د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات ۲۰۱۶

درې ورځې وروسته د ۲۰۱۶ کال د نومبر په اتمه د امریکې ټاکنې ترسره کېږي. د امریکې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري‌ کلینټن د دموکرات ګوند په استازیتوب او سرټمبه سرمایه دار ډونالډ ټرامپ به د جمهوري‌ غوښتونکو په استازیتوب مقابله وکړي. وروستۍ نظرپوښتنې ښیي چې د دموکراټانو کاندیده هیلري‌ له   ټرمپ نه ۶ په سلو کې وړاندې شوې ده، خو لا هم د یو شمېر ایالاتونو خلکو پرېکړه نه ده کړې چې چاته به رایه ورکوي.‌

دواړو کاندیدانو په درېیو ټلویزیوني‌ مناظرو کې د ګڼو کورنیو او بهرنیو مسایلو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل، خو د افغانستان په اړه یوازې په یوه مناظره کې هیلري سرسري‌ اشاره وکړه او ټرمپ همدومره وویل چې افغانستان ته د عسکرو لېږل یوه تېروتنه وه. داسې ښکاري چې دا ځل دغو کاندیدانو د افغانستان په اړه د امریکې خلکو ته د ویلو لپاره څه نه لرل او یا د منځني ختیځ په ځانګړي ډول د سوریې او عراق مسایل دومره ګرم دي چې افغانستان یې تر سیوري‌ لاندې راوستی دی. په ۲۰۱۲ کال چې کله اوباما د ولسمشرۍ لپاره کمپاین کولو نو افغانستان په مناظرو کې ګرمه موضوع وه‌.‌ په افغانستان کې د ښځو حقوق، د تاریاکو کرکیله، د امنیتي‌ ځواکونو پیاوړي‌ کول، د القاعدې کمزوري‌ کول دا هغه موضوعات وو چې اوږده بحثونه پرې کېدل.‌ سره له دې چې اوس هم امریکا له افغانستان سره امنیتي‌ تړون لري، پوځونه یې په افغانستان کې پراته دي،‌ متحدین یې د افغانستان په پرمختیا کې پیسې مصرفوي،‌ د افغانستان حالات ورځ تر بلې خرابېږي، په افغانستان کې د امریکې ګټې د چین، روس، پاکستان،‌ ایران او نورو هېوادونو له خوا په خطر کې واقع کېږي، داعش په کې سر راښکاره کړی، مګر مناظرو، کمپاینونو او تقریرونو کې معلومه شوه چې د افغانستان په اړه د کاندیدان په پروګرامونو کې داسې څه نه شته چې د افغانستان د سوکالۍ او ارامۍ تمه ترې وشي.‌ که چېرته ټرمپ ټاکنې وګټي ښایي‌ پوځونه وباسي‌ او افغانستان په ګډوډ حالت کې پرېږدي او که هیلري‌ کلنټن ټاکنې وکټي د افغانستان په اړه به‌ د امریکې بهرنۍ پالیسي‌ په اوسني‌ حالت کې پاتې شي.‌

ټرمپ که څه هم د ټول منځني‌ ختیځ او افغانستان په اړه متفاوت نظر لري او که ولسمشر شي‌ ښایي امریکايي‌ ځواکونه له منځني ختیځه وباسي‌ خو دده امکان ځکه کم دی چې د خپلو خبرو او پخوانیو کارونو له امله تر سختو انتقادونو لاندې دی، ان د جمهوري‌ غوښتونکو په ګوند کې یې هم ملاتړي‌ ورځ په ورځ کمېږي. یو شمېر جمهوري‌ غوښتونکي اوس په دې نظر دي چې د ټرمپ نظریات او کړنې اختلافي‌ او جنجال جوړوونکي دي. ټرمپ د امریکې یو ملیون مسلمان رایه ورکوونکي‌ په دې له ځانه خپه کړي چې وایي‌ مسلمانان د امریکې امن ته خطر دي او دی به یې بېرته له امریکې وباسي، مکسیکویان چې اوس یې شمېر زیات دی ښایي‌ ټرمپ ته په دې خاطر رایه ورنه کړي چې وایي ټرمپ د مکسیکو او امریکې ترمنځ د دیوال جوړولو اراده لري.

ټرمپ د نورو هېوادونو په کارونو کې د نه لاسوهنې پالیسي‌ ته تمایل لري او دعوه یې داده چې د سیاسي‌ کړکېچونو د رامنځته کولو پر ځای به د امریکې اقتصاد ته ځانګړی پام واړوي.‌ دده په وینا له روسیې سره به په سوریه کې د مخالفت پر ځای تجارتي اړیکې ټینګي کړي او د سیاسي رقابت پر ځای به ورسره دوستانه او تجارتي اړیکي‌ ولري.‌ ده څو ځلي‌ په خپلو خبرو کې اشارې کړي چې داعش په لوی لاس ځواکمن شوی او د منځني ختیځ‌ بحران په لوی لاس رامنځته شوی،  خو هغه څه چې ویروونکې ده هغه دا چې ټرمپ که د امریکې د وسله وال پوځ‌ مشر شي‌ ښایي‌ د امریکې او اسلامي‌ نړۍ ترمنځ‌ لوی جنجال را پېښ کړي.‌

د دموکراټانو د ګوند استازې هیلري‌ کلنټن که څه هم بهرنیو مسایلو ته پاملرنه کوي، خو یو شمېر خلک په دې اند دي چې دهیلري‌ په کامیابۍ به د نړۍ په بحران کې خاص بدلون رانه شي‌ ځکه هیلري‌ به په بهرني‌ سیاست کې د اوباما پر میراث شخوند ووهي. هغه څه چې اوس په منځني‌ ختیځ‌ او افغانستان کې پېښېږي، لکه له داعش سره مبارزه به په همدې طریقه روانه وي، د افغانستان، سوریې، عراق او لیبیا جنجالونه ښایي حل نه شي، د مهاجرینو بحران به همداسې روان وي او تر هغې چې د امریکې ګټو ته ډېر جدي‌ خطر نه وي هیلري‌ به د حالاتو د بدلون هڅه ونه کړي.

د امریکې د ولسمشرۍ د ټاکنو تبلیغاتو نه ښکاري چې دا هېواد له یوه پېچلي سیاسي‌ بحران نه ځورېږي، د دواړو ګوندونو ترمنځ بحران په کمپاینونو کې خلکو ته ښکاره شو او دا هم معلومه شوه چې اقتصادي او سیاسي‌ مسایل اوس د سرمایه دارو په ولکه کې دي. هر هغه څوک چې ټاکنې وګټي په هماغه اوله ورځ به د جنګ قوماندان وي، هغه به یو ځل بیا هم په منځني ختیځ او افغانستان غوندې هېوادونو کې د بې پیلوټه الوتکو بمباریو او نظامي مداخلو ته دوام ورکړي.

اوسمهال چې افغانستان د امریکې تر مداخلې وروسته له یوې اوږدې جګړې سره مخامخ شوې ده په دې وخت کې د افغانستان د کړکېچ په اړه د کاندیدانو او یا د راتلونکي ولسمشر چوپ پاتې کېدل شرم دی. د امریکې راتلونکی ولسمشر باید لاره ومومي‌ چې حالات څنګه کنټرول کړي، امریکایي‌ عسکر له افغانستانه وباسي، پرې یې ږدي او یا یې نور هم زیات کړي. لکه د کمپاین د تبلیغاتو پر وخت د افغانستان لانجې نه بې تفاوته تېرېدل به روانې پرمختیایي‌ پروژې او د شاوخوا ۷۰ هېوادونو اوسنۍ ۱۵ میلیارده ډالره مرسته له خطر سره مخ کړي.‌ که خدای ج مه کړه دا هېواد نا ارامه شو ښایي‌ په ډېرو نورو هېوادونو کې هم د امریکې بهرنۍ پالیسي‌ له سختې ماتې سره مخ شي.

2 thoughts on “د امریکې ټاکنې او افغانستان/ عزت الله شمسزی”
  1. افغانستان ته ټول د یو سپي دوه غوږونه دي . موږباید خپله د ځان د ابادۍ غم وخورو او وطن له بحرانه وبا

ځواب ورکول کمال خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *