تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د پنجشنبې پر ځای د شنبې په ورځ د ټولو رایو ابتدايي پایلې اعلانوي.
ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ /ثور۴مه/ ابتدايي پایلې اعلان کړي خو کمیسیون په ناڅرګند علت د رایو اعلان د شنبې ورځې ته، چې د ثور شپږمه نېټه ده، ځنډولی دی.
تاند ته د رسېدلو راپورونو پراساس که د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوې وای د ښاغلیو عبدالله او اشرف غني د رایو د فیصدي توپیر به د پخوا په پرتله خورا لږ و.
اشرف غني احمدزي د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غوښتنه کړې ده چې ابتدايي پایلې تر هغو خپرې نه کړي چې کوټه یا جعلي رایې ورڅخه پاکې شوي نه وي.
که د شنبې په ورځ د جعلي رایو له تصفیې وروسته ابتدايي پایلې اعلان شي، ډېر احتمال شته چې د اشرف غني احمدزي رایې تر عبدالله زیاتې شي.
د تاند د معلوماتو له مخې که د اشرف غني احمدزي رایې زیاتې هم شي دوهم پړاو ته به د انتخاباتو د تلو مخه ونه نیول شي.
په عین حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینو تاند ته وویل چې د پنجشنبې په ورذځ به د یو شمېر نورو رایو (قسمي) پایلې اعلان کړي. سرچینې ونه ویل چې د څومره رایو نتیجه به اعلان کړي خو تاکید یې وکاوه چې د ټولو رایو ابتدايي نتیجه به د شنبې په ورځ اعلان شي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سر له اوسه د دوهم ځلي انتخاباتو لپاره په تیاري غور کوي. همداراز د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیمونو د دوهم پړاو لپاره تیاری او خبرې پیل کړي دي.
ویل شوي چې د دوهم پړاو انتخاباتو د مخنیوي لپاره د ارګ هلوځلو نتیجه نه ده ورکړې.
د افغانستان ولسمشر او لوېدیځو چارواکو ویلي چې تر دوهم ځلي انتخاباتو ښه دا ده چې جوړ جاوړدی وشي څو له یوې خوا امنیتي ستونزې رامنځته نه شي او له بلې خوا د پیسو د مصرف مخه ونیول شي.
اشرف غني احمدزي خپلو پلویانو ته ویلي چې جوړجاړی به ونه کړي. عبدالله عبدالله هم ویلي چې دوهم پړاو ته چمتو دی.
درغلی خو درغلی …. داسی درغلی…. څو ورځی مخکی یو څه میلمانه د هلمند ولایت د یوی ناامنه ولسوالی څخه راغلی وی نو د انتخاباتو کښی د درغلی په اړه می پوښتنه ځنی وکړه نو راته په خندا شو او ویی ویل چی زمونږ کور د ولسوالی د بازار څخه دباندی یوه انتخاباتی مرکز ته ورنږدی دی تر غرمی پوری یاران انتظار ول چی څوک به راسی او رایه به استعمال کی خو څوک رانغله نو یاران شروع په وکړه.
ډیر په خوند یی دا کیسه راته کوله او ماته افسوس ودریدی چی افغانان په تیره بیا پښتانه څومره بی فهمه او درک څخه لیری پاته شوی دی او خپل د شر کیسه داسی په خوند راته کوی.
یا الله ته رحم وکړی دغوايي له ۳ دریم غوبل مو وساتی : هسی هم افعانان د غوایی میاشت ته دکرکی او نفرت په سترګه ګوری . افعانانو باندی دی میاشت دوه وحشی او وطنفروشه غبلونه شوی دی ، په میلونونو پکی شهیدان کونډی یتیمان بی وطنه او بی کفنه شوی دی ، ډیر دی میاشت دجاسوسانو غلامانو لنډغرو دمیاشتی په سترګه ګوری دغوایی ۷م او ۸م غوبل لا دیاده ندی وتلی .
– الله دی وکړی دټاکنو کمیسون او حاکمه اداره عادلانه قانونی فیصله وکړی حق حقدار ته ورسوی دا که هر څوک اوسی ، ګنی زما یره دیو جنایت کار مثلث ده یانی دغوایی ۸ ، ۷ ، ۶ . نور دی الله افعانان دوایی له غوبله وساتی
خلګ دټاکنونتایجوته زیاته تلوسه لري ولي دکمیسیون چلند دملت ددي تلوسي په اړه بي اغتنا معلومیږي ، داډول اجرآت اوځنډ غیر قانوني دی باید کمیسیون پدي برخه کي خپله مرزي ونه چلوي بلکه دهیواد نافذه قوانین په نطر کي ولري . دخپلي مرزی سره نتایج اعلانول دکمیسیون بي پریتوب له سوال سره مخامخ کوي . مننه
دويم ځلي انتخابات دافغانستان دخلکو په ګټه دي
دا بلکل یقیني خبره ده چې هر څوک د اشرف غنی قیادت غواړي خو زه چې ګورم خویندې خو څه کوی چې زمونږ نارینه وروڼه هم یواځې په خوله داشرف غني قیادت غواړي او عمل کې هیڅ هم نه کوي ، که چېرې هر ورور او خور خپله راي ورکړی واې نو یقینا دوهم پړاو ته انتخابات نه تلل. او اشرف غني (ملت) ګټله . خو زه چې څومره ګورم پښتانه یواځې په خبرو بسنه کوي . زما دخپلو ورڼواو خویندو څخه هیله ده چې د دوهم پړاو اتخاباتو لپاره تیاري ونیسي اوخپل کور، ګاونډ خلک وهڅوي اودوهم ځل انتخاباتولپاره ښه په جوش او خوروش سره رای ورکړي. مننه .