تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ پایلې به سبا /یکشنبه/ اعلان کړي.

خو د دغه کمیسیون نورې سرچینې وايي چې ممکن نن نتیجه اعلان شي.

ګومان کېږي چې نن به په څو شېبو کې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت موافقه لاسلیک شي.

اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله به د ولسمشر کرزي او پخوانیو جهادي مشرانو په حضور کې موافقه لاسلیک کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د انتخاباتي شکایتونو له لوري د خپلې پرېکړې وروستی راپور وړاندې شوی او داسي ګومان کېږي چې ممکن د انتخاباتو کمیسیون د نتیجې اعلان د دوو کاندیدانو ترمنځ موافقې ته ځنډولی وي.

که څه هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ادعا کوي چې دوی د کاندیدانو ترمنځ موافقې ته انتظار نه باسي.

د عبدالله عبدالله ټیم وايي چې د دوی له مشورې پرته دې پایلې نه اعلانېږي. دا ټیم وايي چې د دوو کاندیدانو ترمنځ په رایو کې توپیر دې لږ کړای شي خو د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم د خپل سیال ټیم له دې غوښتنې سره موافق نه دی.

د تاند له معلوماتو سره سم د دواړو کاندیدانو ترمنځ له همدې یوه مورده پرته په نورو ټولو مسایلو موافقه شوې ده.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی فاضل سانچارکي خبرداری ورکړ چې که د رایو د اعلان په اړه د دوی غوښتنه ونه منل شوه، موافقه به لاسلیک نه کړي او شوی پرمختګ به بېرته د صفر حد ته په شا لاړ شي.

5 thoughts on “د انتخاباتو د پایلو اعلان د دوو کاندیدانو ترمنځ د موافقې لاسلیک ته ځنډېدلی”
  1. وایی چی د غله په سر خلی وی. سنګ پاوکی هم وایی که موافقتنامه امضا نشی نو د رایو نتیجه نه منی. بیا هم هغه ګل مرجان اوهغه زړی ببولالی. دی ته وایی د ملت دلسوزه خلک

  2. Da Landa ghar zamano da akhtaar na baghair mo bal kar nashta.Bus chi da wa na she no da ba wa ko awo ka da wanashe no da ba wako da seyasat sa ta waye da sara pari na puhegi. Da qudrat wagi tagi Abdullah awo mulgari da Watan dushmanan awo khainan.

  3. ګرانو دوستانو سلام اونيکی هيلی په پښتو کی يو مشهر متل ده چي وايي ،(کمثل ته يي لاس ورکړ اوهغه مړوند ته خيز کړه) زه ډير څه نه وايم فقط دومره مشوره درکوم چي دټاکنود اعلان لپاره،دا لاندی ټکی بايد په نظرکی ونيول شی:لمړی:دټاکنو نتيجه بايد مخکی د ملی حکومت دپروتوکول دامضأ څخه اعلان شی، کنه دا بی حيا ګروپ بيا درسره دعوأ کوی چي حکومت دجوړ جاړی پر اساس مينځ ته راغلی دی نه د ټاکنو پر اساس چي دا ډيره لويه اشتباه ده.دوهم:پروتوکول ورسته دنوی جمهورريس دلوړی امضأ شی .دريم:که دټاکنو کمسيون که غواړي چي خپل استقلاليت وساتی اودخلکو رايو ته په احترام او درناوی سره وګوری نو دټاکنو نتيجه دی دملی حکومت پوری نه تړی او ټاکني بايد اعلان کړیاو همدارنګه ،دټاکنو کمسيون بايد خپل مشروعيت وسا تی ځکه دوی هره رايه دری ځلی شميرلی اوقانون يي تطبيق کړی ،که چيری ملی حکومت مخکی اعلان شی نو رايه ورکونکی به دخپلو درايو دنتيجی پوښتنه وکړی.

  4. که تر توافق نه مخکی د نتایجو اعلان ونشو، بیا نو د انتخاباتو دکمیسیون دخیانت په هیچ شک او تردید نه پاته کیږی! نورستانی او ملګری دی شه غوږ شی چی افغانان فقط دې ته ګوری چی نتایج باید حد اقل یوه یا څو ورځی مخکی له توافق اعلانشی، او که داسی ونشول، نو مقصر تاسو یاست او ملی خاینینو به قطار کی یاست

  5. ددی څخه معلومیږی چه دانتخاباتو کمیسون په خپلو انتخاباتی پریکړو کی خپلواک نه دی، او یا داجه ډیر بزدله دی، ښه به دا وای چه دانتخاباتو چارواکو ته لمړی زده کړه او تریننگ ورکړی شوی وای او وروسته انتخاباتی پروسی ته داخل شوی وای، ځکه دوی تر اوسه دانتخاپاتو دخپلواکی او نه خپلواکی په معنی نه پوهیږی.

    دانتخاباتو دکمیسون لند تعریف:
    دانتخاباتو کمیسون په تمامه معنی خپلواک، ازاد اودانتخاباتو دهری پریکری تصمیم، قدرت اواعلان په واک کی لری اوغیر دخدای حخه نو ر به دهیچا حخه نه داریږی ،
    مگر دافغانستان دانتخاباتو په کمیسون کی پورته وړتیا پیدا نشوه او نه ددغه وړتیا جرات لری.

    دانتخاباتو دنتیجی داعلان وخت پوره شوی دی مگر دوی دغه اعلان نشی کولای، دا ولی؟ داځکه دوی دانتخاباتو په معنی اومفهوم نه پوهیزی، دا ولی؟ داځکه دوی دانتخاباتو حخه مخکی ترینیگ شوی نه وه، دا ولی؟ داځکه دوی په انتخاباتو کی هم مصلحت کوی او داسی نور……..

  6. دعوا جلاب رشوت ورکوونکي مُدعي خپل مُدعي علیه ته وروسته له جوړ جاړي وویل چې : لومړی لاسلیک راته وکړه ، بیا به سند سره ولیکو . مُدعي علیه هم په قهقهه خندا دا معامله ور سره ومنله . اوس هم د کېري او شمالي ټلوالې فورمول تطبیق شو . هغه هم داسې چې رأیې به د کرایي شوي انتخاباتي کمېسیون له خوا (۵۰+۵۰)اعلان شي . واک به په خپلوکې سم په نیمه سره ووېشي . خدای خبر چې د افغاني موږکانو تر مینځ د امریکایي پیشوګۍ دا وېش به تر کومه دوام سره وکړي . خو معلومه نه ده چې موږکان به خپل سرونه په کې وخوري او پیشو ګۍ به خپله ګېډه ور باندې ډکه کړي ، او که به د پیشو ګۍ په غاړه کې ګونګړی ور واچول شي ؟ څه چل به وشي ؟ زه چې ګورم دا د بې وسه او بزدلو کورنیو او سیمه ییزو موږکانو کار نه دي . داسې ښکاري چې غربي پیشوګۍ به د افغانستان او سیمې ټول موږکان سره له کورنیو زېرمو وخوري او بیا به د خپلې تغذیې له پاره نورو سیمو ته کډه ترې وکړي .افغانستان او سیمه به همداسې سوړې سوړې پردیو مارانو ، لړمانو او نورو موزي حشراتو او ځناورو ته تر شا پرېږدي . هو ! د غربي پیشوګۍ پلان همدغه دﺉ .

  7. داٹول واکونه دامریکا دی که دانتخاباتو کمیسون دی که کرزی او اشرف غنی اوعبدلله دی ده دوئ شخصی گٹی دی په کی دافغانستان دخلکو رائو گٹو ته نه پکی کتل کیژی عوام هسی له انطظاره په بدن کی وینی وچوی.دموژ افغانانق لپاره بلکی دٹولی نڑی مسلمانانو لپاره الله او دهغه رسول ص کافی ده چه کله الله ج دموژ توبه کبوله اوصلا کڑی بیابه اول له امریکا بیا له ملکی خائنانو سره گورو الله دی په خپله توفیق راکڑی چه خپلواکی راولوپه گران هیواد افغانستان کی. ومنالله توفیق

ځواب ورکول arsala safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *