تاند – د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له ټاکلي وخت نه خواوشا ۷ کاله وروسته له فضل احمد معنوي څخه د دغه کمېسیون دوه قېمتي موټر بېرته ترلاسه کړل.
ویل کیږي چې، فضل احمد معنوي چې ۷ کاله وړاندې د انتخاباتو کمېسیون ریاست ته د احمد یوسف نورستاني په معرفي کېدلو سره له دندې ګوښه کړای شو د دغه ریاست مربوط دوه قېمتي موټر یې له ځان سره وتښتول.
فضل احمد معنوي یو لنډ کروزر او یو هایلکس موټر تښتولي ول.

که څه هم چې د انتخاباتو کمېسیون د ښاغلي نورستاني په وخت کې څو ځلې هڅه وکړه چې له معنوي نه یاد دولتي موټر ترلاسه کړي خو وایي چې هغه یې غوښتنې او مکتوبونه رد کړل.
د ښاغلي معنوي له خوا د موټرو په تښتولو بېلابېلو رسنیو لیکل وکړل خو معنوي سترګې شخې کړې او دې ته حاضر نه وو چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون موټر بېرته وروسپاري.
ویل کیږي چې فضل احمد معنوي د نظار شورا د وژل شوي جنجالي قوماندان احمدشاه مسعود او د هغه د ټلوالې سرسخت پلوي دی، او دغه ډله ځانونه په افغانستان کې د جهاد او مقاومت مدافعان ګڼي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي مفتش (سیګار) ادارې بېلابېل راپورونه ښیي چې د شمال ټلوالې زورواکو له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو او دولتي شتمنیو په لوټلو کې په پراخه کچه لاس لرلی دی.
که هرچا دا بد رسم جاری کړی وای نو مولوی صاحب معنوی یی باید مخنیوی یی کړی وای ځکه علما ورثة الانبیاء بلل شوی او نباید په غصب او نورو جاهلی تعصباتو کی ځان ملوث کړای وای ؛ او د انتخاباتو لپاره یی داسی بنسټ ایښی وای چی نااهل او په جاهلی تعصباتو ککړ خلک نه وای تیر شوی ، خو مع الاسف چه ډیر منفی او غیر ملی رول یی اداء کړ،نو نه پوهیږم چه له دین نه به کله کار اخلی یا تر آخره متاع قلیل ته ترجیح ورکوی؟
موټر به اوس کباړ شوی وی کیدای شی کوم بل نوی مدرک به یی تر لاسه کړی وی ،حال دا چه خدای رب العزت تر ټولو ښه اجر ورکوونکی دی.