تاند- د امریکا متحدو ایالتونو پوځ په افغانستان اوعراق کې د سړک د غاړې د وژونکو بمي حملو په وړاندې د مصونیت لپاره په ۲۰۰۷ میلادي کال د شپاړس ټنه وزن لرونکو زغرګاډو فرمایش ورکړ څو په دغو دوو هیوادونو کې امریکايي پوځیان او سمندري پلي سرتېري د سړک د غاړې له بمي چاودنو خوندي شي.
دغو زغرګاډو، چې (MRAPS) نومېږي او هر یو په یو ملیون ډالره تمام شوی، بې شمېره امریکايي پوځیان له مرګه وژغورل او د طالبانو له لوري په زرګونو ماینونه او چاودېدونکې وسیلې یې شنډې کړې. له همدې کبله امریکايي پوځیانو پر دغو زغرګاډو ځای ـ ځای نوټونه لیکلي او مننې یې لیکلي دي چې دوی یې ساتلي دي.
نو بیا ولي د امریکا پوځ د شاوخوا دوه زره دا ډول زغرګاډو ویجاړول پیل کړي او زړې وسپنې یې خرڅلاو ته وړاندې کړي دي؟
دا زغرګاډي یوازې شپږ کاله پخوا جوړ شول او پر ۲۷ زرو یې پنځوس ملیارد ډالره ولګېدل.
د امریکا پوځ اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې دا زغرګاډي په مصرف نه ارزي چې بېرته یې خپل هیواد ته یوسي نو یې په چاودنو ویجاړوي.
ډېر شمېر (MRAPS) زغرګاډي وروسته له دې چې پوځي وسایل ورڅخه لېري شوي پر زړو وسپنو بدل کړای شوي او د زړې وسپنې یې پر افغان سوداګرو پلورل شوي دي.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یوه ویندوی مارک اي. وریټ وویل، په افغانستان کې د هر (MRAPS) زغرګاډي په ویجاړولو او پر زړو وسپنو د هغو پر بدلولو ۱۲ زره ډالر لګېږي خو که وغواړو چې بېرته یې امریکا ته یوسو، د هر یوه پر وړلو او ترمیمولو له دوه نیم لکه تر څلور نیم لکه ډالره لګښت راځي نو تر وړلو یې غوره دا ده چې ټوټه – ټوټه شي او وسپنې یې وپلورل شي. په دې توګه به پنځه سوه ملیون ډالر وسپمول شي.
د امریکا د دفاعي اولوژیستیکي ادارې په وینا د اکتوبر تر میاشتې پوري په افغانستان کې ۱۹۳۸ زغرګاډي په زړو وسپنو اړول شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت دا زغرګاډي د افغانستان امنیتي ځواکونو ته نه ورکوي ځکه چې دا وزارت دې نتیجې ته رسېدلی چې (MRAPS) ډېر پېچلي او ګران کمپیوټري سیستم لري او افغان ملي اردو ورڅخه لا کار نه شي اخیستلی. د افغان امنیتي ځواکونو لپاره، چې تر نیمايي زیات یې لیک لوست نه شي کولی، د دغو زغرګاډو ساتنه هم خورا ګرانه ده.
د امریکا دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د (MRAPS) پر ځای (MSFV) ورکول کېږي چې ګرځنده حمله کوونکي زغرګاډي دي. دا زغرګاډي په پوځي وسلو او نورو وسایلو سمبال دي.
د دوی په وینا د (MSFV) زغرګاډیو ټول ارزښت ۸۸۷ ملیون ډالره دی او د (MRAP) په شان د چاودنو په وړاندې مصونیت لري.
د امریکا پوځ افغان ملي اردو ته خپل پیک اپ ټرکونه، کورونه، سیار تشنابونه او پوځي اډې هم سپاري.
زما په اند د دې کار علت دا دی چی امریکایان په دې پوهیږي چې دا د کباړیانو ټاټوبی دی، دې خلکو یو وخت تر دې ښه وسایط څه چې د خپل نیکونو هډوکي هم کباړ کړل، که دوی ته یې روغ پریږدو او موږ نن ووځو په سبا یې پاکستان کې ګوره، نو راځه چې نن یې ورته کار خلاص کړو. زنده باد افغانانو ، له امریکایانو نه مو هم کباړیان جوړ کړل هه هه هه
if the are true with Afghanistan why they not leave for afghan army
افغانان خو رهبری او دولت نلری ،که دولت یی درلودلای کیدای شوای دهغه کسانو مخنیوی یی کړی وای چی دا زړې اوسپنی رانیسی ،او دهغه بهرنیانو څخه یی هم کیدای شوای چی دا اوسپنی رانیسی دیر لوره تکتنانه اخیستی وای، خوافسوس افغانان د دغه موجودو خرڅ شوی ګداګی رهبرانو له خوا تکول کیږی ، بهرنیانو ته په دو لاسو د زندی کولو دپاره ، دوژلو دپاره ، دبی ناموسه کولو دپاره ورکول کیږی ، او بیا ځانونه شیخ الحدیث ، ملی رهبر، هیوادپال،مجاهد او داسی نور عجایبالکمالات نومونه پر ځان ږدی چی په عمر کی مو نه لیدلی او نه اوریدلی دی؟! او که بیا کردار او اعمال ته یی وګوری ، انسان پًر دغه ناکسانو دانسان نوم خو نشی یادولی! پًدغسی حالاتو کی دلته په هیواد کی هر آغه څه چی پیشیږی څوک نشته پوشتنه یی وشی
اوسنی زمان د تکنالوجی ده او د نویو تکنالوجی راز ساتل اصلا په نظامی اقتصادی او بل هر ډکر کی د کامیابی او برلاسی رمز ده. دی امریکنو افغانان ډیر ښه پیژندلی دی. هغوی پوهه دی چی افغانانو د جهالت په نشه کی حتی چی خپل ټانګونه، الوتکی، نورخو لا څه کوی حتی موزیمونه او تاریخی اثار د خپلو مذهبی بادارانو د مذهبی خواهشاتو نظرانه کړل نو دا ټانګونه به څنګه وساتی. که دا ټانګونه یی ورکړل په اوله میاشت به پاکستان ته رسیدلی وی او بیا به یی فکستان چین باندی خرص کړی (لکه اهغه د ۱۹۹۸ د ناچاودیدلی کروز مزائیل کیسه) او چین به یی په دوهمه میاشت جوړ کړی. ډیر سم کار کوی افغانان لا ددی وړ نه دی
له امیریکایانو څخه روسان ښه وو
خپل ټول ټانکونه او نور وسایل یی افغان ملي پوځ ته پریښودل کله چې تل لپاره وتل امریکایان خو وزي هم نه خو خپل وسایل افغان ملي پوځ ته نه پریږدي
د امریکا دغه عمل دا ثبوتوی چی امریکا( د جهاد ددوری لوی مجاهد دوست چی واده کول ورسره روا او د جامو تماس ور سره کومه پروا نه لری) نه یوازی دافغانستان خلکو ته بلکه تولی نری ته په سپکه وکتل او ّه دی توگه یی خّل هغه تور مخ چی دهغی دشمنان یی نریوالوته ورشایی رشتیا شوه
اصلي خبره دا ده چې امریکایانو دا زغرګاډي د مین پر ضد جوړ کړل او په عملي ډول ثابت هم شول چې د دوو اووه کیلويي روسي ټانګ ضد مارګ۷ بمونو زور نه پرې رسیده ، خو افغانان هم کوم کم خلک نه دي افغانانو دې ټانګونو ته داسې بمونه جوړ کړل چې دا ستر زغرګادي ېې هم ټوته ټوټه کړل ، هغه باروت چې افغانان ېې اوس په کورونو کې له عادي موادو جوړوي هر کیلو ېې د آته کیلو ټي ن ټي یا روسي باروتو زور لري او افغانان په هر بم کې له ۱۴ تر ۵۰ کیلو دا ډول باروت کاروي چې په دې اساس کوچنی بم ېې هم تر سل کیلو ټي ان ټي یا ۱۵ روسي ټانګ ضد بمونو زیات زور لري چې د هر ډول ټانګ د ټوټې ټوټې کولو وړتیا لري ، امریکایانو فکر کاوه چې په افغانستان کې به یواېخ څو پاتې شوي روسي ټانګ ضد ماینونه وي چې د دوی ډا ټانګونه ېې پر وړاندې مقاوم دي خو دا وړاندوینه ېې ستره تیروتنه ثابته شوه .
بل دا چې ویل شوي تر اوسه ېې کابو دوه زره دا ډول ټانګونه کباړ کړي ولې د هغو ټانګونو شمیرې هم نه خپروي چې د مخالفو وسله والو په بمونو کباړ شوي دي فکر کوم تر ۵ زرو ډير به ېې په بمونو هم الوزولش ي، او کباړ شوي وي .
او دا ېې لا څومره خندوونکې ادعاء چې سخت کمپیوټری سیستم لري او افغان ځواکونه ېې د کارولو وړتیا نه لري امریکا نهشي کولای افغان ټانکیستانو ته ترننیګ ورکړي یعنې په افغانستان کې په تیره به اردو کې د ګوتو په شمیر هم داسې کسان نه شته چې د یوه ټانګ د چلولو او کارولو د زړه کړې وړتیا ولري خو زه فکر کوم افغانان تر هر بل چا ډير د تخنیکي په تیره فوځي تخنیک د زده کړې وړتیا لري دوه اتیا میلي متري توپ د لومړي ځل لپاره افغانانو په اوږه فیر کړ او هر بې سواده وګړی ېې له کوم ترننیګ پرته پرمختللې وسلې کاروي واقعي خبره دا ده چې امریکا افغانستان ته د د دې هیواد د جوړولو او پرمختګ لپاره نه ده راغلې بلکې د غچ اخیستو په موخه راغلې او نه غواړي دا هیواد ترقي وکړي په خپلو پښو ودریږي