د سپینې ماڼۍ په وروستي خبرداري کې هغه زور نه محسوسېږي، چې پخوا وو. ستالین ډېره پخه خبرې کړې، وایي: ((له دښمن سره جګړه ډېر وخت مه غځوه، چې بیا به دې د جنګي مهارتونو په کمزوریو وپوهېږي!))

د امریکا ـ افغانستان لفظي ناندرۍ چې اوس له حده زیاتې شوې دي، په نتیجه کې یې ناړامه رقیب د کمزورۍ ټکی وموند او ولسمشر کرزي ایله چې امریکا له خوږ ګوتې په داسې وخت کې ونیوه، چې هم پرې خپل تېر سپین کړي او هم پخپل کوټ کې رنګ ورکړي.

سپینې ماڼۍ په تازه خبرداري کې په څو اونیو کې له افغانستان سره د امنیتي تړون د یو طرفه کېدو ویلي، خو دا غاړه افغان حکومت لا هم له خپله دریځه نه په شا کېدونکی ښکاري.

بهرنیو هېوادونو چې ۲۰۱۴ کال د افغانستان لپاره له قیامت کم نه ګاڼه، اوس پخپله پدې قیامت کې حساب کتاب ته کېنول شوي.

امریکا له همغو لومړیو ورځو ددې تړون د لاسلیک لپاره په افغانستان فشارونه را پیل کړل، چې وروستی فشار یې یو ځل بیا د ځواکونو د اېستو په اړه دی.

د پوځي تجهیزاتو د اېستو خبرداری لومړی و، چې امریکا د تړون د نه لاسلیک له امله پاکستان ته د هغو د سپارلو په اړه غږ پورته کړی وو. خو دا کار یې په حقیقت کې کله هم نشوای کولای، امریکا که ددې وېرې له امله افغان حکومت ته د خپلو پوځي تجهیزاتو د سپارلو خبرداری ورکوي، چې ګني دلته به د طالبانو لاس ته ولوېږي، نو دا وېره یې په پاکستان کې هم شته او هغه هېواد هم اوس د افغانستان په شان په کړکېچونو کې راګیرې شپې ورځې تېروي.

په پوځي تجهیزاتو پسې د فشارونو د لړۍ زور د کودتاو تر اوازو ورسېد او په کابل سربېره د ولایتونو نا امنیو پورې هم ترسیم شول، چې وروستي پرلپسې څو بریدونه یې هم برخه شمېرل کېږي.

د امریکا او افغانستان ددې فشارونو وروستۍ معامله د بګرام زندانیانو تر خوشي کولو را رسېږي، چې امریکا په ځانګړي ډول د ۸۸ زندانیانو د خوشي کېدو په اړه د خپلې اندېښنې چیغې وهي، اما افغان حکومت یې سوچ بې ګناه بولي.

د لویدیځو رسنیو د تحلیلونو په حواله ویل کېږي، چې د سپینې ماڼۍ ستراتېژیستان اوس پدې کار کوي، چې څه ډول د افغان حکومت لپاره یوه بله ځیرکه او زر تر زره لاره پیدا کړي، چې د امنیتي تړون موضوع پرې یو طرفه کړي، خو ټول خنډ دا غاړه د افغانستان د شرایطو دی، چې له ټولو فشارونو، خبرداریو او وړاندیزونو سره سره پکې ولسمشر لارې چپولو ته تمایل نه ښیي.

بلخوا د ۲۰۱۴ کال هغه سره کرښه هم خپل رنګ بایلي، چې تر ډېره د امریکایي سیاستونو پایله بلل کېده. ددې سرې کرښې دا غاړه راګیر افغانان دي او هغه غاړه پکې بېرته خپله بهرنیان اوس راګیر ښکاري.

امریکایي چارواکي د خپل ولس دې اندېښنو ته بې ځوابه کېدونکي دي، چې که تړون نه کېږي، نو ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي او که تړون کېږي، نو ولې د انتظار شېبې اوږدېږي؟

دا غاړه افغان حکومت هم چې د لوبې کېزه پخپل لاس کې ویني او ادعا یې هم لري پخپل دریځ ټینګښت ددې لپاره ښیي، چې د وتلو امکان یې نشته او له شرایطو پرته تړون نشي کېدای.

په همدې ټولو سربېره د مسلسلو فشارونو زور هله د لوبې لوری بل اړخ ته ثابت کړ، چې دوه اونۍ وړاندې د امریکا کانګرېس د افغان جګړې لپاره ۸۰ ملیارد ډالر بودجه تصویب کړه او دا د ماموریت د غځولو تر ټولو وروستی قانوني سند دی.

د لویدیځو رسنیو تحلیلونه په غیر مستقیم ډول پدې لوبه کې د امریکا له ماتې پرده پورته کوي او ښیي، چې له شرایطو منلو پرته بله لاره نشته، چې یو یې لا له وړاندې منل شوی او د دویم په منل کېدو چنې روانې دي.

امریکا ځکه دې لوبې ته یوازې پاتې چې سیمه ییز همکاران یې په دواړو کې ګټه ویني. که د سیمه ییزو همکارانو له ډلې یې یوازې پاکستان په اړه ووایو، چې د امریکا تر ټولو نېږدې ملګری بلل کېږي، دواړو اړخونو ته خپلې ګټې ویني.

که تړون لاسلیک شي، نو په سیمه کې به د امریکا پاتې کېدو ته قانوني چانس وي، چې له پاکستان سره د پخوانیو همکاریو په اساس به خپلې اړیکي ورسره غځوي او که لاسلیک نه شي، نو په افغانستان کې د خپلې خوښې رول لوبولو لپاره د پاکستان انتظار یو ګام نور هم حقیقت ته نېږدې کېدونکی ښکاري او دا کار غوړي لا غوړوي.

له سیمه ییزو همکارانو بېزاره امریکا د شطرنج پدې میدان کې مخامخ له افغانستان سره لوبه کوي او له ناړامه شاګرد ټولو ته په ګیلو مانو سر دی، خو ګیله من اشنا پلو نه ښکته کوي.

جرګې مې ډېرې وکړې، خو اشنا یې نه مني

ټول خلک مې جرګه کړل د هېچا یې نه مني

One thought on “د امریکا نوې ګیله/ نیسم سالارزی”
  1. ټیټ مي مه بوله غورځنګ را باندي راغي
    زه په دي افتادګي کي لوی ګړنګ یم

    لاتر اوسه یي ماغزه په قرار نه دي
    چاچي ماسره وهلی سر په سنګ دۍ

    په جهان د ننګیالي دي دادوه کاره
    یا به وخوري ککرۍ یابه کامران شي

    مرګ له تندي په مذهب زما بهتر دۍ
    نه ژوندون د دون همتو په اوبو

ځواب ورکول منطقي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *