د امریکا لوی درستیز

تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو لوی درستیز د خیل ولسمشر د هغې ژمنې له تاییدولو ډډه وکړه چې ویلي یې و افغانستان نور د تل لپاره خوندي دی او د طالبانو په ګډون هیڅ ترهګره ډله پکې بیا ځالې نه شي جوړولی.

جنرال مارتین دیمپسې فاکس نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې د ولسمشر اوباما له څرګندونو سره موافق نه دی.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسې پرون د دې پوښتنې په ځواب کې، چې څنګه ډاډ لرلی شي چې افغانستان به بیا د القاعده په شان د ترهګرو ډلو پر خوندي ځالې نه بدلېږي؟ وویل:«باید له ولسمشره وپوښتئ چې دا خبره په څه اساس کوي.»

ولسمشر اوباما د کریسمیس په ورځ په هاوايي کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته په وینا کې وویل چې افغانستان به بیا هیڅکله د هغو تروریستانو زېږنځای نه شي چې پر امریکا برید وکړي.

اوباما همداراز وویل:«د امریکا د ښځینه او نارینه پوځیانو د خدمت له کبله افغانانو ته دا موقع برابره شوه چې خپل هیواد په خپله اباد کړي او اداره کړي. اوس موږ د افغانستان له درکه خوندي یوو. دا هیواد به بیا د تروریستي حملو سرچینه نه وي.»

خو جنرال مارتین دیمپسي د دې خبرې منلو ته تیار نه شو، ویې ویل:«زما شخصي نظر دا دی چې په افغانستان کې دننه به یوه کوچنۍ برخه وي چې وخت ناوخته به ستونزې زېږوي او د دې علت د افغانستان تاریخ دی. خو زما په فکر موږ په افغانستان کې افغانانو ته د موقع ورکولو په برخه کې په ښه حالت کې یوو او دا هغه څه دي چې ولسمشر ورته اشاره کړې ده. له دې سره سره موږ باید په غور حالات تر نظر لاندې ولرو.»

2 thoughts on “د امریکا لوی درستیز په افغانستان کې د ترهګرو د خطر د پای ته رسېدو په اړه د اوباما نظر رد کړ”
  1. خما به عقيده ديو جنك خبلي مملكت وضعه لازم ده ددوه أرخه مطالعه او تحليل او تجزيه شي.نه. به يوه أرخيزه توكه.
    ١-دسياسي أرخه .
    ٢-دنظامي أرخه..
    به سياسي أرخ كي لازم ده.جه بين المللي سياست،خارجي سياست،او داخلي سياست به فكر كي ونيول شي او بيا تصميم ونيسي دلته ده جه أوله اشتباه داوه جه ولي ديو مملكت أزادي تر خطر لاندي راولي او بردي هيواد حريم ته د دول او سروني سره ننوخي.دوهمه اشتباه داده جه أور بل كري به عوض ددي جه داور لمبي مري كري أور لا تازه لمبي وهي دوي بيا هغه مملكت يواخي بريزدي او خني خي .
    علاوه به دي اشتباه نور ظالمانه اشتباه هات جه دوي إنجاموي غوارم ورته أشاره وكرم.
    –مثال افغانستان راورم جه ددوي اشتباه هات داجه د بخشلي ور نه دي بايد مستقيماء محاكمه او غرامات جنكي ومني.
    –دافغانستان دولت اوس ددي توان نه لري جه به شه توكه دخان دفاع وكري.
    –١مونز دفاعي سلاح وى نه لرؤ او نه دوي به دا (١٣)كاله كي تجهيز كرو.خمكني او هواي دفاعي سلاحوي مو لرلي هغه خه شوي مونز دوي ته سوال او كداءي نه كوو زمونز هغه اردو جه دداكتر نجيب الله خخه افغانانو ته به ميراث باتي وو او دوي دغلو به شان جور أوله منخه يو ورو مونز ددوي خخه هماغسي مجهز خبل اردو غوارو.
    –زمونز به بشو ولار اقتصاد خه شو مونز هماغسي به بشو ولار اقتصاد غوارو.
    –به افغانستان كي جا قدرت نه لرلو جه بر ووهي نن افغانستان دخارجيانو داستخباراتو مر كز كرخيدلي هر خه عاجل ددي كريو آيستل او قطع فعاليت غوارو.
    –به داخلي جارو كي ددوي دلاس قطع والي غوارو يو خوا دمملكت خخه ووته دبلي خوا دجا نكري به وأسطه دملي دولت به نامه أور تازه او افغانستان ءي به قومي،منطقتوي،او نورو جنكي كروبو را تبديل كر.دغه لاس وهنه بايد قطع شي.
    –لوي درستيز دنظامي أرخه تحليل لري نه غواري جه محاكمه شي دنظامي له لاري ددوي اشتباه نه بخشونكي ده.جه دوي خي او مونز دشمن ته بريزدي .كوم دشمن ته هغه دشمن ته جه دوي ورسره بخواني او اوسني نوي اريكي تازه كري.ددغه دوه مخي سيأست قطع كيدل غوارو..
    دامريكا دلو ي درستيز خخه دا سوال لرم اوجواب هم ورخخه غوارم تر اوسه داسي مملكت بيداشوي جه دمملكت جاري دي ددوه نفرو له خوا اداره شي .دا دي تاسي يولويه جفا او غير إنساني عمل جه به افغانستان كى موا نجاح او دتل دباره مو افغانستان دوينو دتو يدلو به مركز تبديل كر.دا ده ستاسي بشر دوستي او دبشر به مقابل كي احترام.

  2. جنرال صاحب ته سلام هیله ده چی جوړ وی ښه مضامین لیکلی ولی لږ ګرامر او سپیل ته خیال ساته ځکه د پښتو ژبه ډیره درنه ژبه ده په درنښت هیله ده چی خفه نشی

  3. الكوزي صاحب مننه.
    زبي تولي زبي دي او داحترام ور زبي دي.ستاخبره يو واقيعت دي جه مورني زبه خوزه او دقدر ور زبه ده.
    راخم زما بي سوادي ته ،داجه دير سواد نه لرم ولي دا هم بايد ووايم علاوه دخبل تحصيل زه دبشتو زبي شهادت نامه هم لرم فكر كوم دابه خما دبي سوادي خبره نه أوسي جه غلطي به ليكنه كي راخي.همدا اوس كومه ليكنه جه زه تالره كوم كه به غورسره ءي وكوري ديري نيمكرتياوي به كي دي.دا تخنيكي نيمكرتياوي دي نه زما دنا فهمي.
    خداي وكري جه حل مطلب مي كري وي.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *