تاند- په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي چې د دې هیواد لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو مشرانو سره له ګټورو خبرو وروسته له کابله لاړ.

مخکې تر دې چې ښاغلی خلیلزاد پرون /یکشنبه/ ماښام له افغانستان څخه روان شي، له ولسمشر غني سره یې د روغې جوړې د پروسې د چټکولو، په افغانستان کې د جګړې د کمولو، او د جګړې د دوام په صورت کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په اړه مفصلې او ګټورې خبرې وکړې.

خلیلزاد په خپله په یوه ټویت کې ویلي چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره یې مهمه غونډه لرله او اوس لاره هواره شوې چې ځوانان، ښځې او ټولې خواوې د دوحې په بین الافغاني خبرو کې سره وویني او بالاخره رسمي خبرې اترې وکړي.

خلیلزاد دغه راز له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې د عالي شورا له مشرانو او یو شمېر نورو سیاستوالو سره هم کتلي دي.

One thought on “د امریکا سفارت وايي، خلیلزاد له ولسمشر غني سره له ګټورې خبرې کړي”
  1. ” د امریکا سفارت وايي، خلیلزاد له ولسمشر غني سره له ګټورې خبرې کړي ”

    Of course he did. Because the government of Afghanistan participation is individualized, far less than governmental representation.

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *