تاند- د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ته د داعش غړي بیا ورغلي او د خلکو ځورول یې پیل کړي دي.
د دوی په وینا د داعش غړي وروسته له دې هسکې مېنې، کوټ، اچین او نازیانو ولسوالیو ته ورشېوه شول چې افغان امنیتي ځواکونه ناببره له دغو ولسوالیو څخه ووتل.
په وروستیو کې دا سیمې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د داعشیانو له وجوده پاکې شوې وې.
د سیمې اوسېدونکي له خپلو ولسوالیو د امنیتي ځواکونو پر وتلو حیرانتیا ښيي او وايي چې د امنیتي ځواکونو له وتلو لږ وروسته د داعش غړیو نه یوازې له لاسه ورکړې سیمې بېرته نیولي بلکې څو نورې سیمې یې هم، چې د طالبانو په لاس کې وې، نیولې دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږګیاڼی له هسکې مېنې، کوټ، نازیان او اچین څخه د امنیتي ځواکونو وتل مني خو وايي چې د ځواکونو شاتګ تاکتیکي دی.
دا ولسوالۍ د یوې میاشتې عملیاتو په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونو د داعش له غړیو تصفیه کړې وې.
د تعجب وړ خبره ده
یره خبره د امریکا د سفارت ده
هغوی هم طالب، هم داعش او هم حکومت تمویلوی او جنګوي يي