د افغانستان په لور پرانیزي. فقر او بې روزګاري به بیا ډیر ګاونډیو هیوادو ته مهاجر کړي. هلته به ورته  ګلم جم، ګلم جمه، پدرسوخته، پدر سګ اومړه ماجره وایې. ځینې زنانه به بیا د پیښوره تر اسلام آباد او لاهوره خپل عزت د مجبوریت له مخې پلوري، د ملي اردو ډګروالان به مود د پیښور سبزي منډوي کې دڼیا او پودینه پلوري. زمونږ اخوندان، شیخان، صوفیان او طالبان به ورته خړې سترګې اړوي.

 که بیا پنجابی امارت قایم شو نو ټوله نړی به را سره مروره ، په الوتکو باندې به ترپالونه راکش ، د هر څه لپاره به پاکستان ته ځواو تورخم او لارو کې به پنجابي ملیشې نازونه او نخري راباندې کوي. ټولې نجونې به له تعلیم څخه محرومې او کورو کې به له دین او دنیا بې خبرې یو د بل په غیبت بوختي وي. افغانستان به د اسلام او ساینس څخه لرې د بې کاره، بې کسبه او بې خبره خلکو یوه لویه مجموعه وي چې نیمچه او له اسلامه ناخبره ملان به حکومت پرې کوي. دې ته ورته په سلهاو نورې بدختی چې پدې لیکنه کې ټولو ته اشاره نه شم کولای.

دا څرګنده ده چې نن ورځ ډ ټولو خلکو د ژوند اساسي اړتیاوې نه دي پوره شوې. شاید د  ځینو خلکو ژوند د طالبانو د امارت د وقت په کچه یا تر هغه هم بد تره شوی وي. که فرض کړو د امارت وقت کې یواځې د پنځه فیصده خلکو ژوند ښه و نو نن ورځ دغه سلیزه تر پنځوسو ور اوښتې. اوس د ټولو امنیتي ارګانو د افرادو شمیر نیږې څلور لکه ، د معلمینو شمیر دوه لکه او دولتي کار کونکو شمیر هم یو لک تنه دی چې ټولټال شمیر اوه لکو ته رسیږي. که هر یو دولتي کارکونکی پنځه کسه د کورنۍ غړي ولري نو پنځه دیرش لکه کسان په مسقیمه توګه د منځني کچې ښه ژوند لري. همدا پنځه دیرش لکه خلک بیا تر لاسه شوېو پیسو باندې توکي اخلي (خواړه، لباس، ساختماني مواد، د سوند توکي، سفر…) پدې توګه په زرهاو نورو خلکو ته هم د کار زمینه مساعده شوه. چې د موسساتو کارکونکي، شخصي شرکتونه او کاروبار ورسره حساب کړو نو د افغانستان څه نا څه دوه په دری برخې خلک په کار بوخت دي.

آیا دغه حالت تر هغه ښه نه دی چې یواځې پنځه فیصده خلکو مو ګذارې واله ژوند کولو؟

چې امریکایان دلته نه وي هندي، چیناني او نورې کمپینی دلته پانګونې ته زړه نه ښه کوي.  نړی د طالب سره خبرې نه کوي وارخو د معاملو شو . که طالب څه وایې هم نو د پاکستان له خولې به خبرې وباسي او پاکستان خو د افغانانو په حق کې ټولو افغانانو ته ښه بربنډ دی.

که بیا نوی پنجابي امارت قایم شو نو د افغاني میندو په بچیو به ډیر زر د کشمیر سنګرونه تادوه شي ځکه چې د کشمیر او افغانستان جهاد نه وي پاکستاني پوځ ته یې اولس یوه لمړی ډوډی هم نه ورکوي. د کشمیر او افغانستان جهاد د ای،اس،ای او پوځ لپاره لنګه غواء ده چې ورږه یې کله کله افغانستان کې هم خپلو لاسپوڅو ته ورڅکي.

ځینې افغانان استدلال کوي چې ګاونډیانو به راباندې په قهر شي که دغه تړون امضاء شي!

ګاونډیانو کوم وقت زمونږ په ټپونو مالګه اچول بس کړي ؟

همدې پاکستان چې کله افغانستان کې امارت قایم کړ نو پنځو کالو کې یې کوم روغتون، کوم سړک، کوم پول او پولچک جوړ کړ؟

د تړون اکثریت مخالفین هغه خلک دي شخصي ژوند یې جوړ او عامو افغانانو ژوند ورته ارزښت نه لري. په دوبی او پاکستان کې کلیسا، دیسکو، نایت کلب، شراب خوري، د لاهور رنډی خانې …تحمل کولای شي خو افغانستان کې بیا یو ګام پرمختګ ورته کفر ښکاري. یا په غرب کې میشت سوسیال خواره دي چې ناست د انګلیس راشن ته وي، لور او زوی یې اکسفورد ته ځي خو دی ننګه د پنجابي امارت کوي.

کاش چې طالب الله پاک ته ګران وی نو من او سلوا به د طالب د دعاګانو له کبله نازلیده، نړی کې به مو هیچا ته هم اړتیا نه لرله. بدبختانه د طالب وقت کې د وچکالی موجودیت هم د خدای پاک د قهر نښه ده.

هغه اولسوالی چې طالبانو د امارت له وقته تر اوسه لاندې کړې تاسې هلته د پرمختګ کارونه وګوری چې هیڅ هم نه دي شوي ځکه چې همغه زوړ طالب، زړه مفکوره او زوړ پنجابی استاد لري چې د خپل انګریز پلار په نقش او قدم د دین او مذهب له نامه څخه ګټه اخلي او نور ملتونه له پښو غورځوي.

ددغه تړون دوام یواځې لس کاله دی نه تر قیامته پورې!

په لسو کالو کې به یو بل نسل هم تعلیم یافته ، بریښنا شبکه به پراخه، سړکو به ورغول شي، پانګونه به ډیره ، د طالب کرک ماغزه به یو څه خلاص ،انترنیت به عام او ارزان شي،  د پنجابي جهاد په اصلي معنی (د افغانستان وروسته تګ او بربادي) به مو ډیر ځوانان سرونه خلا�� کړي، د مخینوي وړ مرګو کچه به ټیټه شي، د روغتیایی خدماتو کچه به له اویا څخه نوي ته لوړه شي، د مولوي صاحب آغاجان معتصم غوندې مشران به د پنجاب له چنګه ځان خلاص او د وطن لپاره چوپړ پیل کړي …

لس کاله وروسته مو که دغه تړون په ګټه و نو بیا به یې تازه او که نه فسخه کړو.

د اوسني طالبانو اکثریت هغه کلیوال ځوانان دي چې په کلیو کې به خلکو له دوی اولیونیو سپو پناه غوښته. له دین او ساینس څخه ناخبره، بې کسبه او بې کماله انسان ته ورته ځناور دي چې حتا والدینو هم رټلي. چې همدغه طبقه خلک د پنجاب لپاره جنګ ونه کړي نو څوک یې وکړي؟

ددوی استادان هغه نیمچه ملان دي چې دین یې د پاکستاني بې دینه جنرالانو څخه زده کړی. همدا بې منطقه طالب نامي او نیمچه ملان په لومړی قدم کې عالمان شهیدانوي، جوماتونه الوځوي، د علم مخالف دي، بې سوادي ورته عزت ښکاري، له نړی بې خبره دي، په یو موټر سایکل او مخاره باندې خوشحالیږي، د خلکو قتل ورته یوه عادي چاره ښکاري نو دداسې خلک د امنیتي تړون په اهمیت څه خبر دي؟

اوسنی اروپا د امریکا په پیسو مارشال پلان جوړ  کړه. کله چې هتلر شکت وخوړ نو کمونیزم ورو، ورو اروپا خواته خپریدو. لوی علت یې په اروپا کې غربت و. امریکایانو په ډیر مشکل سره وکولای شوی چې په ایټالیا کې کمونستانو ته په ټولټاکنو کې ماتې ورکړي. وروسته دوی دې پایلې ته ورسیدل چې اروپا کې غربت ورک نه کړو د کمونیزم مقابله سخته ده. امریکایې مفکرینو مشوره ورکړه چې که پیل کوی له جرمني پیل وکړی چې اروپا په پښو ودریږي. همدا و چې له ۱۹۴۸ میلادي کال څخه تر ۱۹۵۱ میلادي پورې له اروپا سره ۱،۲ میلیارده ډالره مرسته او قرضه ورکړل شوه. د ځینو پیسو مقابل کې اروپا ته موټر، تراکتور، بلدوزر، ساختماني مواد ورکړل شول. همغه و چې اورپایانو ځانونه ورسول، قرضونه یې بیرته ورکړل او نن ورځ د ټول اروپا کلنی جي، ډي پي ۱۶ ټریلیونو ته رسیږي. نو که اروپا د امریکا په مرسته ځان ورسولو نو مونږ یې ولې ونه رسوو؟

که عین تړون امریکا له پاکستان سره وکړي له ملا فضل رحمن څخه نیولې تر مولانا اشرفي پورې به په په یوه پښه اتڼونه وکړي.د پوځي جنرالو او ملحقاتو خو به یې حال بیخي بل وي.

په پای کې له طالبه هیله کوم چې دغه راتلونکو لسو کالو کې ثابت کړه چې نور د پردیو لپاره کار نه کوې، د ټولټاکنو له لارې وکیل شي او که دوی تر نورو ځانونه ښه خادمان بولي نو له شته امکاناتو څخه په ګټه دې خلکو ته کار وکړي، چې پنځه کاله مو رسمیت پسې چیغې وهلې نن خو رسمیت او امکانات دواړه شته نو بیا ولې؟

افغان دولت دې رشوت او فساد ورک کړي ځکه چې په یو میلیارډ ډالره ټوله اروپا جوړه شوه، مونږ ولې په سل میلیارده ډالره  پوره جوړ نه شو؟

تعلیم، بریښنا او انترنیت هغه دری اړتیاوې دي چې د افغانستان څخه به فقر، جهل او بې خبري د تل لپاره ورکه کړي. همدا دری واړه د امریکا مرستې او شتون ته اړتیا لري.

4 thoughts on “د امریکا سره د امنیتي تړون ګټې/ شهیر”
  1. خداي ج كامياب لره شايسته لكنه وه خداي ج زمونز دا دوچي اوتش فه نوم مليان ورك كري. بشنه عوارم زه يشتو كيبورد نه لرم وسلا

  2. شهیر خانه داسې ښکاري چې خبره دې د افغانه بهر لیکلې ده.

    زه د مجبوریته درسره مؤافق یم

  3. شهیر خانه داسی راته مالوم شوی لکه چی ته د لوګر څرخ ولسوالی ته راغلی یی او زمون سپیره طالبان دی له مخابرو او پنجابی وسلو سره لیدلی وی چی دوی څنګه د کلی مولوی صاحب بی عزته کړ. معلمان خو بالکل نه لرو. پر مونږ خو آسمانی آفت یعنی طالبان نازل شویدی . الله د ټول افغانان له دی آفته وساتی.

  4. آزادي او استقلال چې په کې نه وي
    افغانان به د کفارو غلامان شي
    جنګ جګړه به نور لس کاله وغځیږي
    باداران به مو انګلیس او پنجابیان شي

ځواب ورکول Shafiq ullah khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *