تاند- سره له دې چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کمپاین څارونکي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ځیني غړي او د انتخاباتو د ورځې نظرپوښتنې ښيي چې ښاغلي احمدزي تر پنځوس فیصده زیاتې رایې ترلاسه کړي او دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا نشته خو ځیني راپورونه وايي چې افغانان ممکن بیا هم د رایو مرکزونو ته لاړ شي.

ایم ایس این بي سي تلویزیون بې له دې چې د دوو مخکښو کاندیدانو د رایو د شمېر یا فیصدي یادونه وکړي د دوهم ځلي انتخاباتو د احتمال یادونه کړې ده.

د دغه تلویزیون په وینا له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وروسته درېم کاندید زلمی رسول خورا لږې رایې ګټلې دي.

الجزیرې تلویزیون په کابل کې د خپل خبریال له قوله ویلي چې د پلازمېنې په ځینو سیمو (خیرخانه مېنه) کې عبدالله عبدالله تر ټولو وړاندې دی.

د دغه تلویزیون د خبریال په باور ښايي انتخابات دوهم پړاو ته وغځېږي ځکه چې هیڅ کاندید به تر پنځوس فیصدو زیاتې رایې ترلاسه نه کړای شي.

خو په همدې منځ کې یوې بلې لوېدیځې خبري سرچینې (PRNewswire) ادعا کړې چې ډاکتر اشرف غني احمدزي په سلو کې ۶۲ رایې ګټلي دي.

پي آر نیوز وايي چې (Cetena Group) د افغانستان د انتخاباتو په اړه په یوه شننه کې دا نتیجه ترلاسه کړې چې اشرف غني احمدزي په دې ټاکنو کې ۶۲ فیصده رایې ترلاسه کړي دي.

دې ګروپ ویلي چې دا نتیجه یې د یو ملیون شمېرل شویو رایو پراساس کړې ده. ستینا ګروپ وايي چې په مجموع کې په سلو کې ۶۲ افغانانو اشرف غني احمدزي ته رایې ورکړي دي.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین نژدې سرچینې وايي چې په شمېرل شویو رایو کې یې ۵۸ فیصده ګټلي دي.

فغقفق
سیتنا

د ډاکتر احمدزي د رسمي ویبپاڼې د راپور له مخې ښاغلي احمدزي یو ملیون ۳۰ زره ۲۶۵ رایې ګټلي. له ده وروسته عبدالله عبدالله ته ۵ لکه ۴۴ زره ۵۴۸ رایې ورکړای شوي دي.

د پاتې ۶ کاندیدانو رایې تر ۳ لکو لږې دي.

2 thoughts on “د انتخاباتو د پایلو په اړه ضد ونقیض ادعاوې”
  1. دا دملت پريکړه ده چې ډاکتر صاحب اشرف غني به خپل ملي مشر او رهبر کړي دا خو معلومه خبره ده چې ډاکتر صاحب دملت په سر له چا سره جوړ جاړى نه کوي هغه دافغانستان دولس ارادې ته درناوى لري ، ځکه نو که اتخابات دويم پړاو ته هم لاړ شي دا کتر اشرف غني يې ګټي
    دا وطن غني غواړو مونږاشرف غني غواړو

  2. نن دافغانستان ولس پوه شوى دى ، زه دافغانستان له ټولو ملي او نړيوالو رسنيو مننه کوم چې د دافغانستان دولس دذهنونو په روښانولو کې يې ډېر کار کړى دى – رسنۍ دولس سترګې دي زه ترې مننه کوم او ديو افغان په حيث يې ستايم او ټولو ته کورودا نى وايم _ همدا ډول له ملې پوليسو ، پوځ او ملي امنيت څخه هم مننه کوم چې دجنګسالارانو ،غلو ، قاتلينو او لاره وهونکو غلو مخه يې په کلکه سره ونيوله دا ملت دخپل پوځ پوليسو او ملي امنيتي ځواکونو تر شاه ولاړ دى اودا امنيتي ارګانونه ددې ولس افتخار دىافتخار دى او دا ولس پرې وياړي_ مونږ له راتلونکي ولسمشره دا غواړو چې زمونږ پوځ اپوليس او امنيتي ارګانونه دې ووياړل شي_____(((داوطن غني غواړو مونږ اشرف غني(((           

  3. نن دافغانستان ولس پوه شوى دى ، زه دافغانستان له ټولو ملي او نړيوالو رسنيو مننه کوم چې د دافغانستان دولس دذهنونو په روښانولو کې يې ډېر کار کړى دى – رسنۍ دولس سترګې دي زه ترې مننه کوم او ديو افغان په حيث يې ستايم او ټولو ته کورودا نى وايم _ همدا ډول له ملې پوليسو ، پوځ او ملي امنيت څخه هم مننه کوم چې دجنګسالارانو ،غلو ، قاتلينو او لاره وهونکو غلو مخه يې په کلکه سره ونيوله دا ملت دخپل پوځ پوليسو او ملي امنيتي ځواکونو تر شاه ولاړ دى اودا امنيتي ارګانونه ددې ولس افتخار دىافتخار دى او دا ولس پرې وياړي_ مونږ له راتلونکي ولسمشره دا غواړو چې زمونږ پوځ اپوليس او امنيتي ارګانونه دې ووياړل شي___داوطن غني غواړو مونږ اشرف غني           

  4. Dear Brothers,
    Please don’t get confuse. No one knows who the winner is; We need to wait for the election committee to announce the winner.

ځواب ورکول ملت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *