تاند۰ د امریکا نشنل انټرسټ ورځپاڼې د افغانستان په انتخاباتو او د دوو مخکښو کاندیدانو د شخصیت او همداراز د هغې هڅې په اړه تبصره کړې چې د کرزي په مشرۍ ارګ یې د اشرف غني احمدزي پرضد کوي.

ورځپاڼه وايي د عبدالله عبدالله په ګټه د انتخاباتو د لومړنیو لس فیصدو رایو د پایلو اعلان په سیاسي انګېزه وشو.

د تبصرې لیکوال، چې د استرالیا د پوهنتون افغان استاد ډاکتر احسان اذري دی، وايي چې د لسو فیصدو رایو د اعلان مسلې ته باید د یوه خبرداري په سترګه وکتل شي یعني پر حکومت واکمنان یا د شمال پخوانۍ ټلواله، چې د طالبانو د رژیم له پرزېدو راوروسته واک په لاس کې لري، په راتلونکي کې هم واک ته دوام ورکوي.

په مقاله کې ویل شوي، ځیني کتونکي پر حامد کرزي او د نوموړي پر موتلفانو تور پوري کوي چې د لومړنیو پایلو د اعلانولو په اړه یې د پردې تر شا معامله کړې ده.

 د ده په وينا لومړنيو نتيجو ته بايد داسې هم وکتل شي چې دا د عبدالله عبدالله د ملاتړو غوښتنو ته يوډول  ځواب و ځکه چې هغو پټکه کړې چې که عبدالله عبدالله بریالی نه شي نو له افغانستانه به ښايې د وینو حمام جوړ شي.

احسان اذري ستانکزی ليکي، که چيري عبدالله عبدالله ولسمشر شي نو دا به طالبانو ته ځکه يوه تحفه وي چې طالبان وار له مخه له دې خبرې ګټې پورته کوي چې ګواکې د جنوب او ختيځ پښتانه له واکه بې برخې دي. د ده په وينا په داسي حال کې چې نړيواله ټولنه افغانستان ته مالې مرستې کموي نو عبدالله عبدالله به په دې هيواد کې قومي تعصب نور هم وپاروي.

د لیکوال په باور عبدالله عبدالله د افغانستان د ادارې توان نه لري. نوموړي د بدې سابقې خاوند دی، د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ په کورنیو جګړو کې ښکېل و. د عبدالله عبدالله د تنظیم او نورو ډلو جګړو، چې افغانستان یې ویجاړ کړ، طالبان راوپنځول.

د کابل په جګړو کې په لسګونو زره افغانان ووژل شول.

په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم د امریکا برید د عبدالله په شان کسانو بخت بېداره کړ، دوی له دې فرصته دومره پیسې وموندلې چې د عبدالله عبدالله ینوه دریشي د یوې متوسطې افغان کورنۍ د څو کلونو له عوایدو سره برابرېږي.

دی له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د بهرنیو چارو وزیر و او ټول وزارت یې له الفه تریا پوري له خپلو پنجشېریانو ډک کړ. پنجشېر، چې یوه ولسوالي وه، په ولایت بدله شوه.

عبدالله او د شمال ټلوالې نورو غړیو، د کرزي له کورنۍ سره د انډیوالۍ او همکارۍ له برکته څو ملیارد ډالري مافیا جوړه کړه چې اوس د افغانستان پر اقتصاد او سیاست تسلط او کنټرول لري.

اشرف غني احمدزي په خپل انتخاباتي کمپاین کې وویل، کله چې د مالیې وزیر و د جګړه مارو له لوري د مرګ له خبرداریو سره سره یې د شمال ټلوالې د ۷ لکه ځواکونو په نوم د معاش له ورکولو سره یې مخالفت وکړ.

د نشنل انټرسټ د مقالې لیکوال باور لري اشرف غني په چک جمهوریت کې د کمونیزم له پای ته رسېدو وروسته د وسلاوهاول رول لوبولی شي خو تر ټولو سخت کار به ورته د عام شوي فساد، خپلوي پالنو واسطو او د مخدرو موادو د لویو کاروباریانو مخنیوی وي. خو له دې سره سره که اشرف غني احمدزی بریالی شو نو ډېر امکان شته چې طالبان له جګړې لاس واخلي، ځکه چې د پښتنو لوی اکثریت د اشرف غني ملاتړ کوي.

9 thoughts on “د امریکا نشنل انټرسټ ورځپاڼې اشرف غني او عبدالله عبدالله سره پرتله کړي”
  1. د واسلاو هاول له ګڼو مثبتو اوصافو یو بد دا هم وه چې وایي په وخت کې یې سلواکیا له چک بېله شوه 🙂

  2. we must STRONGLY support ashrafghani for great afghanistan.afghans united AFGHANISTAN.
    WE MUST STOP KILLING AFGHAN BY AFGHAN
    MY DEAR AFGHANS BROTHERS AND SISTERS LETS WE BECOME UNITED
    TIME TO GAVE HANDS TO GETHER
    REBUILD HONESTLY THIS COUNTRY.
    STAND WITH ASHRAFGHANI
    THIS IS TIME TO BECOME UNITED
    ,THANK YOU

  3. حقایق خو همدا دي چې خارجي ورځپاڼې کې راغلې دي خو مونږ د ملا عمر او حامد کرزي تر منځ راګېر یو. د پاڼ او پړانګ تر منځ . که خدای رحم وکړ او د کرزي ـ شورای نظار له منګولو راووتو، دا به لویه نیمکرغي وي.

    1. سلام
      عفه غواړم مونږ د خولی دپاڼ او تلخان په منځ کی راګیر یو نه د پاڼ او پړانګ ددوی په مابین کی خو بغیر دچغاله ما په دی دریالس کاله بل څوک و نه لیدی

  4. دا نو چا ته وایی هسی هم ټول ولس پوهیږی چی غوا توره ده او شیدی یی سپنی
    دعبدالله په اړوند چی هر ځه هم وویل شی بیا هم کم دی
    نموړی لا له وړاندی دافغان وطن اکثریت (پښتون) وګړی ترهګر بللی او دهغوی په وړاندی یی د زور نه کار اخستی
    نموړی بیا د ملی یوالی خبری هم کوی داټولو هغو پښتنو ته چی دنموړی لپاره یی کمپاینونه کول ډیره دخجالت نه ډکه خبره ده
    ستاسی لیکنه ریښتیا هم په ډیر څ ارزی

  5. دا عودولا عودولا څنګه په هر عکس کی خاندی او خوشحاله ښکاری؟‌ دا لکه چی د ورځی او د شپی ارګ په خوب کی وینی او په خپل زړه کی ګوده ګوده کوی.

  6. که خدای کول هغه متل به رښتيا شي چې ويل به ېې ( نـن وی که سباته ، توکل له خیوې تللئ دئ ) د جناب قره قلي ډېرې داسې څهرې او مداريتوبونه مو وليدل چې د خدایبخښلي خاکيشاه مداري نخرې مو د ياده ووتلې ـ که څوک حق ونه مني په ټول افغانستان کې به داسې یو پاڅون وشي چې دنيا کې به یو مثال وی

  7. Ashraf Ghani is the only one who can bring out the country from the current misery, he is acceptable as a president for the majority of Afghans .

  8. دپښتو یو متل دی وایی: که هوس دی نو همدومره بس دی ، دامریکا سره د همکارۍ په بدل کی داکفایت نکوی هغه څیری چه اسیا کی یی هم داوسیدو توان ندرلود بیرته کابل کی نصب شول ، کفایت نکوی چه دښارګوټو لمنی یی وغځیدی ، که امریکا دنورو افعانانو سره هرڅه وکړل خو د دوۍ خرجینی یی له ډالرو ډکی کړی ، په میلیاردونه ډالر یی دظرفیتونو په نوم دالف او ب یادولو په نوم پری مصرف کړی غټ غټ القاب یی پری کیښودل .
    – خو له بده مرغه وایی علت میروند غادت نمیروند ، دا نازولی او نازول شوی اوس هم چه کینی همدا چغی وهی چه ما میپریم یا غونډیو ته الوزو ،وینی بهوو ، او کله هم چه په ډیرو جزباتو راشی دتجزیی سترګکونه هم وهی ، ګرنه کوم ځای تجزیه کوی؟ دچا سره یی تجزیه کوی؟ په کوم زور یی تجزیه کوی ؟ په واک قابض یاستی او د الوتلو چغی وهی ، دا ټول هغه نازونه دی چه دوی یی له کرزی او امریکا سره کوی . دالله په خاطر لږ ارام شۍ که ستاسی مطلب دهیواد له شمال ځنی اوسی بیا خو دهیواد شمال له پښتنو ازبکو تاجکو هزارو ترکمنو او نورو جوړ ولایات دی پدسی حالاتو کی ولله دیو ټغر په اندازه برخه هم په لاس درنشی . بس دی نور به قانون واکمنی وکړی ، دقلم کلتور به خپل کړو ،دپردی پرستو او غلامۍ په ځی به دهیواد پالنی کلتور خپل کړو ،دوینو په ځای به دهیواد والو په زخمونو دپټیو لګولو کلتور خپل کړو ، او الله مکړه که دا ځل هرچا غیری مسولانه قدم پورته کړو ځان به دابد لپاره نیست او نابود کړی.

  9. عبدالله جه دخبل رهبر مرحوم احمدشاه (مسعود. )به منخه ورلو بند او وازنشو دنو ر ملت ربريدله ، زورولو ، وزنه ، جوراوجباول كول ، وطن خرخوله او داسي نور به زرهاوو ،مسائل دهغه دباره بي تفاوته دي كه جيري عبدالله ،عبدالله غل نه ووسي ملت ته. دي حساب ور كري جه د
    بلار خخه. خه ور بإتي وه اودانن. بي حسابه داراءي ده أودده ،ملكرو ، دكوم
    خاي. خخه لأس ته راوري. به دري كي يو متل دي واءي.
    دوزد. باس ،مكر با أنصاف ده دانصاف خخه هم. تيري كزي
    واقيعت ويل كران دي

  10. چه په تنګ شی نو په جنګ شی عبداله چه ناکامی ووینی بیا دوینو حمام جوړوی فکر کوی چه له ده وینه نه څی اوبه دی دبل وینه ده هسی اوتی بوتی مه واهه ته به ټوکی کوی خلک به یی در رښتیا کړی بیا به پښیمانه وی او دبدو عواقبو مسو لیت به در په غاړه شی ږ

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *