تاند، یکشنبه، د دلوې ۱۳ مه: په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن وایي دوی په افغانستان کې له ټاکنیز بهیر سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده او ددې تمه لري چې ټاکنیز کمیسیونونه د خلکو رایو ته په درناوي خپله پرېکړه اعلان کړي.

نوموړي دغه راز ویلي دوی له راتلونکي حکومت سره پوره همکاري کوي او د ولسواکۍ ملاتړ ته ادامه ورکوي.

دده په خبره د ټاکنو له پروسې سره د امریکا ۲۹ میلیونه ډالر مرسته دا په ډاګه کوي چې دوی د ولسواکۍ ملاتړي دي او دلته د خلکو په رایه له راغلي حکومت ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې هم ویلسن ټینګار کړی و، چې کمیسیونونه دې خپلې چارې په شفافیت مخ ته یوسي او پایلې دې ژر اعلان کړي.

2 thoughts on “د امریکا سفارت: ټاکنو سره مو د ۲۹ میلیون ډالرو مرسته د ولسواکۍ د ملاتړ لپاره کړې”
  1. ولسواکۍ ملاتړ که د غلواکۍ و اشرار واکۍ
    سفیر نه دی، د سي آی ای لڼډغر قاتل دی

  2. سلیم خانه وروره! خبري می واوره او خپل د مشرانو د مرداری لپاره نورو ته سپکی او سپوری مه کوه. که چا له افغانانو سره مرسته کوله، مننه ورنه وکره. دا روانی ستونزی خو د افغان مدارو مشرانو دی چی وطن یی په گاوندیانو پلورلی دی. هغوی چی د پاکستان د ملایانو په آمر هر ساعت بی گناه افغانان وژنی. هغه مشران چی د همدی امریکایانو په پیسو ودان شوي مکتبونه او شفاخانی ورانوي، د ملی اردو سرتیری وژنی، غلا گانی کوی. ورور وژنی ته یی زمینه برابره کری، او په افغانستان او خصوصا په لویو ساحو کی پروگرام شوی بی نظمي گانی هم همدوی کوی. نو مونز ولی خپل مسولسیت لپاره نور خلک ملاتوو یا سپکی سپوری ورته وایو. که همدی امریکایانو مرسته له ملی اردو او پولیسو سره نه وی سبابه بیا تور مخی پنجابیان زما او ستا د کور پر دروازو ولار وی. دا مکتبونه، پوهنتونونه، بانکونه، تلویزیونونه، عامه لاری، شفاخانی، د اکثرو ادارو یوه برخه معاش، د ملی اردو او پولسو بیا جورولو پیسی، ددوی وسایل او وسایط، د افغانستان ولایتونو ته د برق رسول او رزگونه داسی نوری لویی او کوچنی ‌روژی د همدی امریکانو په پیسو جوریزي. ورورکه ملامت مونز او تاسو یو چی دوی ته مو زمینه برابره کری. دا انتخاباتو ته وگوره او بیا نور ملامت کره. چا چی سل رایی هم نه دی گتلی د کامیابی دعوه کوی او چا چی دیری رایی هم گتلی. خلاصه وروره له یو شمشیر افغانانو نه اخلاقی، اسلامی او انسانی معیارونو کوچ کری او هر یو خپل د شخصی منفعت لپاره له دی تولو حدودو نه سر ایستلی دی
    الله د خوشحاله لره

ځواب ورکول فهیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *