تاند- امریکا د پاکستان دا ادعا رد کړه چې ګنې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د چهارشنبې په ورځ په کورمه ایجنسۍ کې د افغان کډوالو کمپ ویشتی و.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت ویاند ریک ساینل ساین نن (پنجشنبه) په دې اړه چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو په کورمه ایجنسۍ کې حمله کړې یا نه ده کړې، څه نه دي ویلي.

پرون د امریکا بې پېلوټه الوتکو په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې د یوه قوماندان پر کور دوه توغندي وویشتل چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا د حقاني شبکې د یوه قوماندان په شمول ۲ تنه پکې ووژل شول.

پاکستان دا حمله وغندله او ویې ویل چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د افغان کډوالو پر یوه کمپ توغندي ویشتي دي.

پاکستان په عین حال کې خبرداری ورکړی چې دا ډول نور اقدامات به د تروریزم پر ضد د دوو هیوادونو پر مبارزې اغېز وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د امریکا د سفارت د اعلامیې په ځواب کې وویل چې اسلام اباد پر خپله لومړنۍ خبره ولاړ دی.

د امریکا بې پېلوټه الوتکو نن /چهارشنبه/ سهار په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې د یوه قوماندان پر کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي سرچینې وايي چې دا برید د کورمې ایجنسۍ پر سپین ټن نومې سیمه وشو او دوه تنه پکې ووژل شول.

راپورنه وايي چې په وژل شویو کې د حقاني شبکې یو قوماندان شامل دی.

شاهدان وايي چې بې پېلوټه الوتکه، وروسته له دې چې دوه توغندي یې وویشتل، ۱۵ دقیقې د قوماندان پر کور ولاړه وه.

د حقاني شبکه په ۲۰۱۴ م کال مخکې تر دې چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړي، کورمې ایجنسۍ ته انتقال کړای شوه.

One thought on “د امریکا سفارت د کډوالو د کمپ د بمبارولو په اړه د پاکستان ادعا رد کړه”
  1. الله دی نه حقانی پاتی کړی نه پاکستان او نه هم دا تور مخی طابان او هغه نور د حکمتی غلامان. الله مو ټول تباه کړه څوک چه وسله په لاس لری د انسان وژلو لپاره که هر څوک وی

ځواب ورکول ملنګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *