تاند (پنچشنبه، د قوس ۲۱) د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي، په راتلونکو څو ساعتونو کې به د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي.

دوو سرچینو، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، حاضردمه د کمیسیون له یوه غړي پرته نور ټول په دې سلا دي چې د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شي.

د سرچینو په وینا د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم پلوی کمیشنر مولانا عبدالله اصرار کوي چې قسمي پایلې دې اعلان شي نه ابتدايي.

تر دې وړاندې نوموړي د قسمي پایلو له اعلان سره هم مخالفت کاوه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې منلې چې نن به ابتدايي پایلې اعلانوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ټینګار کوي چې ۳ لکه رایې دې باطلې شي او بیا دې ابتدايي پایلې اعلان شي خو د کمیسیون غړي وايي چې دوی پایلې اعلانوي وروسته دې کاندیدان د شکایت لپاره د شکایتونو کمیسیون ته مراجعه وکړي.

3 thoughts on “د انتخاباتو کمیسیون ښايي نن ابتدايي پایلې اعلان کړي”
  1. د انتخاباتو د کمیسیون رهبری باید د هغه معلوماتو په اساس چه تر وسه یی د خپلو تخنیکی وسایلو او ډیواسونو د لاری جمع او تحلیل کړی د خپلو مربوطه معیارونو او لایحو مطابق ملت ته بریالی ولسمشر اعلان او د هرکاندید د رایو فیصدی اعلان کړی ، ترڅو د ملت تشویش نور په مریضی بدل نه شی او د کمیسیون اعتبار نور مغشوش نه شی او په دی لار کی د ځنډ او محافظه کاری نه نور جدآ خودداری وکړی .
    کمیسیون د زورواک او جنګسالار کاندیدانوپه مقابل کی د قانون په چوکاټ کی د انتخاباتو نتایج په پوره قاطعیت اعلان کړی . په زور باندی د قدرت غوښتلو او قدرت ته د رسیدلووخت تیر شوی ، افغانستان اوس اسلامی جمهوری نظام لری ، په هره برخه کی قوانین موجود دی ، ملکی او امنیتی قوی نهادونه موجود دی . هر څوک چه کومه ګیله ولری باید د قانونی مسیرد لاری مخ ته ولاړ شی ، د سړکونو بندول، عامه ګټی او اقتصاد تر پښو لاندی کول ، بازار او مارکیټ مختل کول ، د مکتبونو او شفاخانو کار مختل کول ، عامه نظم او امنیت اخلالول د خپل حق دغوښتنی لار نه ده ، بلکه یو لوی ملی جرم دی چه عاملین اومحرکین یی سمدلاسه د قانون او عدالت منګولو ته وسپارل شی . همدا راز باید هغه کاندیدان چه په ولایاتو کی د بیاشمیرنی په مقابل کی خپل افرادم مؤظف کړی چه د کمیسیون دروازی په بدماشی سره بندی وساتی ، هدف یی دادی چه تاو تریخوالی او جنګ ته لمن ووهی او ناخبره یو تعداد غریب خلک د خپل چوکی د لاسته راوړلو د پاره د سون د موادو په شکل استعمال کړی ، باید د انتخاباتومستقل کمیسیون ددی ملی جرم دوسیی ترتیب اولوی څارنوالی ته د قانونی اجرآتو په خاطر وسپارل شی . ددوی تجربه په ماضی کی یوازی جنګ او ورانول ؤ ، نه جوړول . متآسفانه دوی یو هم د ریاست جمهوری د مقام وړتیا نه درلوده او نه یی لری ، ځکه په دوی کی عقلانیت او ملی عنصر ډیر ضعیف دی ، خودخواهی او شخصی ګټی ترهرملی او اسلامی ارزش ورته اولیت لری .

  2. د افغانستان د انتظاراتو کمیسیون ښايي نن، سبا، جمعه بعد، میاشت بعد او یا شاید څو کلونه بعد ابتدايي پایلې اعلان کړي.

  3. د کامیابی حکومتداری لپاره اول مشروعیت او دوهم قاطعیت حتمی ده. قانون باید د پولیسو او ملی اُردو په زور پلی شی او زورواکان باید ځارنوالۍ ته معرفی شی تر څو چه نورو ته عبرت شی.
    د انتخابتو نتیجه نه منم یعنی دا چه قانون نه منم!

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *