تاند- وروستي راپورونه وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په یوه ګودام کې د رایو د تفتیش په لړ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو د عبدالله د چاقوکشو څارونکو په برید کې د کمیسیون ۴ کارکوونکي ژوبل شوي دي.

حمله د مازدیکر په پنځه نیمې د عبدالله د څارونکو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو ترمنځ له لفظې دعوې وروسته بجې وشوه.

د عبدالله پلوي څارونکي له حملې وروسته له ګودامه تښتېدلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي روغتون ته وړل شوي دي او تر دې دمه د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نشته.

باوري راپورونه وايي چې د عبدالله پلویان وروسته له دې په غوسه شول چې د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکو له ګودامه د رایو یو صندوق د تفتیش او د هغه د رایو د بیا شمېرلو لپاره راووړ. د عبدالله پلویانو د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکو ته وویل چې ولي یې دا صندوق راوړی دی.

وروستي راپورونه د عبدالله عبدالله د پلویانو د ژوبلېدا ادعا بې اساسه بولي، وايي چې د عبدالله پلویان نه ژوبل شوي او نه هم پرې حمله شوې ده.د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام  انتخاباتي ټیم د نن ورځې په پېښه کې د خپلو کسانو هر ډول ښکېلتیا رد کړه ویې ویل چې دا لانجه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او عبدالله عبدالله د پلویانو ترمنځ شوې ده.

د دې شخړې د علت د معلومولو لپاره کمیسیون ته یو پلاوی تللی څو حقایق معلوم کړي. پلاوی همدا شېبه په کمیسیون کې دی او پلټنه یې پیل کړې ده.

لومړنی خبر

د انتخاباتو په کمیسیون کې د دوو کاندیدانو د څارونکو ترمنځ سخت جنګ شوی

تاند- د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیمونو د څارونکو ترمنځ سخته جګړه شوې او شاوخوا ۲۰ تنه پکې ټپیان شوي دي.

د دواړو انتخاباتي ټیمونو سرچینې پر مقابل لوري د حملې د پیلولو تور پوري کوي.

Election Processد اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه مشر داوود سلطانزوی، په جګړه کې د خپل ټیم د څارونکو لاس لرل رد کړل، ویې ویل چې د عبدالله څارونکو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو د چاقوګانو وارونه وکړل او۳ تنه یې سخت ټپیان کړل چې وروسته د انتخاباتو د کمیسیون د غړیو خپلوان د مظاهرې په شکل د کمیسیون شاوخوا راتاو شول.

خو د عبدالله پلویان وايي چې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم او د انتخاباتو د کمیسیون د مشر په لارښوونه د دوی پر څارونکو برید شوی او په نتیجه کې یې ۲۰ تنه څارونکي ژوبل شول چې د ۲ حال نازک دی.

د عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي فضل الرحمن اوریا هم تایید کړه چې د دوی ۲۰ څارونکي ژوبل شوي دي.

دا شخړه په داسي حال کې شوې چې د دواړو کاندیدانو ګډ کمیسیون د ملي وحدت د حکومت په اړه په خپلو خبرو کې د پرمختګ خبره کوي او وايي چې له یوې مسلې پرته پر ټولو مسایلو جوړجاړي ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د کرزي د حکومت د امنیتي چارواکو له لوري د یوې کودتا د احتمال اټکل کړی دی.

داسي ښکاري چې د انتخاباتو بایلونکی د انتخاباتي جنجال دوام او کودتا د ځان په ګټه ګڼي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ممکن کودتايي حکومت د یوې کمېټې له لوري اداره شي.

0 thoughts on “د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم څارونکي د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي په چاقوګانو وهلي”
  1. کابل ( پژواک، ۲۸ زمری ۹۳ ) : د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې د رایو دبیاشمیرلو پر مهال داصلاحاتو او همپالنې یوه غړي د کمیسیون پر کارکوونکو د چاقو په وسیله برید کړی او څو کسان یې ټپیان کړي دي.
    په کمیسیون کې یوې سرچینې د زمري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن مازیګر په شاوخوا پنځه نیمو بجو رامنځته شوې ده.
    سرچینې زیاته کړه، د رایو د بیا شمیرلو ددولسم په یوه صندوق کې د ډاکټر عبدالله ۲۲۵ رایه مشابه راووتلې، نو پر دې مهال د خالد په نامه داصلاحاتو او همپالنې د ډلې یوه غړي خالد پر هغه مزدور برید وکړ، چې یاد صندوق یې له ګودام څخه راوړی و.
    دغه سرچینه چې د پيښې عیني شاهد دی وایي، کله چې د کمیسیون نور مامورین راغلل، نو خالد پرې د چاقوګانو ګوزارنه وکړل چې له امله یې د کمیسیون څلور مامورین ټپيان شول.
    د سرچینې په وینا، کله چې پولیس راغلل،نو د اصلاحاتو او همپالنې یاد تن او نور غړي يې ځانونه ورک کړي وو.
    د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د مطبوعاتي ټیم یوه غړي فضل الرحمن اوریا پژواک خبري اژانس ته همدومره وویل چې دوی هم له پيښې خبر شوي دي، خو دا یې ونه ویل چې دا پيښه د چا لخوا او څه ډول رامنځته شوې ده.
    خو د ولسمشرۍ د بل کاندید ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ډلې د تخنیکي کمیسیون غړي محمد حلیم فدایي پژواک اژانس ته وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې ډله غواړي په لوی لاس دا پروسه مختله کړي.
    د هغه په وینا، د یادې ډلې مشران او مسوولین په کمیسییون کې خپل ځوانان ناظرین هڅوي چې ګډوډي رامنځته ، خلک وګواښي او دې کار سره حالات خراب کړي.
    ده زیاته کړه: (( نن د ۵۵ سلنه صندوقونو با شمیره او پلټنه بشپړه شوه، د اصلاحاتو ډله پویه شوې چې بایلونکي دي، نو دوی غواړي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې تر اغیز لاندې راولي او روانه پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.))
    د فدایي په وینا، ددوی رقیبه ډله په لوی لاس نړیوال ناظرین، د کمیسیون کارکوونکي او ددوی غړي وهي او ګواښنه ورته کوي.
    پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د کمیسیون نظر واخلي، خو هغه سره اړیکه ټینګه نه شوه.

  2. اعلاميه مطبوعاتي تيم تحول و تداوم
    با تأسف برخي از رسانه ها به اشتباه گزارش داده اند كه بر خورد فزيكي ايكه عصر امروز در كميسيون مستقل انتخابات رُخ داده ميان طرفداران دو تيم انتخاباتي بوده باشد. به همين لحاظ تيم تحول و تداوم رسما اعلام مينمايد كه منسوبان اين تيم به هيچ وجه در اين واقعه دخيل نبوده اند بلكه واقعه مذكور ميان برخي از منسوبان تيم إصلاحات و همگرايي و كاركنان كميسيون مستقل انتخابات رُخ داده است. تيم تحول و تداوم معتقد است پايان موفقانه روند بازرسي آرا مستلزم همكاري صميمانه ميان همه طرف هاي ذي دخل ميباشد و ما خود را جداً پابند اين أصل ميدانيم.
    با احترام
    دفتر مطبوعاتي
    تيم تحول و تداوم

  3. La Hawla ve la Qouwatte illa billah
    Salam
    La grano loastonko na ghwarram che d` A.Nafi` Hemat sahib ” na likaly khatera ” walvaly!
    Bilakhera ba d karzi bi aqila pachayi pa dasy lannddagharyano gaddwaddegy!

    Tting sha bachooo che nan mo waar dey!

  4. که دمسجد دملا امام جامی هم واغوندی بیا هم منافق یی دمنافق همدا کړه وړه وی .

    تباه او بر باد دوی هغه څوک چه خنډونه اومشکلات جوړوی ملت ډیر ډیر بی قیرته شو منافقت ګوری او چپ دی

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *