د افغانستان او امریکې ترمنځ د امنیتي تړون په هکله د ملي اجماع په خاطر (د روان   ۱۳۹۲ لمریز کال د  لړم ۳۰ څخه  دلیندۍ ۳ مې ) مشورتي لویه جرګه جوړه شوه څو د دي مهمې مسلې په اړه د ملت د استازو نظر او مشوره واخیستل شي. د یو مفصل او اوږد بحث نه وروسته د لويې جرګې غړو په دروند اکثریت د افغانستان او امریکې تر منځ امنیتي تړون تایید کړ او په ځینې مادو یې خپل نظریات وړاندې کړل .

لویې جرګې دغه تړون د افغانستان د فعلي امنیتي ، سیاسي او اقتصادي شرایطو له کبله یو مهمه اړتیا وبله او د ولسمشر نه  یې غوښتنه وکړه تر څو د هیواد د لوړو ملي ګټو په پام کې نیولو سره دغه تړون امضا کړي . د تړون په هکله د ولسمشر وروستۍ څرګندونې یو څه د ابهام فضا رامنځ ته کړې . افغان ولس سره  اندیښنه پیدا شوې چې هسې نه د دې تړون په سر هیواد د یو سیاسي بحران او نا معلوم سرنوشت سره مخامخ شي .

د انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند د مشورتي لویې جرګې انعقاد ستر موفقیت  بولي او د دي پریکړې تاییدوي  او هیله  لري چی افغان حکومت به  د تړون په هکله داسې دریځ غوره کړي  چې یواځیني هدف یې د افغانستان زمکنۍ بشپړتیا ، د هیواد ملي حاکمیت  او د ملي ګټو تامین وي .  د امریکې سره  امضا شوی ستراتیژیک تړون  د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر لور یو مهم قدم وو او امنیتي تړون د ستراتیژیک تړون   اساسي رکن دی . که امنیتي تړون امضا نشي نو ستراتیژیک تړون   به هیڅ معنا ونلري .

یو اړخ ته افغان ملت ملي مترقي ګوند هغو اشخاصو او حلقو سره هم نظر ندی چې وايي په پټو سترګو دې دا تړون امضا شي خو بل طرف ته د دې تړون په سر سیاسي سوداګري هم د ملت په تاوان بولي .

هیله  ده چې پدې تاریخي پړاو کې به د هیواد ولسمشر خپل تاریخي رسالت سر ته ورسوي تر څو په هیواد کې  د بشپړ امنیت ، سیاسي او اقتصادي ثبات  او نیکمرغه آینده لپاره زمینه مساعده شي .

ژوندی دې وي افغانستان

تل دې وي زموږ خپلواکي ، ملي حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا

2 thoughts on “د امنیتی تړون په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه”
  1. دا څنګه اعلامیه ده چی نه یی سر معلوم دی او نه سمان؟ اعلامیه خو واضع او قاطع وی پدی اعلامیه کی خو موږ نه وصاحت وینو او نه قطعیت،. پدی معنی چی نه یی دا ویلی دی چی تړون د لاسلیک شی او نه یی دا ویلی دی چی ندی لاس لیک کیږی.
    هم د هغو طرفدار دی چی د تړون لاسلیک کول عواړی او بلی خوا ته وایی چید ملت په سر سوداګری هم په توان ده.
    هر چا چی دا اعلامیه لیکلی وی بیا له سره یی ولیکی او خپلی نظر ولس ته په ډاګه کړی.

  2. د تړون په اړه د دې ګوند نظر جالب دی خو وبه کتل شي ولسمشر او د هغه ټیم چې دولس کاله یې پدې ملک حکمراني اوکړه تر کومه حده دا تړون د ملي ګټو پر ځای د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمال کړي.

ځواب ورکول هیواد شینواری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *