ډونالد ترمپ

اویا کلن ډونالډ ټرمپ (په ۱۹۴۶میلادي کال کې د جون په ۱۴ د نیویارک ښار په کووینس کې زیږیدلی) د زیاترو امریکایې او نړیوالو وړاندویونو او احصاییو خلاف د امریکا د ولسمشري انتخابات له خپلي ۶۹ کلني سیالي میرمن هیلريکلنټن څخه وګټل.

دې انتخاباتي پیښي ته د ګردي نړۍ اوسیدونکي ګوته په غاښ دي، زیاتره اروپایې سیاستوال یې ګیچ کړي. نړیوال مارکیټ سر بدال او ډالر د ځینو اثارو په وړاندي پرونی ارزښت له لاسه ورکړ. دلته په اروپا کې د ډونالډ ټرمپ و انتخاباتي څرګندونو ته په پام سره، پر سیاستوالو برس‍یره عام خلک هم په وسوسه کې دي، د هر چا په ذهن کې پو ښتنه را  ولاړیږي چې څرنګه دا سي وشول؟!

دا ځکه چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې تر اوسه داسي نه دي پیښ سوي، چي یو سیاسي نسبتآغیري فعال شخص دي د اولس د رایو په مرسته د ټولو اټکلونو خلاف ولسمشر وټاکل شي!

د دې سره سره، که ورځنۍ سیاسي ستري پیښې ته له مسلکې اړخه وکتل شي، نو کورټ تصادفي پیښه هم نه ده، د ډونالډ ټرمپ په هیواد کې، کابو یوي نیمې لسیزي پرله پسي نارضایتیو خپل عکس العمل وښوده، ورته پیښه یې منطقي پايله بولم.
زما په اند نوموړي پیښه په بیلابېلو عواملو پوري تړلي ده.

په روانه میلادي پیړۍ کې د امریکې هیواد یو پاشلی نا جوت، متضرر سیاست غوره کړ، د یوه زبرځواک هیواد په بڼه ورځ تر بلي د عامو نړیوالو په ذهن کې ورټل شو، له ډیره وخته راهیسي امریکایې وګړي د اسیا او افریقا د وچي په زیاترو هیوادو کې په خلاص مټ نه شي ګرځیدلای. نور نو امریکایانو ته هاغه پخوانی نوم او عزت نه دی ورپاته.
تردې ور آخوا په تیره میلادي پیړۍ کې د ګرد شرقي بلاک  سترګه ورڅخه سوځیده، لیکن دمګړۍ لیدل کیږي چې د روسیې هیواد په یوازي سر د سوریې په خاوره کې ډغري ورسره وهي، چې ټولو امریکایې وګړو ته، په تیره ملتپالو ته روان ناکام سیاست د منلواو زغملو وړ نه دی.

پردي برسیره زیاتره اروپایې هیوادونه د امریکایې سیاستوالو وکړنو ته د شک په سترګه ګوري.

عام امریکایان هم په هیوا کې دننه اوهم له هیواده بهر د دوی د ناوړه سیاست له وجي پوره ناراضه ښکاري.

د عراق، افغانستان او سوریې  کورنۍ جګړي پیل او دوام تر ډیره د امریکایې سیاستوالو د ناکاره سیاست یوه برخه  بلله کیږي. د اولس پر اوږو بار، له ستر اقتصادي پیټي ور آخوا د امریکایانو وینه همبې دریغه پر پردیو ځمکو و بهیده، لا بهیږي، کوم چې نه یوازي د هغه هیواد وګړي، بلکې د نړۍ زیاتره بشردوسته او سوله خوښونکي اوسیدونکې او سیاستوال ورڅخه ستړي ستومانه ښکاري.

په هیواد کې دننه د بې کارۍ کچه، د نا قانونه مهاجرو زیاتوالی، بې امني او د جرمي پیښو زیاتوالی یې یو بل لامل دی.
له بلي خوا امریکا له لویه سره مرد سالاره ټولنه ده، تجربې وښوده چې د امریکې د اولس زیاته برخه تور پوستی نارینه (بارک اوباما) د ولسمشر په توګه منلی شي، لیکن تر اوسه لا دا ورته ډیره ستونځمنه بریښي چې یوه سپین پوستي امریکایې ښځه (هیلري کلنټن) دي د ولسمشري په رول کې وویني. دې انتخاباتو وښوده چې امریکایې ټولنه تر ډیره د محافظه کاره خیال پلوۍ ده او لا تر اوسه پردې باوري نه ده چې یوه ښځینه سیاستواله دي د یوه ستر زبرځواک هیواد (چې نړیوال پولیسي رول یې خپل کړی) د مشرتابه تر عهدې ووتلای شي.

ننیو ځینو افغاني خپرونو ته په پام سره، یوشمېروطني سیاستوال په دې باوردي چې ټرمپ د سرمایې په زور ټول ټاکنې وګټلې… دا به سړی ومني چې په امریکاکې د ټاکنیزو منډوترړو لپاره سرمایه لګیږي، لیکن په هغه کچه هم نه ده چې زمو ځیني اماتور سیاستوال یې انګیرنه کوي. دا ځکه چې ترمپ د خپلي سرمایې د کچې له مخي ۱۵۶ امریکایې سرمایه لرونکی وګړی دی او دمګړۍ یې خالصه دارایې کابو ۳،۷۱ بلیونه ډالره ده. که دغه اصل ټاکونکی ارزښت درلودای بیانو بېل ګیتس باید سیاست او ټاکنو ته زړه ښه کړی وای، ځکه د د امریکې په شمول د ګردي نړۍ لومړنی ستر سرمایه لرونکې امریکایې دی( اوس ۸۱،۷۳ بلیونه ډالر خالصه پانګه لري) چې د امریکایانو لپاره  ښه انتخاب کیدای شوای.

زما په عقیده اولس ددې په وجه ډونالډ  ټرمپ ته خپله رایه نه ده ورکړي، چې دی د ستري پانګي خاوند دی، بلکې ممکن له دې وجي یې زړه ورته ښه کړی وي چې نموړی قاطع، په خپلو چارو کې موفق او د امریکا د عام اولس په تیره ملتپالو له ورځنیوغوښتنو او ذهنیت څخه تر یوه حده خبر سړی دی. پر دې برسیره ډونالډ ټرمپ، بدخلقه، بدګومانه، دښځو په وړاندي د نارینه د تفوق پلوی، سر زوری او په سیاست کې بې زده کړو او بې تجربيشخص دی.

د دې سره سره سړی اټکل کولای شي، چې دا هغه خاموشټولنیزعکس العمل دی چې عام اولس په پټه خوله د امریکايې ناکامو سیاستوالو په وړانديد نارضایتي په معنا څر ګند کړ او دمګړۍ یې مخ ځیني واړاوو.

هو، اوس نو دا دهرچا زړه ته ولویده چې ډونالډ ټرمپ د امریکې د هیواد د ۴۵  اولسمشر په توګهاولسي ټاکني وګټلي، اوس به معلومه شي چې په رښتیا د مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړوي، د نورو هیوادو په کورنیو چاروکې لاس نه وهي،په بهرنۍ تګلاره کې تغېر راولي،له روسي سرزوري مشر ولادیمېر پوتېن سره ملګرتیا پالي، د سړي جګړي په را ټوکیدليو بڅرکیو اوبه پاشي، که دودیز امریکایې سیاست ته مخه کوي او یا کوم بل نا څرګند لوری ټاکې.

خو د دې سره سره کیدای شي ډونالد ټرمپ د امریکا په کورني او بهرني سیاست کې بنیادي بدلون را منځ ته کړي، نړیوال کړ کیچ را کم کړي، له نورو هیوادونو سره پټې اوښکاره تربګنۍ او معامله ګرۍ پای ته ورسوي.

تروریزم ورټي او زموږ په ګران هیواد کې د ریښتینې سولي په راوستلو کې د افغانانو مرستندوی واوسي.

3 thoughts on “د امریکا نوې څېره!/ حقانیار”
  1. حقانيار صاحب ، د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مو د ډونالد ټرمپ په بريياليتوب کې اغيزمن لاملونه ښه په ګوته کړي دي .
    زموږ هيله داده چې که ښاغلی ټرمپ له افغانستان سره د امريکا د دوه مخي چلند مخنوی وکړي او د تروريستانو
    د روزلو دځالو په ړنګولو بوخت شې ، نو په افغانستان کې د جګړي او ورور وژنې دخلاصيدو شونتيا شته !

  2. د متمدن انسان نه تقاضا او انتظار دا دی چه د نورو حق هم وپیژنی ، په نورو تیری ونکړی ، انحصارګر او ظالم نه وی ، استخباراتی لوبی او شر خپور نکړی ، په نورو باندی خپل تازیان او عمال حاکم نکړی او د نورو حدود او حق ته معترف وی.
    نو بیا ویلی شو په ذکر شویو صفاتو متصفه اداره یا شخص متمدن او مهذب دی او انسانیت ته مفید دی او د شر او تجاوز مفکوره نلری نو ولیدل شی څه راوځی ؟

  3. سلام
    موږ رښتيا په کومه پېړۍ کې ژوند کوو؟ موږ خپلو عقا يدو ته دمسلک او ايمان په لحاظ ځومره وفادار يو؟ موږ خپل کړکېچ څومره څېړلاي شو مخکې له دې چې د ګاونډيو او نړيوالو لاس وهنې په اګاهانه توګه محکومې کړو؟ چا دغه زمينه په ډيرو کا واکو، ماشومانه او له عقل لېرې ابعادو کې مساعده کړه چې ملت، ولس، او د هېواد ملي زعامت له يوه ستر ازمېښت سره مخامخ شو په لېرې برخه کې تاسې دا بايد له ياده ونه باسي چې دنړۍ يو شمېر هېوادونه د معاصرې نړۍ په بله خوا کې د يوه بشپړ سيستم،ثبات، باور، اقتصاد، پرمختګ او د ژوندانه پر زير بنايي امکاناتو ډير مطمن دي چې ددريمې نړې هېوادونه په هېڅ توګه د مقايسې وړ نه دي.دې کې شک نشته چې په مريکا کې د ترمپ ټکنې په واسطه بدلون راغئ او حامد کرزي هم ورته مبارکې ورکړې ده په هرحال خا مخا به نور بدلونو نه هم ورسره راروان وي خو بيا د دوي منابع دومره په خپلو پښو ک ولاړ دي چې په کلونو هم د افغا نستان پوځ ته معاش، تجهيزات، او نور وسايل برابرولاي شي
    انحصار، زور، سياست لوبې او نور تېري بيا دقضېې بله برخه ده او ځان ته بحث دي

    تاسې لاندې مطلب ته ګوته نېولې:

    ” تروریزم ورټي او زموږ په ګران هیواد کې د ریښتینې سولي په راوستلو کې د افغانانو مرستندوی واوسي.”
    ، خو
    دسولې منځ ته راوستل،د سولې مکانيزم، د سولې اهداف، دسولې اهميت او عوامل په خپله افغا نانو پورې اړه لري . سوله په خپله نه راځي. سوله خپل غواړي نه پردي رښتيا هم سوله ډير اوچت صفت دى .په ټوله کې سوله د هېواد په خير له وچ سياست چې دهرچا د خولې خبره ګرځېدلې ده ډير ه زياته اړينه ده

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *