پر رباني مېلمستون برید شوی

تاند- په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي، استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي چې پر اساس یې وسله وال طالبان د کابل په تایمني واټ کې پر کومې لویې ودانۍ د حملې نیت لري.

د امریکا د سفارت په یوه خبرپاڼه کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی شوی او راغلي:«د اګست د میاشتې له نیمايي څخه افغان طالب یاغیان پر یوې ودانۍ، چې احتمالاً د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په تایمني کې به وي، د حملې پلان لري.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې یاغیان ممکن پر څو هدفونو د هممهالو بریدنو نیت ولري. دوی ممکن د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر، د موټرو د ترمیم ورکشاپونو، تېلو ټانکونو او د بګرام پر سړک د سلمانیانو د دوکانونو په شمول په داسي ځایونو حملې وکړي چې بهرنیان ورځي یا یې په شاوخوا کې تګ راتګ کوي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د حملې د دقیقې نېټې او د حملې د شیوې په اړه څه نه دي ویل شوي. خو پخوا په ځلونو داسي شوي چې له خبرداري وروسته طالبانو په هماغه ځای یا یو څه متفاوت ځای کې برید کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له امریکایانو غوښتي چې په لنډو ورځو کې افغانستان ته سفر ونه کړي. په خبرداري کې ویل شوي چې د افغانستان امنیتي حالات ډېر بې ثباته دي او په افغانستان کې مېشتو امریکایانو ته امنیتي تهدید جدي دی.

4 thoughts on “د امریکا سفارت وايي، طالبان په کابل کې د یوې لویې حملې پلان لري”
  1. دافغانستان خلک اوس دهغه خوبه رابیداره شوی چی ددوست او دښمن فرق و نه شی کولای توله لوبه دهمدوی ده که نه با وجود ددی چی دومره دقیق معلومات او پوره امکانات ورسره دی ولی یی دمخنوی اقدلم نه کوی  

  2. د افغانستان د بدبختۍ فورمول دغه دی (شین سترګي+تورمخي+ګردلمني = دافغانستان بیاهي)

ځواب ورکول وسیم خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *