تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش بهیر، چې ټاکل شوې وه نن /شنبه/ بیا پیل شي، یو وار بیا وځنډېد.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا وټاکل شوه چې د نن پر ځای له سبا /یکشنبې/ څخه د رایو تفتیش پیل شي.
د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې نن د دې لپاره د رایو د تفتیش بهیر پیل نه شو چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم څارونکي د رایو د تفتیش لپاره کمیسیون ته نه و ورغلي.
خو سرچینې وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي باور لري چې دا ستونزه به په ۲۴ ساعتونو کې حل شي.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړیو پرون ویلي وو چې دوی به د رایو تفتیش ته خپل څارونکي ونه لېږي ځکه چې د ملګروملتو له لوري د تفتیش د څرنګوالي په کړنلاره کې د دوی ځینې غوښتنې له پامه غورځول شوي دي.
د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم هم ویلي و چې د تفتیش په کړنلاره کې د دوی ځیني غوښتنې نه دي منل شوي خو له دې سره سره له دې کړنلارې سره موافقه کوي ځکه چې ملګروملتو چمتو کړې ده.
دا د جولای له اوولسمې را په دې خوا څلورم ځل دی چې د رایو د تفتیش بهیر ځنډول کېږي.
پرون د افغانستان ولسمشر ویندوی وویل چې حامد کرزي د امریکا، ملګروملتو او اروپايي اتحادیې استازو ته ویلي چې د رایو د تفتیش کار د روان اګست تر پایه باید پای ته ورسېږي او نور په دې پروسه کې ځنډ په هیڅ صورت نه شي منلی.
دوستانو ؟
نه بوهيرم جه وزارم او كه وخاندم .
ريس جمهور ، ملكري ملتونه ، أمريكا ، اتحاديه ارو با او ناتو واءي
نور به دي بروسه كي خند هيخ نه شي منلي
مكر نن أوله ورخ ده جه بيا خند به كي راغي
يا دي وواءي جه مونز دروغ ويلي او وايو أويا دي اعتراف وكري جه مونز دعبدالله طرفداران يو او يا زور مو به نه رسيزي اشرف غني او دافغانستان أطباع دي نه غولوي
بس دي دير وزويدو نور دزوريدو حبصله نه لرؤ
داجه ويلي سبا يكشنبه حتمي شروع كيزي اختر بت ميره نه دي سبا ،او همداسي بل ،سبا به هم معلومه شي
زه به جرءت سره وايم كوم جرءت هغه جرءت جه قانون أساسي راكري
دانتخاباتو مستقل رياست او دانتخاباتو دشكاياتو كميسون دي خانته اخلاقي ،قا نوني هغه جرءت او صلاحيت ،او قانوني استقلاليت جه دوي ته قانون أساسي او نورو مطروحه قوانينو او او دستور عملونو تاسي ته دركري بي له كو مه ترسه او بيمه أقدام وكري او تصميم ونيسي
به جهان دزمريالو دي دادوه كاره ءءءءء. يا به وخوري ككري يا به كأمر ان شي
كه تصميم نه شي نيولي لطفا ، لطفاء د دالري معاشا تو خخه تير شي خبله استعفا وراندي كري جه تاريخ در بأندي مثبت حساب وكري او كه نه وي دتاريخ مخ توري به وي
خفه نه شي حق مي ويلي
نورنو خلک زیات خسته شوی دی په دی ډيرو ځنډیدلوباندی دغه انتخاباتو خلک دربدره کړه موږ په اوسنی دولت په دوام خوشحاله یو
ګل
سلام
دخپلو نظرياتو تحميل دخلكو دارادى په ضد با ندى يوغيرديمكرتيك عمل دى موژ دخپلو نظرياتوحًخه داملت په واروار قربان كرى او اوس هـم كوشش كوو چى خپل نظر دملت دارادى مخالف په ملت تحميل كومتاسفانه موژ افغانان له ١٩٨٧ كال نه را په دي خوا ملت له خپلو نظرياتو نه قربان كرى او كووى موژ دوه ميلونه شهدان دخپلى آزادى په خاطرقربانى وكرى او داكفايت كوى.
مننه
ایا ّبه نوره نړی کی د رایو شمیرنه به د ډول وی لږ له هِغوی څخه درس واخلی اخر د خلکو سترګی دی جی راتلونی حکومت به د خلکوارمانومه دوا کړی نور عبدالله او دهغه نا ظرین پریږدی د هغوی سره د ملت غم نشته دهغوی د جوکی غم دی او هغه جا جی عبدالله ته رایی ورکړی دی په ایده کی د بیا داسی بد نه کوی- وسلام
De Entekhabato kamisoon ham sharam nalari che sok yee pa khowla pyaz ham na khowree no wali Estefagani na warkawee. khiar da lag Afghani ghairat ham kha da. ter so pori ba jaro aw ya khandoo bas da norr.