تاند- د راپورونو له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو قسمي پایلې سبا ورځې ته ځنډول شوي دي.

ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د ۲۰ ولایتونو د ۱۰ فیصدو رایو لومړنۍ پایلې اعلان کړي خو په کمیسیون کې ځینې سرچینې وايي چې د قسمي پایلو اعلان سبا ماسپښین درې بجو ته ځنډول شوی دی.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر کرزی هڅه کوي چې د ولسمشرۍ مخکښ کاندیدان له دوهم پړاو انتخاباتو راوګرځوي او جوړجاړی سره وکړي.

یوې سرچینې تاند ته ویلي،  کرزي اشرف غني ته خبرداری ورکړی چې که جوړجاړی ونه مني انتخابات به دوهم پړاو ته وغځوي.

ویل شوي چې حامد کرزي له اشرف غني احمدزي څخه غوښتي چې یو شمېر وزارتونه، سفارتونه او ولایتونه عبدالله عبدالله او زلمي رسول ته ورکړي او یو ايتلافي حکومت جوړ کړي خو اشرف غني احمدزي له دې وړاندیز سره مخالفت کړی دی، ویلي یې دي چې دوهم پړاو انتخابات مني خو جوړجاړی او ايتلاف نه مني.

ټاکل شوې وه چې نن د هغو۲۰ ولایتونو د ۱۰ فیصدو رایو پایلې اعلان شي چې په مجموع کې د عبدالله عبدالله رایې تر نورو پکې زیاتېدې. د دغو سرچینو په وینا دا ولایتونه د دې لپاره غوره شوي و چې پر اشرف غني احمدزي فشار راوړل شي څو جوړجاړي ته غاړه کښېږدي.

تاند ته د څرګندو شویو راپورونو پر اساس په انتخاباتو کې ډاکتر عبدالله عبدالله ته د ۸ لکو او ۱ ملیون ترمنځ جعلي رایې اچول شوي دي. که چیري دا رایې د انتخاباتي کمیسیونونو له لوري قرنطین نه شوې انتخابات د ښاغلیو عبدالله او اشرف غني ترمنځ دوهم پړاو ته غځېږي ځکه چې په دې صورت کې به هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایه پوره نه کړای شي.

 ویل شوي چې ولسمشر کرزی پر اشرف غني احمدزي فشار راوړي چې د دوهم پړاو پر ځای جوړجاړي ته غاړه کښېږدي.

دې سرچینې تاند ته وویل چې نن هم اشرف غني احمدزي په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره غونډه لرله. د سرچینې په وینا ښايي د دواړو خواوو د خبرو په نتیجه کې د قسمې پایلو اعلان سبا ورځې ته ځنډول شوی وي.خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي چې د انتخاباتو د قسمي پایلو اعلان یې د دې لپاره ځنډولی چې تر سبا د زیاتې فیصدۍ اعلان وکړای شي.

18 thoughts on “د انتخاباتو د قسمي پایلو اعلان د جوړجاړي په تمه وځنډېده”
  1. د افغانستان د خلکو اکثريت داکتر غني ، احمد زئ تائيد کړئ اوپه سراومال ورپسې ولاړ دي ، کريزئ صيب دخدای په خاطر نور زمونږ د ګنجي سر څخه لاس پورته کړه

  2. أرمان خو دا وه جه دا بي عزته او بي حرمته غلامان نور ونه اوسي خو فكر كوم جه بشتون دشمنه خرزي يو زل بيا د بشتون اولس سره خبله دشمني سركنده كره.اوبيا هم بدي بدبخته اولس باندي اشرار حاكمان شول.دا خرزي له خبل وجدان نه شرم هم نه كوي.

  3. د انتخاباتو کمیسیون یوه خپلواکه کمیټه ده او دا چی فعالیتونه یې د نړیوالو لخوا له نږدې څارل کیږي کرزی په یوازی سر نه سی کولای چی په کړنو کی یې غوڅه لاسوهنه وکړي. که چیری داسی هم کیږي، د نړیوالو خصوصا امریکا په خوښه به کیږی. زما په اند دا پر ځاي ده چی ووایو د راتلونکی حکومت په څرنګولای کي کرزی د پام وړ رول لوبولای سي، خو نموړی په مطلق ډول پړ ګڼل بې انصافي ده

  4. د کرزی او داکتر عبدالله او زلمی رسول سهامی شرکت خو لا پخوا موجود وو
    دوی چی د خلکو رایو ته اعتبار نه ورکوی نو بیا د ا ټول مصارف او د میلیونونو خلکو رایی اچونی ته څه ضرورت وو

  5. مونږ غنی ته را یه ورکړی سر هم ورکوو دی دی مونږ ته صرف غږ وکړی دا جوړ جاړی د دی حر فوی غلو سره نده پکار او که غنی دا کار دی وکړ ته به ددوی نه هم ضعیفه انسان یی مرګ په دی حجر تی
    قا تیلا نو مفسید ینو فا هیشو او د ملت د نا موس سودا کوو نکو

  6. که چېری بیا د افغانستان حکومت د یو سهامي شرکت په شکل جوړ شي نو یقینا د پاکستان غلامان به نور هم قوي شي او افغانستان به بیا دډیرې لوې بربادۍ سره مخ شي زما په فکر دا هر څه زمونږ داعمالو نتیجه ده که مولا دی که طالب دی که ډاکټر دی او که اقتصاد پوه دی هر یو د خپل ځان په غم کې دی نور نو دافغانستان خلک د ازادې وړ نه دی او باید دایم یې دغلامۍ پړۍ په غاړه کې پروت وي . یواځنې ارزو مو د اشرف غني څخه وه چې کیداې شي چې دافغانستان په جوړیدو کې رغنده رول ولوبوي خو چې ګورم داسی خلک چې همیش یې دکرزي په ضد خبري کولاې او س هغوي هم د اشرف غني په ضد د یو اتلافي حکومت خبرې کوي . الله ج دی په مونږ ورحمیږي . آمین

  7. د هر څه نه مخکی سلامونه او نیکی هیلی

    زه په ټولو افغانانو غږ کوم چه د تل لپاره د هیواد ملی ګټی په پام کی ونیسی او ملی ګټو لپاره یو حاکم په کار دی دا چه یک بام او دو هوا شی نو والله عالم چه دا وړۍ شړۍ شی مونږ ګورو چه په یو فامیل کی دوه کسان واکداران شی نو ګډ وډی منځ ته راځی ،په کلی کی یو ملک وی که زیات شی بیا شخړی منځ ته راځی .

  8. اوس چې افغانستان او د هغه خلک د یوه ملي مشر او زعیم د لرلو په درشل کې دي، ټول ارتجاعي قوتونه، د سیمې ارتجاع او نور ټول پردي نوکران او هېواد پلورونکي سره یو ځای کېږي او د دې هېواد د پرمختګ مخنیوی کوي. د تاریخ په اوږدو کې کله چې افغانستان ته داسې یوه موقع په لاس ورغلې ده، همدا د پردیو او دښمن په لاس جوړ شوو کسانو دا موقع خرابه کړې او د دښمن هېلې یې پر ځای کړي دي. اوس بې له شکه چې ښاغلی اشرف غني احمد زی د وروستیو ټول ټاکنو بریالی دی او د هېواد ټولو روښان اندو، ملي او هېواد پالو مجاهېدینو چې د دین په نوم یې سوداګري نده کړې، ویښو او با درده ځوانانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او نورو هېواد پالو هغه ته د اعتماد رایې ورکړې دي. مکار کرزی او د ده په شان نورې هېواد پلورونکې څېرې دا هڅه کوي چې ښاغلی احمد زی دې ته اړ باسي چې د لنډغرو سره جوړ جاړی وکړي او سهامي شرکت جوړ ګړي. ښاغلی اشرف غني باید دې ناروا، غېر انساني او غېر مدني غوښتنې ته غاړه کېنږدي. د فساد سره د یو ځای کېدو نه د نه حکومت کولو غوره کول ښه دي.

  9. Dear Jalal,
    Tha Jahadiyano Workwool La Tarki Na ter Najeeb pory on ter Brashnafa pory Goor ta Yoral No Inshaullah Sata ba Da arman Pora Nashee.
    Jahadiyan Allah sati

  10. الله تعالی د کرزی د طالیبانو لاس ته ورولی ځکه ده همغسی پښتون پسی پښی راپورته ګړی دی او نه پریږدی چی پښتانه پخيله خپل سرنوشت وټاکی او کرزی خاین اوس هم د شمالی ټلوالی په چوپړ کی لګیا دی خو اشرف غنی ته دغه ډاډ ورکوو چی هیڅ معامله د جوړجاړی پرمورد ورسره ونه کړی که انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شی نو د داکتر اشرف غنی رایی له دی هم زیاتیږی او ټول پښتون قوم داکتر پسی ولاړ دی.د پښتانو دښمنان دخدای ج تباه کړی په شمول د کرزی خاین.

  11. سلامونو دوستانو مونږ باید نور له خوبه را بیدار شو او تحمیل اوپه زور تپل شوی حکومت به نور ونه منو مونږ به دخپلی هری رایی دفاع وکړو او هغو ته به اجازه ورنکړو چی زمونږ به سرنوشت لوبی وکړی بس دی چی یی ۱۲ کاله یی زمونږ په سرنوشت لوبه وکړه

  12. عجیبه نده وایی دیموکراسی ؟ که چیرته کامیاب شوم خودیموکراسی ته احترام لرم او که چیری ناکام شوم بیا دیموکراسی نه پيژنم اوصرف داپیژنم چه په قدرت کی شامل شم وزارتونه سفارتونه ولایتونه اودفسادځایونه راکړل شی نورددی په غم کی نه یم چه خلکورایی راکړی کنه خلک راڅخه راځی دی اوکنه سوال دادی آیا دانتخاباتونه مخکی جوړجاړی نشوی کیدای چه داملیارډونه دالرلګښت پری وشو ای ټلوالی ای زلمیه ای کرزیه نورمو خلک نه غواړی ولی داملک دلوی بحران سره مخ کوی ولی دابحرانی حالت ته دوام ورکوی لعنت دوی پرتاسو ټولو

  13. د ا کار به د با غیرته افغانانو پراخ غبرګونونه او لاریونونه راوپاروي او کیدای شی انشاالله د کرزی د پر دار ځړیدو سبب شی. د کرزی د عادلانه محکمی په امید

  14. اشرف غني سل په سلوکې ګټلې ده نو جنګسالارانواوس قالې (قانغری) اودغلبازۍ ته لاس اچولی. همداوجه ده چې دټاکنو بلواک کمېسون دیوساعت کارپه میاشتو کې کوي. دټاکنو پایلې کېدای شو دحمل په ۱۶ دشپې په ۷ یا ۸بجو اعلان شي. ځکه چې په هرسایټ کې ۲۰۰-۶۰۰ پورې درای پاڼو شمېرل یوساعت وخت نیسي. په منځني ډول ۳۳۰ رای پاڼې په ۱سايټ کې × ۲۲۰۰۰ سايټه =۷۲۶۰۰۰۰،یعنې څه باندې۷میلیونه رای شوې.نواوس دې ملت قضاوت وکړي چې څه دټاکنوپه بلواک کمیسون کې روان دي. داهرڅه داشرف غني اودملت دبري مسخه کول دي.

  15. مافیا دخپلوګټو دساتني په لټه کي ده ، دټولټاکنو نتایج دځان په ګټه نه ویني هڅه کوي دجوړجاړي له لاري خپل پخوانۍ موقف اومقام حفظ کي . ډاکټرصاحب اشرف غني چه درایوشمیریی ترنوروکاندیدانو ډیرویل کیږي بایدپرخپل هوډ اووعدو چه دکمپاین به جریان کي یی خلګوته ورکړي وي ټینګ ودریږي ځکه دنوموړي دپروګرامونوپه خاطرخلګودده په صندوقونوکي رآی واچولي ، پخواني بروګامونه دوضعي اوحالاتوپه تغیرکي مؤثره نه وه ځکه بدلون ته خلګورای ورکړه . که چیري دپخوانو سره چه خلګورد کړي جوړجاړی صورت ونیسي نوواصلاح اوبدلون راوستوته به دخلګوهیلي اوامیدونه دخاوروسره خاوري سي . مننه

  16. که د عبدالله رایی ډیری هم وی خو بیا هم مونژبه اخرنی نتیجی ته انتظار وکړو

ځواب ورکول Sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *