تاند- د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب وايي چې کابل ته یې یو پلاوی استولی چې له افغان چارواکو او بهرنیانو سره د راتلونکو انتخاباتو او د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه خبرې وکړي.

د حزب اسلامي سرچینې وايي، د دغه ګوند استازو د کابل په سفر کې د افغانستان د حکومت له یو شمېر چارواکو او ځینو دېره بهرنیانو سره کتلي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په شمول یې په بېلابېلو مسلو خبرې کړي دي.

د حزب د سرچینو په وینا د دوی استازو په دې کتنو کې د جګړې د پای ته رسېدو، بین الافغاني خبرواترو او د بهرنیو پوځیانو د بشپړې وتنې په اړه هم خبرې کړي دي.

سرچینو د حزب د استازو د نومونه په اړه څه ونه ویل خو په دې یې ټینګار وکړ چې دوی افغان او بهرنیو چارواکو ته په زغرده وویل، تر څو چې بهرني پوځیان په افغانستان کې موجود وي، نه ستونزې حل کېږي او نه شفاف انتخابات کېدای شي.

دا په داسي حال کې ده چې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو انتخابات د راتلونکي لمریز کال د حمل په میاشت کې، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال له مې سره برابرېږي، ترسره کېږي خو له افغانستانه د ناټو محارب پوځیان د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په یودېرشمه وځي.

د حزب سرچینو کابل ته د خپل پلاوي د سفر د دقیقې نېټې او د هغو چارواکو د نومونو په اړه څه نه دي ویلي چې دوی ورسره کتلي دي.

سرچینو دا هم نه دي ویلي چې د حکمتیار د حزب اسلامي د پلاوي د غوښتنو په وړاندې د افغان او بهرنیو چارواکو ځواب څه و.

د حزب اسلامي مرستیال قطب الدین هال د مسقل کاندید په توګه ځان د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړی دی. د دغه ګوند د یوې څانګې، چې د مالیې اوسنی وزیر عبدالهادي ارغندیوال یې مشري کوي، خپل یو مهم غړی انجنیر محمد خان د عبد الله عبدالله د لومړي مرستیال په توګه کاندید کړی دی.

د دغه ګوند ګڼ نور مهم غړي په اوسني حکومت کې له وزارته رانیولې تر ولایت او ولسوال پوري مختلف مسوولیتونه په غاړه لري.

12 thoughts on “د انتخاباتو په اړه له افغان او بهرنیو چارواکو سره د حکمتیار د استازو خبرې”
  1. دګلبدین صیب ټوله کړنه یی په وړاندیزونو اومخالفتونو ختمیږی.دۍ اصلآخپل ځان ولس ته ورپیادوی۰بهرنیوته د اشغالګرخطاب اودولتی مامورینوته دلاسپوځی او جاسوس په نامه یادوی۰حیرانی داده څه همدا فاسد دولت اکثرآ دهمدې حزبیانولخوا اکمالات،اجرآت کیږی۰او دوه نورویی عبدالله او ناتو ته اتڼ کوی۰تعجب دی.

  2. حزب اسلامی ډیر پیچلی سیاست پر مخ وړی زموږ او تاسو سر نه ورسره خلاصیږی خو دا خبره واضح ده چی که حزب له حکومت

    کولو لیری ساتل کیږی نورو لپاره هم د هوسي شیدی دی هغه خلک چی په افغانستان کی د باثباته نظام غوښتونکی دی باید حزب د یو ستر

    واقعت په توګه و منی

  3. د حزب استازي چي كابل ته راجي، ددوي د سفر موخي اكثره له رسنيو پتي پاتي كيزي دا جل هم مالوميزي، چي دوي د خپل سفر هدف په داگه نه كري.خو هغه سه چي مالوم دي هغه په راتلونكو تاكنو كي د خپل گوند د موقف ساتل دي په راتلونكي مشورتي جرگه كي د خپلو غرو د پراخ گدون لپاره زمينه مساعدول ترسو د اي ايس اي غوشتني پكي منعكسي كري، له بلي خوا غواري ولس وشايي چي مونز په سياسي جنگي او نورو تولو دگرونو كي فعال يو

  4. ګلبدين هسي په خوله وايي چې بهرني پوځیان په افغانستان کې موجود وي، نه ستونزې حل کېږي او نه شفاف انتخابات کېدای شي او بايد ووځي . خو ځان ته نه ګوري چي د چا ډول ته نڅا کوي. دا بهرني پوځيان چي راغلي دي او دومره پيسي يي لګولي دا د پخوا نه په پلان راروان دي او دا به هډي هم اخلي نو ته بيا پخواني خوبونه مه وينه . مونږ بهرنيانو ته خوشحاله نه يو خو کيدي شي چي د افغانستان په ګټه وي او دا هم درته وايم چي هډي واخلي نو بيابه ليډران هم د منځه وړي نو کيدي شي ستاسو وړل هم د افغانستان په ګټه وي

  5. د اسلامی حزب د کورنی سیاست برخه دا یو امتیاز لری چی خپلو افغانانو ته د افغان په سترګه ګوری او د مذاکری دروازی نه بندوی. په ملی مسایلو کی باید ټولی خواوی خپل نظر څرګند کړی او توافق په اکثریت او یا ملی اجماع باندی باید وی. په جګړه کی مونږ خپل زامن له لاسه ورکوو او خپل هیواد نور هم ورانوو. په مذاکراتو کی د مقابل لوری نظر اوریدل کیږی او ممکن د قناعت وړ وګرځی. سرتمبګی او لجاجت د جاهلانو کار دی. هغوی چی خپلو ته به بد نظر ګوری او یا یی سپکاوی کوی لکه لوخه سر یی په اوبو کی وی.

  6. Pa dari ke matal dai wayee azmoda ra azmodan khatast… Hezb islami de shamali walo de lochakai de nangawane lepara kha dai kho nor de doi khole na ham de ISI boi razee- khodai khabar che bya ba rockets de kabul pa kooma seema toghawee

  7. نظریاتوپه پام سره اوټولوته په احترم سره. اسلامی حزب دګلبدین ترمشری لاندی واقعاهیڅوک په دی نه پوهیږی چی څه نظرلری دملک اواسلام لپاره څه پروګرام لری داهيچاته ندی معلوم، مونږنه پوهیږوچی ګلبدین څه قسم اسلامی نظام ددی ملک لپاره غواړی، هغه اسلامی نظام اوهغه انتخابات چی دی غواړی دتاریخ په کوم پړاوکی مثال تیرشوی. قدرت ته درسیدولپاره هره لاره حلاله اوروابولی، دمرتدمزاری سره ایتلاف، دګیلم جم دوستم سره ایتلاف دبیګناه خلکووژل، دعامه اودولتی شتمنیوویجاړه ول ، چوروحشت اوچپاول روابلل داټول دګلبدین اشعاراوموخی دی ، خونه پوهیږوچی داداسلام دښمن اوملی خاین نورددی ملک نه اوددی مظلوموخلکونه څه غواړی. اوخدای خبرچی داسی منهوسی اومتنفری څیری به ترڅوپه دی ملک وی اوددی ملک دخلکودبدبختی غوښتونکی به وی. نن که خارجیان یهوداونصاری په دی ملک دی یوغټ علت ګلبدین اوملاعمردی که چیری دوی اودافغانستان دجهاد نور ټیکه داران په یوه دسترخوان راټول شوی وای ولی به نن زمونږپه کورونوکی داسره کفارګرځیدل. خوبیا هم افسوس دهغه خلکوپه حال دی چی زمونږپه ملک دیرش کاله انقلاب تیرشوخودوی لاتراوسه نه ګلبیدین وپیژانده اونه دهغی په اهدافوباندی پوی شواواوس هم دګلبیدین اودهغی دډلګی نظریات دافغانستان لپاره جوړه ونکی بولی.

  8. باید ووایم چی افسوس دهغه چا په حال چی حان ته مسلمان وای خو کرنلاری د کفارو تاییدوی حان ته سیاست مدار وایی خو داسی الفاظ دیو مسلمان مجاهد په هکله استعمالوی چی که شعور ولری عقل خو لا حه کوی هم په خوله نه ورزی اما دا واضیح ده چی دوی داسلامی حزب حقانیت منی اما بیچاره گان ملامت ندی دا هغه کسان دی چی یا دکمونیزم بقایا دی یا دامریکایانو مزدوران دی دافسوس خبره داده چی دافغانستان
    ید جهاد ستون فقرات اسلامی حزب ایشی قربانی یی ورکریدی لاورکوی
    خو حینی بی شخصیته او خرح شوی شخصیتونه دحزب اسلامی نظر دافغانستان دسر نوشت په هکله نه شی زغملی
    دمونژ دا عقیده ده چی یوه ورز به اسلامی نظام رازی او دشهیدانو ارمان به پوره کیژی او دا نظام به دهغه چا په واسیطه رازی چی اوس .هم دعقاب په شان لور پروازونه کوی شپه او ورز یی دالله په لار کی لا لهانده دی

  9. اوس خلک په دې پوه شوي چې حزبيان څوک دي ؟ او هدف يي څه دی د افغانستان خلک به هيڅکله د چا په پچو خبرو باور ونکړي او نه بيا د داسې خلکو ملاتړ وکړي حزبي مشران اوس څوک دي اوس؟ خو هر څوک دحزب مشر دی او په څو ډلو ويشل شوي افغانان يي هم حيران کړي دي
    دا خبرې بې معنا دي او څو ورخې وروسته به د یوې ډلې له لوري رد شي

  10. باید ووایم چی عبدالهادی ارغندیوال داقتصاد وزیر دی نه دمالیی بل داچی دابعضی کسان دحقیقت نه لری خبری لیکی هم خپل وخت ضایع کوی اوهم دبل او داهغه کسان دی چی د اصلی مسلمان خبری خو څه کوی چی دالله ج دا لمریی هم په سوچه مجاهد اومسلمان نه لوریږی او کچیری الهی روزی ددی کسانو په لاس شی نو بالکل به یی په ډیرو مخلصو اوخدای پرستو مجاهدینو قطع کری زه دی کسانو ته وایم چی دلوی الله ج او دقیامت د ورځی نه وډارشی دزره داخلاصه او په صدق سره توبه وباسی او الله ج ته راجع شی په مسلمانانو خصوصا په مجاهدینو پسی دبیځایه تبلیغاتونه ډډه وکری که یی ملاتر نه کوی تخریبوی خویی مه او عموما دارنګه خبری هغه کسان لیکی چی یا خو دکمونستانو اولادونه دی اویا هغه کسان دی چی ددغه یهودواونصاراوو په موجودیت کی خپله بقا ګوری اوکچیری دغه یهودواونصارا دافغانستان څخه وزی نو ددوی دزرونو نه به الله ج خبر وی چی څومره به وارخطا وی بل دی بعضوکسانو لیکلی چی تر اوسه پوری تاسی حزب اسلامی نه پیژنی او څه یی ونه کرل…….. دی ته وایم چی حزب اسلامی پدی دوه تیرشویو جهادونو کی امتحان ورکری دی چی اول الله ج او بیا ټول ولس ته معلومه شوی چی زه فکر کوم هیچاته به انشاؤالله سوال پیدانشی نو دغه په غرض اومرض اخته کسان باید ددی ډول زهرجنوتبلیغاتونه لاس واخلی.
    په آخرکی هیله کوم چی څوک رانه خپه نشی.

  11. زه تاسی ټولو دوستانو ته صرف دومره وایم چه دالله ج نه باید وډارشوو نور بس دی هره خوا صرف او صرف مسلمان اوپشتون
    وژل کیزی ګرانو نن فقر سره پشتون مخ دی د بیسواددی سرپشتون مخ دی د تعلیم او سیواد نه پاتی شوو به ۳۴ ولایاتو کی صرف او صرف د پشتون به ولایاتو کی جنګ دی د الله لپاره فیصله او سره یو شی چه نور هم خرابیګی تاسی او ګوری هغه کسان چه پخوابه یی تشنابونه پاکول اوس ماستریانی لری بنګلی او کورنه لری شه ژوند لری زمونژ بد بخته پشتانه د یو اوبل پسی تول عمر مو به همدی کی تیر شو ده دی نه چه نه جوریګی ولا بیا به د دی ساعت ارمان هم کوی خدای دی وکری چه چوک خفه نشی

ځواب ورکول Faisal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *