تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې په یو شمېر ولایتونو کې به ګڼ شمېر رایبکسونه قرنطین کړي ځکه چې پراخه درغلي پکې شوې ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د بلخ مسوول عزت ارمان نن /سې شنبه/ وویل چې بلخ یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پراخه درغلي پکې شوې او ښايي د ولایتي شورا او ولسمشرۍ ګڼ رایبکسونه یې د دې لپاره باطل او قرنطین شي چې جګړه مارو پکې مداخله کړې ده.

د ده په وینا په بلخ کې د رای ورکولو په بهیر کې جګړه مارو لاسوهنه کړې ده.

د ښاغلي ارمان په وینا د رای بکسونو د قرنطین کولو بهیر له تېرو څو ورځو په بلخ ولایت کې د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو له لوري راهیسي روان دی.

ارمان وویل چې د انتخاباتو په ترڅ کې د رای ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې د ده دفتر ته په رسېدلو راپورونو کې د درغلیو او سرغړونو مثالونه وړاندې شوي دي.

په بلخ ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر همداراز وویل:«په راپورونو کې ښودل شوي چې د رای ورکولو په ځینو مرکزونو کې د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي مجبوره کړای شوي چې بکسونه له جعلي رایو ډک کړي. دې مسلې زه اړ ایستم چې په کابل کې له خپل مرکزي دفتره وغواړم چې د بلخ ولایت د ۱۷ محلاتو رایبکسونه قرنطین کړي.»

2 thoughts on “د انتخاباتو د کمیسیون یو چارواکی وايي، په بلخ ولایت کې پراخه درغلي شوې”
  1. ټاکنو دهیواد سیاسی اقتصادی او نظامی فضا خړه کړی ده ، ملت په ډیره مردانګۍ خپله رایه وکاروله منطقی او نړی ته یی یو څرګند پیغام واستوو چه له جګړی نفرت لری او یو منتخب حکومت کولی شی هیواد کی اداره جوړه کړی .
    اوس به وګورو چه زموږ سیاسیون ، حاکم واکداران څمره خپل مسولیت ته متوجه دی ، دهیواد ملی ګټو او بهیدلو وینو ته څمره متعهد او وفادار دی ، او که همغه یو متل دی وایی ، یو دلوږی مړ کیدلو بل یی دسر لاندی پراټی لټولی.
    – دملت انتقام ، قضاوت ،فیصله او سپورټ یوازی د خپل وټ په کارولو سره په ډموکراټیکه توګه بسنه کوی او هغه تر سره شوه ، که سمه شمیرنه وشی هرچا که وګټله مبارک دی شی او دبری دوعا ور ته کول پکار دی .
    – بی مسولیته خبری اوتی بوتی لکه اوریا چه وکړی هیواد ستونزی په لور کش کوی ، دنورو خولی سپړی او سوالونه کوی ، چه د الله بی مسولیته بنده ته څنګه جرءت کوی چه بل ټیم ته غیری ډموکراټیک او غیری نماینده تورونه لګوی ، تاسی بیا کله د ډموکراسی مدافیعین پاته شوی یاست ؟ تر اوسه لاسونه مو په وینو سره دی ، دکابل ۶۵ زره بی ګناه اوسیدونکی لا خاوری شوی ندی .
    داسی اظهارات هیواد ستونزو ته کش کوی ، بیا مو خیر نشته .
    – باید ټول مسول کسان یو سوچ او فکر له ځانه سره وکړی چه دملت فیصله دمنلو وړ ده او بس دی ، دقانون حاکیمیت ته لار هواره شی . پداسی شکل یو هیواد هم تر ډیره د نړۍ په نقشه نشی پاتی کیدلی چه دقانون په ځای دی لنډغر ،نا اهله جنګ سلاران د ټوپک په زور واک چلوی.

ځواب ورکول Mossen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *