تاند – د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د عبدالله عبدالله د ټیم دا وړاندیز رد کړ چې په یو شمیر ولایتونو کې دې له سره انتخابات وشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور په کابل کې رسنیو ته د شنبه په ورځ وویل چې لومړی پړاو او دوهم پړاو انتخابات د افغان او بهرنیو څارونکو مخې ته ترسره شوې دي او داسې څه اړتیا نه لیدل کیږي چې دریم ځلي انتخابات دې په یو شمیر ولایتونو کې وشي.

عبدالله عبدالله د شنبه په ورځ په کابل کې د خپلو پلویانو په یوې غونډې کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، که د دوی غوښتنو ته توجه و نه کړي مسوولیت به بیا د دوی په غاړه وي. عبدالله په پرونۍ غونډه کې دغه وړاندیز ته اشاره ونه کړه چې دریم ځلي انتخابات دې په ځینو سیمو کې وشي خو پر دې یې ټینګار کاوه چې پاکې رایي دې له ناپاکو بیلې شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور له پاکو راییو د ناپاکو د بیلولو په اړه وویل چې په دې کې شک نه شته چې د هغو ادعاو  له مخې چې شوې دي د انتخاباتي شکایتونو کمیسین جدي څیړنې کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند یو ځل بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنۍ پر ټیم غږ وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پریکړو ته دې درناوی وکړي او له انتخاباتي بهیر سره دې بیرته یو ځای شي.

عبدالله خپل څارونکي د راییو له شمیرلو ایستلې دي او د شکایتونو له کمیسیون سره یې هم مقاطع کړې ده. عبدالله مخکې تور پورې کړی وو چې د خوست په څیر په یو شمیر ولایتونو کې پراخې درغلۍ د اشرف غني په ګټه شوې دي. خو پرون یې د دې ولایتونو په کتار کې ننګرهار او میدان وردک هم شامل کړل.

په ورته وخت کې نور محمد نور له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې وار له مخه د نیتجو په برخه کې له قضاوته ډډه وکړي. تر اوسه عبدالله عبدالله رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د دوی د اټکل له مخې د اشرف غني رایي یو میلیون ډیرې دي او اشرف غني احمدزي تیره اونۍ په کابل کې د خپلو پلویانو په یوې غونډې کې وویل، چې موږ دا حق نه لرو چې خپل بریالیتوب اعلان کړو، ځکه چې صلاحیت د کمیسیون په لاس کې دی خو اشرف غني د غونډې پر څو تنو برخه والو غږ وکړ چې نتیجه څرنګه ده، هغوی د بریالیتوب نارې اوچتې کړې.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند په کابل کې خبریالانو ته وویل، د انتخاباتو د نتیجو په برخه کې له قانون سره سم یوازینی صلاحیت د انتخاباتو د کمیسیون دی، حتی ملګري ملتونه هم په دې کې مداخله نه شي کولی خو دا ممکنه ده چې ملګري ملتونه د رایي شمیرلو څارنه وکړي او یا هم دوی ته د کارونو په برخه کې سلامشوره ورکړي.

د عبدالله عبدالله ټیم مخکې ویلي وو چې ملګري ملتونه باید د دوهم پړاو د انتخاباتو په بهیر کې مداخله وکړي.

د ملګرو ملتو سیاسي دفتر یا یوناما د دې وړاندیز هر کلی کړی دی خو ویلي یې دي چې دوی یوازې د څارنې په برخه کې مرسته کولی شي او د افغانستان له قوانینو سره سم ملګري ملتو د تیرو دوو دورو د انتخاباتو په څیر په انتخاباتي کمیسیونونو کې خپل خلک نه لري چې په پریکړو کې نقش ولري.

0 thoughts on “د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د عبدالله عبدالله یو اساسي وړاندیز رد کړ”
  1. محترم ویاند صاحب
    د ګل مرجان یواځینی هدف ارګ ته ننوتل دی هغه که په بهانو شی او یا زور خو خبره چه ډیره مهمه او اړینه یی بولم داده چه افغانان ستاسی (عبدالله ګل مرجان ) له ظلمونو څخه تنګ راغلی او دوی اوس خپل ولسمشر ښاغلی غنی بابا انتخاب کړیدی نو هیڅ توان نشی کولای چه د افغانانو اراده بدله کړی نو ښه په خوشهالی سره وطن پریږده او دوهم ګل مرجان جوړ شه. او د افغانانو رایو ته په سپک نظر مه ګوره تباه شی

  2. د افغانستان دولت له 19.11.1946 کال را هیسی د ملګرو ملتونو متساوی الحقوق غړیتوب لری او تر نن پوری د دی سازمان یو فعال غړی دی.
    د دی سازمان ټول غړی په دواطلب ډول سره راټول شوی او د ټولو اصلی مقصد د بل نړیوال جنګ نه مخنیوی. د هیوادونو ترمنځ اقتصادی ، سیاسی ، اجتماعی ، کلتوری همکاری ته وده ورکول او د غړو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو حل کول په مسالمت آمیزه او سوله ایزه توګه د دی سازمان اصلی هدف دی.
    د افغانستان د اساسی قانون او نورو قوانینو له مخی اود ملګرو ملتو د منشور او بین المللی حقوقو په مطابقت سره د یوه ازاد هیواد حاکمیت له خلکو سره دی او پرهغوی برسیره هیڅ ارګان نشی کولی حاکمیت وکړی. البته کومی سیمی چی وګړی یی نشی کولی خپله اراده تمثیل کړی. فرضا نفوس یی ډیر کم وی اویا دومره ناتوانه وی چی د نورو په مقابل کی له ځانه دفاع ونشی کړی نو بیا په هغه صورت کی د هغوی حاکمیت موقتا د ملګرو ملتونو د قیمومیت شورا تر واک لاندی ورکول کیږی . چی دا اصل هم د ملګرو ملتو نو له منشور سره مطابقت لری. دوی تر هغه وخته د ملګرو ملتونو تر اداری لاندی پاته کیږی تر څو دوی خپلی مستقلی اداری جوړولو ته تیار شی.معمولا هغه سیمی چی د نورو هیوادونو له خوا اشغال شوی وی تر دی حقوقی اصل لاندی راتللی.
    د پالاؤ جزیری په آرام سمندرکی هغه وروستی سیمی وی چی د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا اداره کیدی او په 1994 د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د قیمومیت قرارداد وروسته له دی لغو شو چی هغوی خپل استقلال تر لاسه کړ او د ملګرو ملتونو 185 غړی په توګه وشمیرل شو.
    پدی اساس د ښاغلی دوکتور عبدالله غوښتنی له ملګرو ملتونو نه چی زمونږ د ولس دا عالی او حیاتی اصل چی دوی خپله اراده خپله تمثیل کړی او په خپله خوښه خپل سرنوشت وټاکی او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکی له پورتنی اصل سره کاملا په تضاد کی ده. د ولس اراده تر ټولو حقوقی اصولو لوړه او اوچته ده . تر دی اصل لاندی د نړۍ ټول هیوادونه که واړه دی او که لوی ، مساوی حقوق لری. په هغه اندازه چی د اندورا یا لوکزامبورک هیواد خلک آزاد او د خپلی ارادی تمثیلونکی دی د روسیی ، امریکا اوچین هیوادونه عین حقوق او مساوی صلاحیتونه لری. فرضا د لوکزامبورک د هیواد مشر د چین له مشر سره باید مساوی احترام او د تشریفاتو له لحاظه مساوی بدرقه و مشایعت شی. دا چی د اقتصادی ، نظامی او …. اړخونو له نظره ځینی هیوادونه قدرتمند او نفوذ لرونکی دی ، دا د قضیی بل اړخ دی.
    د افغانستان خلک د خپلی خاوری واک او اختیار په خپل لاس کی لری او دوی به هیڅکله د ملګرو ملتونو تر واک لاندی پاته نشی . ولس صلاحیت لری په خپله خپل سرنوشت وټاکی . پاته د نه وی کله چی د دو دولتونو تر منځ کوم جنجال پیداکیږی نو په هغه صورت کی د ملګرو ملتونو سازمان چارواکی کولای شی د دواړو هیوادونو په غوښتنه او که چیری داسی حالات رامنځ ته شی چی د دواړو هیوادنو او یا د یوه هیواد د کورنی اختلافاتو په نتیجه کی سولی ته خطر پيښ شی نو د ملګرو ملتو نو د امنیت شورا په تصمیم سره هلته مداخله کیدلای شی چی دا مداخله یواځی د سولی د ټینګښت لپاره وی ، نه دا چی یو جهت له واکه محروم او بل طرف قدرت ته ورسوی.
    د افغانستان خلک ټولو نړیوالو اصولو رعایت ته پابند اوځان مسوول بولی او همداشان له نورو هم هیله کوی چی زمونږ په کورنیو چارو کی مداخله ونکړی.

  3. Hi
    Abdullah Abdullah will not accept until Ashraf Ghani’s wining, however most of the people want him to be the president of the Afghanistan for next five years.

ځواب ورکول Fahimullah Hedayat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *