د امریکا کانګریس

تاند- د امریکا د کانګریس غړیو پرون /سې شنبه/ افغانستان ته خبرداری ورکړ چې که له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره په یووخت د دغو پوځیانو د وسایلو، خوراکي موادو او نورو وسایلو پر وتلو مالیه ولګوي امریکا به له افغانستان سره خپلې مرستې خورا لږې کړي.

د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې غړي سناتور پتریک لېهي، چې د دیموکرات ګوند غړی دی، وویل:«ما د افغانستان د حکومت له لوري ځیني احمقانه شیان لیدلي. داسي شیان مې لیدلي چې تاسي به حیرانه کړي چې په څرنګه نړۍ کې اوسئ، خو دا له چتې وتلي دي.»

جمهوریتپال سناتور لیندسي ګراهام هم تایید کړه چې د ثبات راوستلو لپاره د امریکایانو د څه باندې یوې لسیزې له خواریو وروسته له افغانستانه د امریکايي وسایلو پر ایستلو مالیه احمقانه ده.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څارنې سرپلټونکي د جون په اته ویشتمه کانګریس ته په یوه لېږلي لیک کې ویلي و چې که کانګریس فوري اقدام ونه کړي امریکايي مالیه ورکوونکي به مجبوره وي چې له افغانستانه د خپلو وسایلو د ایستلو په خاطر هم د افغانستان حکومت ته څه باندې یو ملیارد ډالره ورکړي.

د متحدو ایالتونو د چارواکو او کانګریس په وینا د امریکا کانګریس له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې پر بیارغونې او د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې او تجهیزولو څه باندې ۹۰ ملیارد ډالره لګولي دي. دا پیسې له هغو سلګونو ملیارد ډالرو جلا دي چې امریکا په دې موده کې د افغانستان پر جګړې یا خپلو پوځیانو لګولي دي.

داسي ښکاري چې امریکا سره له دې چې پر خپلو پوځیانو او قراردادیانو د سلګونو ملیارد ډالرو لګولو ته تیاره ده ځکه چې دا پیسې په یو نه یو ډول بېرته امریکا ته ځي خو دا نه شي منلی چې افغانستان یو ملیارد ډالره د مالیې په نوم ورڅخه وغواړي.

8 thoughts on “د امریکا کانګریس د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړ”
  1. امریکایانو په خپله افغانستان د خپلو لاسپوڅو احمقانو په لاس کې ورکړو.
    اوس د ګېله هم د ځانه کوی،خو زموږ مالیه د راکی چه دا د افغانانو قانونی حق دی.
    په درنښت

  2. د امریکا دولت او کانګریس کی ډیر احمقان ناست دی ځکه ددوی حرفونو کی ټول وخت ما احمقانه الفاظ اوریدلی دی او اورم ځکه نو وایم دوی د یوه مخه احمقان دی ځکه دلته جوړ خپل تاسیسات چی په لکونو ډالر یی په لګولی وی بر ناحقه ورانوی او پرواه نکوی دلته چی د افغانستان حکومت ورنه د مالیی غوښتنه کوی بیا نو دوی خپل احمق توب ښکاره کوی ډیره د حیرانتیا خبره ده او افسوس می دلته راځی چی د افغانستان حکومت کی کاشکی داسی با تدبیره خلګ وای چی ددی احمقانو یی غوږونه ور تاو کړی وای چی کله یی هم بیا د احمق کلمه پر خوله نه وای راغلی

  3. د قطر په دفتر کې د بیرغ او لوحې پورته کول، د ګیلمجمو ملېشو مسلح کول، پر ارګ باندې د ځانمرګو بریدونو تر سره کول او اوس د ګانګرس خبرې؛ دا ټولې پر ولسمشر باندې د دباو ابزار دي تر څو د سیال نه بلکې د غلام په ډول ور سره د سټراتېژیکو همکاریو د تړون امنیتي برخه لاسلیک کړي.

    مننه

  4. دامریکا کانکرس ڈیرھ شہ خبرکڑیدہ.دافغانستان حکو متی چارواکی نہ یوازی غلامان بلکی احمقان ھم دی.زکہ چی دوی دخپل مسلمان اومجاھد اولس وینی یوازی دامریکادخوشحالی اودسوڈالروپہ بدل کی توی کڑی.

  5. داسی ښکاری د دولت مافیا ته د ۲۰۱۴ نه وروسته خپله اینده روښانه نه ښکاری نو ځکه دوی مالیه غو ښتنه کوی چی دوبی او نور ملکونو کی جاییدادنو راونیسی و بله داچی مالیه په هغه شیانو باندی ورکړل کیږی چی تجارت او منفعت په موخه باندی یو ممکلت ته را واردیږی بلکه دوی تاوان هم وکړو د هغه مقصد ته چی راغلی تر لاسه نکړو او تاوان یی وکړو اوس تری مالیه اخستل هم د زرداد د سروبی پاټک خلکو ته ورپه یادوی
    مننه

  6. وایی سړی باید دومره انسانیت وکړي چی بیا ورته سر درد جوړ نشي. افغانانو ددوي تر حده زیات احترام کاوه او تر حده زیات وخت یی ورکړ. بل الله دی ددوي ځیني تالي څټي (ټلواله) تباه کړی چی ددوي تر حده زیاته غلامي یی په فخر سره وکړه

  7. د پتریک او لیندسي مغز اوس خلاص شول، چې د افغانستان اصلي اوسېدونکی سپېڅلي مسلمانان او ځېنې نورې پرګنې دي، چې د یو او بل ځای دي او ځانونه افغانان ګڼي او د دې خاورې(افغانستان) اصلي بچي(پښتانه) هم د هغوی په افغانیت، زړه ورتوب او د نړۍ د پیاوړو قوو پر وړاندې یې ورسره لاس یو کړی او د وختونو کرغېړنې، ناولې او ظالمې څېرې یو ځای ورسره له دې سپېڅلې خاورې وېستلي او خپل نومونه او مېړانه یې د تاریخ په پاڼو کې په زرین لیک لیكلې ده، ځكه خو دغو ناولو څېرو خپل خرتوب په ډاګه کړ، دوی چې اوس په افغانستان کې د دېموكراسۍ په پلي کولو کې پاتې راغلي دي، چېغې یې تر مظلومو افغانانو راورسېدلې! دوی څخه پوښتم: تاسو احمقان چا ته وایئ؟ د هغه چا (شمالي ټلوالې) ته چې ځانونو ته افغانان وایي، خو اصلا ستاسو لاسپوڅي دي، نو سمه ده، تاسو بیا پر ځای خبره کړېده، رښتیا هم که دوی احمقان نه وی، ستاسو سره به یې د بې وزلو افغانانو په سر داسې ناولې معاملې نه کولې. ((دا د پټی سر دی، پټی بېرته سورور دی))، یوه ورځ به خامخا راځي، چې مونږ افغانان تاسو او ستاسو لاسپوڅي(شمالي ټلواله) له ګرېوانه رانېسوو او خپل حق به ښه په ارامه درڅخه غواړو.

ځواب ورکول ډاکټر ظهیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *