کانګریس

تاند- راپورونه وايي چې په واشنګټن کې د امریکا د کانګریس د ملاقات په مرکز کې ډزې اورېدل شوي او کارکوونکو ته ویل شوي چې ځانونه پناهځایونو ته ورسوي.

سي این این وايي چې برید د مشرانو جرګې او استازو جرګې ترمنځ ځای کې شوي دي. دغه تلویزیون وايي چې له دې جلا د سپینې ماڼۍ په شاوخوا کې جلا پېښه شوي ده.

لومړني راپورونه وايي چې لږترلږه یو پولیس ژوبل شوی دی.

 سي این این تلویزیون وايي چې څوک وژل شوي نه دي خو یوه ملکي ښځه ژوبله شوې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي چې حمله کوونکی کس نیول شوی دی.

د کانګریس د مامورینو له لوري د استول شوي برېښنالیک پر اساس د کانګریس ودانۍ د امنیتي ګواښ له کبله بنده کړای شوې.

له بلې خوا د امنیتي تدابیرو په لړ کې د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه هم د خلکو پر تګ راتګ بنده کړای شوې ده.

خلکو ته ویل شوي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.حاضردمه هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي د کانګریس له ودانۍ څخه دباندې ووځي.

د کانګریس ګڼو غړیو د ټولنیزو رسنیو له لارې ویلي چې روغ رمټ دي خو په کانګریس کې خوندي ځای یا پناهخحایونو ته تللي دي.

دا برید په داسي وخت کې وشو چې په واشنګټن کې د الوبالو د غوټیو د غوړېدو فصل دی او لیدو ته یې هره ورځ په زرګونو سیلانیان ورځي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د پلازمېنې پولیس ژر د پېښې د جزییاتو په اړه اعلامیه خپره کړي.

په ۱۹۹۸ م کال دوه پولیس هغه مهال ووژل شول چې یوه حمله کوونکي د کانګریس پر امنیتي ځواکونو برید وکړ. له هماغه مهاله په کانګریس کې امنیتي تدابیر تل سخت ول.

له همدې کبله هیڅ فلزي وسیله او وسله بې سکن کېدو نه شي تېرېدای.

د وروستي راپور پر اساس حمله کوونکی نیول شوی او په پېښه کې یوازې یوه پولیسه ژوبله شوې ده.

2 thoughts on “د امریکا په کانګریس کې ډزې شوي”
  1. محترم منیب احمد!
    تا خپل ځان پخپله نا ارامه کړیدی.څلویښت(۴۰) کاله کیږی په اسلام پسی ورک یی.تر اوسه دی اسلام نه کی پیدا، راتلونکی دی هم نامعلومه ده، یو احمق ږغ وکی چی هله اسلام یی یوړی، او موږهم منډه کړل، او تر اوسه هم منډی وهو، او اوس هم نه پوهیږو چی: ولی منډی وهو؟ تر څو؟ خو بس دومره پوهیږو چی اوس دستی یی مړ که, بیا به ملا صاحب ورسته کتاب وګوری چی څوک مسلمان وه او څوک نا مسلمان؟ ګرانه الله(ج) دی زما سره پوه که……

ځواب ورکول سید زرغون شا اغا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *