تاند- د امریکا د دفاع مرستیال وزیر اش کارتر پرون وویل، که امریکا او افغانستان امنیتي موافقه ونه کړای شوه دا به یوه غمیزه یا تراژیدي وي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي کارتر په یوه مرکه کې وویل: د افغانستان مشرانو ته د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل شول چې ولسمشر بارک اوباما غواړي چې امنیتي موافقه څومره چې ممکنه وي ژر لاسلیک شي څو قومندانان ډاډ ترلاسه کړای شي.

تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر ویندوی ایمل فیضي ویلي و چې پر امنیتي تړون خبرو پرمختګ کړی خو لا هم د تېري پر تعریف او له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د تروریزم په نوم د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د چاپو په اړه اختلاف موجود دی.

فیضي وویل چې افغانستان دا نه شي منلی چې امریکايي پوځیان دې د افغانانو پر کورونو چاپو ته دوام ورکړي او په دې اړه وضاحت غواړي چې د پاکستان حملې تجاوز ګڼي او که نه ګڼي.

د امریکا د دفاع مرستیال وزیر فرانس پریس اژانس ته په مرکه کې همداراز وویل:«موږ د دې لپاره چې پلان جوړ کړای شو د امنیتي موافقې ژر لاسلیکېدو ته اړتیا لرو. موږ یې ژر غواړو ځکه چې زموږ متحدان او شریکان وخت ته اړتیا لري چې پلان جوړ کړلی شي.»

ده ووویل:«که دا مسله ژر حل نه شوه نو دا به یوه غمیزه (تراژیدي) وي ځکه چې اکثره افغانان په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور غوښتونکي دي څو افغان امنیتي ځواکونه تقویه کړي او دوی ښه ژوند ولرلی شي.»

د امریکا د دفاع د مرستیال وزیر په وینا، لا هم اکتوبر ته د هغې نېټې په سترګه کتل کېږي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د ماموریت د څرنګوالي موافقه به پکې لاسلیک شي.

ده همداراز وویل:«د پوځي پلانونې له نظره موږ د امنیتي تړون ژر لاسلیکېدو ته اړتیا لرو، د اکتوبر تر میاشتې د دې موافقې د لاسلیکېدو لپاره ټاکل شوې موده د امریکا پوځي قومندانانو خوښه کړې ده.»

ده په عین حال کې وویل چې په خبرو کې پرمختګ شوی او پاتې اختلافات د پام وړ نه دي.

د امریکا د دفاع وزیر مرستیال په دې اړه زیات جزییات څرګند نه کړل.

د امریکا او افغانستان ترمنځ پر امنیتي تړون خبرې له ډېرې مودې راهیسي دوام لري. په دې خبرو کې د افغانستان د لوري مشري د ولسمشر کرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا کوي.

د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امریکا د سفیر او د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان په غاړه ده.

کارتر له دې نظره هم چې ډېر شمېر امریکايي پوځیان په نسبتاً لنډ وخت کې له افغانستانه وځي د امنیتي موافقې ژر لاسلیکېدل ضروري وبلل.

په همدې حال کې پینتاګون وايي چې په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستانه ۱۲ زره عسکر ایستلي دي.

د پینتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت له شمېرنو سره سم د سږ کال د اپریل له میاشتې راوروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر شل فیصده لږ شوی دی یعني له ۶۶زرو څخه ۵۴ زرو ته راکم شوي دي.

3 thoughts on “د امریکا مرستیال دفاع وزیرپر امنیتي تړون نه موافقه ناورین وباله”
  1. سلام دنو ولستونكو
    تاسوته معلومه ده چى دامريكا اوسنى حكومت له اقتصادى جنجالونو سره لأس په گر يوان دى مخالفين جمهورى غوشتونكى داوباما دصحى بيمي سره مواقفه نه كوي او داباما حكومت داكتوبر تر لومرى نيتى بايد دا جنجال حل كري گني په لكاوو مامورين به له كاره وباسي حًكه چى سنا حكومت ته پيسى نه منظوروى او له بله پلوه اقتصادي وده په امريكا كى مخ په كشت روانه ده دامريكا كورنى جنجال زموژله جنجاله هم خطر ناكه دى په هرصورت أمريكا به خپل بر خليك ته پريژدورابه سو خپل هيواد ته
    دا تراوسه چى كوم ترونونه له امريكا سره شوي د ى هغه ته أمريكا وفاداره پاتى شوى ده؟ نه د پاكستان او ايران نظامى مدا خيلو په هكله امريكا حًه وكرل هميش ويلى چى پاكستان له افغانستانه مونز ته زياداهميت لري او پرون دملل متحد په ودانى( نيويارك )كى جان كيرى دايران دبهرنيو چاروزير سره دوه په دوه خبري وكري تراوسه پورى ايران دتروريستانو په تربيه كولو متهم وه او امريكا به ويل حًوك چى تروريستان ساتى او تببيه كوى هغه مونز ته ترورست او زمونز مخالف دى بن لادن اسلاام اباد ته نژدى ديوى عسكري فرقى تر حًنگه پيداشوو إيساف په كراتو وويل چى ايرانى راكيتونه اومينونه يي نيولى امريكا حًه وكرل چپه خوله كشي ناسته اوزمونز بچو اوميندو پسي رااخستى كله يي په يوه نامه او كله يي په بل نامه وژنى او خپلى سلاگانى تجربه كوى
    كرزي صاحب له كه ته چى نن دتره كي ددورى او دببرك ددورى دبيگناه كسانو دوژلو داحترام په خاطر ملى مأتم ورحً اعلانه وه سبا به دهغو بيگناه كسانو دوژلوورحً هم لما نحًله كيژى چى ستا دحكومت په دور كي دافغانستان په بيلا بيلو حًايو كى وژل شوى دى دا ترون له امضا كولو نه تيرشي تا په خپله ويل چى ما (شيرهستيم )نن د خپل شير بودن معلوم كره زمرى له خپلى منطقى په خپله دفاع له گدرانو نه كمك نه غواري
    مننه

  2. ښاغلی کارتر ته وایم چه دامنیتی تړون پرځای دافغانستان سره ښه کلک اوقوی اقتصادی تړون لاسلیک کړی، ځکه افغانستان پیسوته ضرورت لری.
    د نړی ټول انسانان سترګی، غوږونه فکراوعقل لری، اودغه انسانان وای چه دامریکا اونوروخارجی هیوادونولپاره په افغانستان کی نور پاتی کیدل مطلق ضرراولیونتوب دی، اودافغانانواکثریت هم نورخارجی عسکر نه غواړی.
    ستاسی دخپل وطن اکثریت خلک هم دغه آرزو لری چه دافغانستان څخه امریکایی عسکر ژر تر ژره راوځی.

    بله داچه ستاسی په موجودیت کی زمونږ دښمنان ورځ تربلی قوی کیږی، نورمونږ پریږدی چه دخپلو دښمنانوسره په خپله ژبه خبری وکړواوهغوی پدی راضی کړوچه سوله وکړی.

    بیاهم وایم که غواړی چه افغانستان آرام شی اوتاسوهم آرام شی ښه خبره داده چه حقیقی اقتصادی تړون زمونږ سره لاسلیک کړی نه امنیتی تړون اونه کوم بل دزورتړون.

    م. افغان

  3. I do not understand on what basis and how this gentlman can talk on behalf of Afghans. How can he say that the Afghans wants foreign forces in their land. If there is one thing which can properly characterise Afghans,that is their clear refusal of foreign forces in their land. History has shown this. If the Americans are ignorant of the Afghan history, we cannot blame them. But at least they should objectively examine the events of the last 13 years. What they did. In sum, they invaded and they killed.The logical conclusion is that we will be more than happy to see them leaving and to see them leaving now. These Generals should have the decency of not using the name of Afghans and talking about the Afghans for advancing their own interests and strategies. It should be also noted that the present Government lack the authority to sign such a deal because the end of its mandate is just a few months away. I recommend the present Government not to commit this unforgivable political blunder.

    I kindly request Taand to publish this. This is the voice of my heart and many others

ځواب ورکول Khogyani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *