تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اعلان وکړ چې د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان کړې چې پر اساس یې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو نه دی ترلاسه کړی او انتخابات دوهم پړاو ته تللي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس احمد یوسف نورستاني تر ټاکلي وخت یو ساعت وروسته د انتخاباتو پایلې اعلان کړې.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني وویل چې دوهم ځلي انتخابات به د جوزا په څلرویشتمه د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ کېږي.

نورستانی
نورستانی

ښاغلي نورستاني ومنله چې د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې نیمګړتیاوې وې خو دوی به هڅه وکړي چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې، چې د جوزا په ۲۴ کېږي، نیمګړتیاوې تکرار نه شي.

ده وویل، د دې لپاره چې یو شمېر اسناد او وسایل په راکټي برید کې سوځېدلي، ۵۸ ولسوالیو ته د هوا له لارې لوژیستیکي وسایل باید ورسېږي، د یو شمېر نورو کارکوونکو د روزلو او کاندیدانو ته کافي وخت ورکړای شي دوهم ځلي انتخابات د جوزا د ۷ پر ځای په ۲۴ نېټه کېږي.

یوسف نورستاني وویل چې عبدالله عبدالله ۴۵ فیصده رایې ترلاسه کړي. ورپسې اشرف غني احمدزي ۳۱ اعشاریه ۶ فیصده رایې ګټلي دي.

ده د زلمي رسول د رایو فیصدي ۱۱ اعشاریه ۴ او د عبدالرب رسول سیاف د رایو فیصدي ۷ اعشاریه صفر وبلله.

ورپسې د قطب الدین هلال(دوه اعشاریه۱)، ګل اغا شېرزي (یو اعشاریه۶)، داوود سلطانزوی(صفر اعشاریه ۵) او هدایت امین (صفر ��عشاریه۲) ارسلا نومونه دي.

2 thoughts on “دوهم ځلي انتخابات به د ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د جوزا په ۲۴مه کېږي”
  1. د ټولو وطن پالو افغانانو نه هیله کوم چه په راتلونکی ټاکنو کی د یو وطن دوست نوماند په ګټه ګډون وکړی

  2. دا معنی چه باطلورایوته دچا زور ونرسیده چه دپاکورایو نه یی جداکړی ؟

ځواب ورکول zahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *