شمه

زه شاعره نه یم چې الفاظ وتراشم او د خیال په زرین تار یې وپییم. زه انځورګره نه یم چې رڼا او سیوري په رنګونو کې  ونڅوم. زه موسیقي غږونکې نه یم چې جذبات راویښ کړم. زما کار د شمې جوړول دي. هماغه شمه چې شاعر، انځورګر، موسیقي جوړونکي او تا ته یو ډول رڼا درکوي.

اوبه

د ډنډ اوبه وښورېدې

ستا له لاسه لوېدلې هېنداره مې سترګو ته ودرېده.

اوس نو ولې؟

اوس نو ولې

څڅوې راباندې

څاڅکي

څاڅکي

رڼې اوښکې

کب خو نه يم

چې اوبو سره مې ژوند وي!

باران

باران وورید

ځای ځای اوبه ډنډ شوې

ستا اوښلنې سترګې مې سترګو  ته ودریدې

زړه مې در پسې وخوږید.

څاڅکي

د باران څاڅکي

کټ مټ  لکه ستا خبرې

داسې خواږه خواږه راوورېدل.

اناهیتا روهي

3 thoughts on “د اناهیتا روهي څو شـــعرونه”
  1. د شعرونو انخورونه روښانه دی . لږ تخنیکی ستونزی لری.
    هر شعر په جلا سټایل کی ویل شوی دی.
    هیله ده ټول د يوه سټایل رنګ او خوند ولری، چی هغه به د اناهیتا ستایل وی

    فدا نظری.

ځواب ورکول فدا نظري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *