تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش دفتر په یوې بلې پروژې کې د امریکا د مرستو د ضایع کېدو راپور ورکړ.

د سرپلټونکي د یوه تازه راپور له مخې د امریکا دوه لکه ډالر د یوه کلینیک پر ودانۍ لګېدلي چې له جوړېدو دا دی دوه کاله وروسته هم هیڅ استفاده ورڅخه نه ده شوې.

په راپور کې ویل شوي چې د کابل په ولایتي نومې کلي کې دا ودانۍ نژدې دوه کاله پخوا په خراب کیفیت جوړه شوې ده.

په راپور کې یادونه شوې چې دا ودانۍ د سیمې د اوو زرو اوسېدونکو د روغتیايي خدماتو لپاره جوړه شوې څو هغوی د عادي روغتیايي چارو لپاره اته کیلومتره لېري تګ ته مجبوره نه وي.

د سرپلټونکي له لوري په څېړنه کې ویل شوي چې د دې ودانۍ د جوړولو کار د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې د امریکا پوځ د بنیاد وطن افغاني کمپنۍ ته سپارلی و.

د سرپلټونکي په تازه راپور کې ویل شوي چې د امریکا پوځ له خوا بنیاد وطن شرکت ته څه باندې یولکو څلور نوي زره ډالره ورکړل شوې چې د کلینیک لپاره درې ودانۍ جوړې کړي خو یوه یې هم سمه نه ده ودانه شوې.

د مثال په توګه په پام کې وه چې د تشنابونو لپاره دوې خونې جوړې شي او په هره یوه کې دوه جلا تشنابونه وي، دوه د نارینه وو لپاره او دوه د ښځو لپاره. خو قراردادي شرکت په یوه خونه کې څلور تشنابونه جوړ کړي دي.

همداراز قراردادي باید د تودو اوبو لپاره درې بایلرونه یا بخارۍ نصب کړې وای، مګر د سیګار پلټونکو د تفتیش په مهال یوازې یوه ومونده. د واټرپمپ لپاره ځای نشته او د کلنیک د اصلي ودانۍ نقشه هغسي نه ده چې په پیل کې ډیزاین شوې وه.

د سیګار مامورینو ته د ولایتي کلي مشرانو ویلي چې ايتلافي ځواکونه یوازې یو ځل د دغه کلنیک لیدلو ته ورغلي دي. دا هغه وخت و چې د کلنیک د جوړولو چارې بشپړې شوې وې.

2 thoughts on “د امریکا په مرسته جوړ شوی روغتون د استفادې وړ نه دی”
  1. بس پېسې دې چې د امریکا دولت یې خپلو مختلو شرکتونو ته د فنډ په نوم ورکوي د افغانستان د بیا رغونې له پاره خو بیا د خپلو دغو کمپنېو څخه دا پوښتنه نه کوي چې ایا دغه پېسې یې په صحیح ځای کې لګولي دي او که نه او بیا دغه کمپنیانې هم دغه پېسې دویم او دریم لاس شرکتونو ته ورکړي چې پرې کلینیکونه او مکتبونه ودان کړي بیا یې څوک یې بیا څارنه نه کوي چې دغه ودانۍ سټنډرډ دي که نه او هغه پېسې چې د دې د ودانولو له پاره تخصیص شوې وې هغه پرې ټولې مصرف شوي دې که خو بس پېسې وخوړل شي او راپور وړاندې شي چې پروژه پای ته ورسېده

  2. امکان لری چی تاسی ی هم واوری ملګری راته قیصه کول ول چی ډیرمفلسه سم تیل چیری فریوفمف والاخرس کم موټروه سوزوم بیاده قراردادیانوسوپیسی واخم داټول بی فرسشه کارروان دی

ځواب ورکول اوښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *