سید حفیظ الله هاشمي

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د مهالوېش د مسودې په برابرولو بوخت دی.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې لمریز کال د حمل په یودېرشمه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی سید حفیظ الله هاشمي نن /شنبه/ خبریالانو ته وویل، د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش به تر رسمي اعلان وړاندې د سلامشورې لپاره روانه اوونۍ د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون، سیاسي ګوندونو، څارونکو او نورو سره شریک کړل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولان وايي چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسي جرګې لپاره د ۳۲ ولایتونو په انتخاباتو کې نیمګړتیاوو ډېر څه ورزده کړي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به یې تکرار نه کړي.

له کندهار څخه رارسېدلي راپورونه وايي، سره له دې چې بیا هم په ډېرو ځایونو کې د سهار د ۷ بجو پر ځای د رای ورکولو مرکزونه د سهار په ۸ یا اته نیمې بجې پرانیستل شول، خو بیا هم د تېرې شنبې د انتخاباتو په پرتله د رای ورکولو په پروسه کې زیاتې ستونزې نه وې.

په لیستونو کې د رای ورکوونکو د نومونو موندل لا هم یوه جدي ستونزه وه چې په کندهار کې بیا تکرار شوه او کتونکي وايي، تر څو چې د رای ورکوونکو لیستونه کمپیوټري شوي نه وي، دا ستونزه نه شي حل کېدای.

د چارو کتونکي وايي، پکار ده چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې د الیکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ چټکه شي څو د تل لپاره د رای ورکوونکو د لیستونو له جوړولو، نوملیکنې، او د رای ورکولو په مهال له انتظارونو خلک خلاص شي.

One thought on “د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو مهالوېش جوړوي”
  1. یو وړاندیز:

    هر نفر ته د لست شماره ورکړل شي چې د هغه لست او شمارې په اساس رایه ورکوونکي خپل نومونه پیدا کړي او په ضمن کې د رایه ورکوونکي د رایه ورکولو قطار ، د رایی ورکولو ځای او که امکان ولري ساعت او وخت ورته ولیکل شي، دا کار به د انتخاباتو کارکوونکو او رایه ورکوونکو ستوهځې حل کړي.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *