پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله کوونکي داعشیان

تاند- په افغانستان کې د امریکا پوځ په کونړ ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د ۴ قوماندانانو وژل کېدا تایید کړه او د هغوی هویت یې څرګند کړ.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د یکشنبې په ورځ /جولای ۳۰/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، په هغه حمله کې چې څو اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د اسلامي دولت مشر ابوسعید پکې ووژل شو، د داعش څلور نور قوماناندان هم ووژل شول.

د امریکا پوځ وايي چې په کونړ ولایت کې د ابوسعید ترڅنګ حاجي شېرالله، شیخ ضیاالله، مولوي حبیب او اسدالله وژل شوي دي.

د امریکا د پوځ له خبرپاڼې سره سم شیخ ضیا الله د داعش مذهبي مشر و، حبیب د کونړ د وټه پورې ولسولۍ قوماندان، شیراله د اسلامي حزب پخوانی قوماندان او اسدالله د ابوسعید خپلوان و.

امریکا ویلي چې په یو لړ جدي عملیاتو کې به په افغانستان کې د داعش غړي وځپي.

تر ابوسعید درې میاشتې وړاندې د داعش د افغانستان مخکینی مشر عبدالحسیب هم د امریکايي پوځیانو په برید کې وژل شوی و.

One thought on “د امریکا پوځ د داعش د ۴ وژل شویو قوماندانانو هویت اعلان کړ”
  1. YOU SEE/UNITED STATES AIRFORCE KILLING ISIS QUMANDANTS BY BUMBING/BUT SOME AFGHAN PARLIAMENT MEMBERS SAYING
    LIKE afghan govs or hanifatmer support isis/
    i am asking zahir qadeer/are you read this news,
    any one who doing propaganda against afghanunited government must stop that,
    thank you

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *