تاند- په کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې ممکن په کابل کې د نوي کال په مراسمو کې تروریستي برید وشي.
په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپور شوي خبرداري کې ویل شوي:«په کابل کې د امریکا سفارت داسي راپورونه ترلاسه کړي چې یاغیانو د نوروز، د افغانانو د نوي کال په درشل کې د کابل ښار د نوروزي جشن د ګډوډولو په هدف د ورانکارو فعالیتونو پلان جوړ کړی دی.»
په دې خبرداري کې همداراز راغلي:«د دغه بالقوه ګواښ په وړاندې ممکن په کابل ښار کې امنیتي تدابیر په فوق العاده ډول زیات وي.»
د خبرداري په دوام کې لیکل شوي:«د یادونې په توګه، افغانستان ته د سفر د خبرداري مطابق، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته د افغانستان د سفر په باب خبرداری ورکوي. د افغانستان امنیتي وضعیت خورا بې ثباته دی، او په افغانستان کې ټولو امریکايي اتباعو ته خطر لا هم موجود دی او هغوی چې په افغانستان کې اوسي، کېدای شي له دې هیواده پر وتلو غور وکړي.»
د امریکا سفارت عموماً د خاصو مناسبتونو په مهال خپلو اتباعو ته خبرداری ورکوي او ورڅخه غواړي چې تګ راتګ محدود کړي.
چې امریکایانو ته پدې اړه معلومات شته نو ولې بیا اقدام نکوي خو زما په فکر هسې په افغانانو کې ویره خپروي او ددې خبر نه سیاسي ګټه هم اخلي له یوې خوا به په اشرف غني فشار راشي او له بلې خوا به طالبان دخلکو په نظر داسې وښئي چې دوی له افغانانو خوښي اخلي او ددې امکان هم شته چې پخپله امریکایانو د چاودنو پلان جوړ کړی وي او دخپلو جاسوسانو په لاسونو یې تطبیقوي او طالبان به خبر هم نه وي او نا حقه به بیا پر طالبانو وتپل شي ځکه چې رسنۍ خو هسې هم ددوی خپلې دي او دوی یې تمویلوي نو پدې ورځ به ډیر شورماشور جوړ کړي.