تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو تفتیش د سلګونو بهرنیو څارونکو او همداراز د ولسمشرۍ د مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي د استازو په حضور کې پیل شو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د عبدالله عبدالله په غوښتنه د ۲۴ ساعتونو په مخه د تفتیش له ځنډولو وروسته یې نن ۷ ساعته نور د رایو د تفتیش بهیر د ښاغلي عبدالله د څارونکو لپاره وځنډاوه خو داسي ښکاري چې د نوموړي څارونکي نه غواړي چې د رایو د تفتیش په پروسه کې ګډون وکړي.

د سیاسي چارو ماهر انجنیر فکور وايي چې د عبدالله عبدالله اساسي غوښتنه دا ده چې د رایو د پایلو تر څرګندېدو مخکې دې د واک او چوکیو د وېش په اړه رسمي موافقه وشي. خو ظاهراً د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي نورې غوښتنې مطرح کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني پرون ویلي و چې که تر سبا /نننۍ یکشنبه/ پوري د عبدالله عبدالله څارونکي حاضر نه شول دوی به د ښاغلي عبدالله د څارونکو په غیاب کې د رایو د تفتیش پروسه د نړیوالو څارونکو په وړاندې پیل کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې نن یې د د سهار د اوو بجو پر ځای د ماسپښین پر دوو بجو د رایو تفتیش رسماً پیل کړی دی.

د دوی په وینا د دې لپاره چې ۸ ملیونه او یو لک رایې ژر وڅېړل شي د هغو د تفتیش لپاره یې دوه شیفتونه جوړ کړي چې په هر یوه کې سل تنه غړیتوب لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور له عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې د تفتیش د څارنې لپاره خپل څارونکي ورولېږي.

ده دا هم وویل چې په سلو کې ۸۷ رایبکسونه د تفتیش او بیا شمېرلو لپاره کابل ته رسول شوي او پاتې نور به هم ژر پلازمېنې ته ورولېږدول شي.

0 thoughts on “د انتخاباتو کمیسیون وايي، د عبدالله د څارونکو په غیاب کې یې د رایو تفتیش رسماً پیل کړ”
  1. سلام وطنوالو
    دايو كاملًا درست تصميم ده چى ريس جمهـور كرزى دملگرو ملتوخاص استازى يانكوبيش اوداتخاباتو مستقل كمسيون په گده سره ونيوه او درايو شمريل يي پيل كرل عبدالله خودامنلى چى انتخابات يي نه دى گتلى نور ورسره حًوك كارنه لرى ملت ورته حًواب وركراو عبدالله او ملگرى يي بايد دملت حًواب ته لبيك و وايي هغه وختونه تيرشول چى دملت اراده باندى دجنگ مجريمينو به فتبال كاوه او رقص مرده نوم وركرى وه. او خپلى ميلى او چرچى پرى كولى اوس بايد دملت حًوابونو ته تيارى ونيسى. از بد بترش توبه مننه

  2. كا ملاء أصولي ،قانوني ،اوبه خاي تصميم دي مونز ددي تصميم خخه ملا تر كوو.

  3. باید پرون یی دا کار کړی وایی، ۴۰ میلیونه انسانان د ۴۰ جنګسالارانو به خاطر نه خوب لری او نه ارام لعنت پر خاینانو او جنګسالارانو

  4. یاره دی ګلمرجان خو ځان په شرمو وشرماوه نو دی به په کومو سترګو د ملت او یا خپلو انتخابی ټیم او ملګرو ته ګوری ، بس همدا یی لار ده او ځان به شاته باسی او د تیښتی لار به لټوی. سپی یا چرګ چی بګلیل شی د تیښتی لاری لټوی.

ځواب ورکول Shamshad Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *