تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن /دوشنبه/ وویل، د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدا باید امریکا ضد سختدریځو ته دا پیغام په زغرده ورسوي چې «موږ د خپلو خلکو ساتنه کوو.»
اوباما، ویتنام ته په خپل لومړني سفر کې همداراز وویل:«د منصور وژنه په افغانستان کې د سولې راوستلو د کلونو- کلونو په هلوځلو کې یو مهم ګام و.»
ده دغه راز ویلي:«دا تایید شوه چې دی (منصور) وژل شوی دی.»
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې منصور یو له هغو کسانو څخه و چې په افغانستان کې یې امریکايی پوځیان، چې د دغه هیواد د مرستې لپاره تللي دي، په نښه کول.
وروستي راپورونه وايي چې منصور وروسته له دې په نښه شو چې له ایران څخه کوټې ښار ته روان و.
دا هم ویل شوي چې ده په ایران کې د سپاه پاسداران له قوماندانانو او د روسیې له یوه جګپوړي پلاوي سره لیدلي و.
له هغه نوم څخه چې نيګر درته وایې هيڅ د زده نکړل !
د ګنونیو له رېبدلو او پاکولو څخه اوس صليبیانو ته دتروریست په دود د نده تر سره کوې !
!!!! هم اشغالګر یې او هم تروريست نو په دواړو اوصافو دې وژل روا او لوی جهاد دی !!!