د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي

تاند- د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د لېږلو غوښتنه وکړه.

جنرال مارک میلي د خپل هیواد د سنا جرګې د بودجې کمېټې ته په وینا کې دا غوښتنه وکړه.

ده وویل، د افغانستان حالات کړکېچن دي او امریکا باید دغه هیواد ته نور پوځیان واستوي.

دغه امریکايي جنرال همداراز وویل، «موږ په افغانستان کې قربانۍ ورکړي نو پکار ده چې نور ځواکونه ولېږو.»

ده په دې اړه څه ونه ویل چې څومره نور امریکايي پوځیان دې افغانستان ته ولېږل شي خو تر دې مخکې نورو امریکايي جنرالانو له ۳ زره تر ۵ زره پورې نورو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

اوس امریکا په افغانستان کې ۸۳۰۰ پوځیان لري چې د میاشتې ۳ ملیارد ډالره لګښت لري؛ د نورو ځواکونو لېږل به د امریکا لګښت نور هم زیات کړي ځکه د ځواکونو له لېږلو سره د سنا جرګې د بودجې د کمېټې موافقه مهمه ده.

One thought on “د امریکا لوی درستیز افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو غوښتنه وکړه”
  1. ځواکونه مه رالیږی، کار نه شی کولای، مصرف موهم ډیریږی. اوس یو بی خرچی کاروکړی او خیمه ای لنډغررررروو ته خالی داړی جینګی کړی بس، چی د کابل خلک یی له عذابه خلاص شی ، که د نظام خبره وی دوی خو له طالب بدتره د نظام د ګیری لاندی اوبه خوشی کوی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *