تاند- د امریکا متحدو ایالتونو په پټه خوله له پاکستان سره د یو ملیارد او شپږ سوه ملیون ډالره پوځي او اقتصادي مرسته، چې د دوو هیوادونو د اړیکو د خرابېدو له کبله ځنډول شوې وه، تصویب کړې ده.

د کانګریس غړیو ویلي چې د دوو هیوادونو اړیکې تر دې حده ښه شوي چې پاکستان ته د دې مرستې له ورکولو سره بېرته موافقه وشي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن واشنګټن ته رسېږي چې له امریکايي چارواکو سره د اسلام اباد او واشنګټن پر اړیکو خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی شریف به نن د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره وویني.

دی به د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړي.

د دواړو خواوو خبرې به له پاکستان سره د امریکا پر مرستو او د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل پر هلوځلو متمرکزې وي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور د امریکايي کومانډو ځواکونو د حملې او پر دوو پاکستاني پوستو د امریکايی الوتکو د بمبارۍ او د دغو حملو په وړاندې د پاکستان له لوري د ناټو پر مخ د ترانزیتي لارې د بندولو له کبله خړپړې شوې وې.

امریکایان له تروریزم سره د پاکستان پر مبارزې او په دې لارې کې د پاکستان له لوري د امریکا د مرستو پر استعمالولو شک لري او وايي چې د امریکا ډېرې مرستې په پاکستان کې د دې پرځای چې د دغه هیواد پر اقتصادي وده ولګول شي، په فساد کې ضایع کېږي.

خو له دې سره سره کانګریس په ارامه پاکستان ته د امریکا د مرستو د لویې برخې له ورکولو سره موافقه کړې او ټاکل شوې ده چې پاکستان ته دا مرستې له راتلونکي کاله پیل شي.

له امریکايي چارواکو سره د نوازشریف د خبرو یوه اصلي موضوع هم له امریکا څخه پاکستان ته د مرستو مسله ده.

2 thoughts on “د امریکا کانګریس پاکستان ته ۱اعشاریه ۶ ملیارد ډالره مرسته تصویب کړه”
  1. د پښتونخوا د پښتنو په وینو، د ډرون په یرغلونو چې هغه هم د پښتنو په کورنو کیږي، او د القاعده په میلمستیا چې هغه ېې هم د پښتون په کور میلمه کړیدی؛ ځان ېې ولسمشرۍ ته ورسولو او دادی نن پرې میلیارډونه ډالره اخلي.
    پدې به نه ډرون توقف وکړي
    نه به القاعده ختمه شي
    نه به پښتون ښاد شي
    او نه به پښتونخوا کې امن راشي

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ځينې وايي، چې تږی تر اوبو بوزي، خو په تنده يې بيرته راولي، نو د افغانیانو د خام سياست او د پاکستان پوخ منافقت ته پام وکړی، چې په څه ډول يې هم وژني، هم يې ګټي او هم اوښکې پرې تويوي، خو امريکا هم سخاوت ته لمسوي! نو اوس څوک ملامت دی! آيا د افغانانو د ټولنيز ژوند يا سياسي ذهنيت زېږنده افغانی غميزه نه ده! پاکستان خو بيا ميلياردونه ډالره تر لاسه کړل او د خپل هېواد اداره به نوره هم پرې سمه کړي، مګر د پښتنو سيمې ته، چې افغانستان يې هم يوه برخه دی، څه تر لاسه شي! همدغه نننی ناولی او له وينو ډک ژوند به وي او بس! نو افغانانو د خدای په بار ماغزه مو له پښو سرته منتقل کړی او د هوسا ژوند لپاره اتحاد وکړی، په افغاني ملي ارزښتونو ځان سمبال کړی او د افغانستان ژغورنه د ځوانو نسلونو په جدو جهد پورې اړه لري! ځکه زاړه خو يآ لمنځونه کړي او يا هم د پېتو غيبتونه! مګر تاسو ځوانان د ژوند محرکه قوه ياست!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *