تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د یو شمېر نورو رایو پایلې اعلان کړې چې بیا هم عبد الله عبدالله لومړی ځای لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ټولو اچول شویو رایو په سلو کې د نژدې پنځوسو ابتدايي پایلې ښيي چې عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴ فیصده او اشرف غني احمدزي ۳۳ اعشاریه ۲فیصده رایې ترلاسه کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په لومړیو لس فیصده اعلان شویو نتیجو کې د عبدالله عبدالله نژدې په سلو کې ۴۲ او اشرف غني احمدي په سلو کې ۳۸ رایې ترلاسه کړې وې.

زلمي رسول په ټولو ۵۰ فیصده اعلان شویو رایو کې ۱۰ اعشاریه ۴ او عبدالرب رسول سیاف ۷ فیصده خپلې کړي دي.

قطب الدین هلال ۲ اعشاریه ۷، ګل اغا شېرزي ۱ اعشاریه ۶ رایې ترلاسه کړي دي.

د عبدالله عبدالله ټولې رایې تر یو ملیون او پنځه لکه دېرش زرو اوړي (۱۵۳۶۱۳۳)، د اشرف غني احمدزي رایې هم تر یو ملیون او یو لک اوړي (۱۱۴۶۲۵۱) خو د زلمي رسول رایې څه باندې ۳ نیم لکو ته رسېږي.

9 thoughts on “د انتخاباتو یو شمېر نورې پایلې اعلان شوې- بیا هم عبدالله عبدالله مخکې دی”
  1. اشرف غنی ته ووایه ملت منتظر ده چی څه وکړو عمل پکار ده کږه خوله په سوک سمیږی

  2. وايي بختور کال د پسرلي څخه ېې معلوميږي ، دې کمیسیون له اوله چې خبر شو معنوی دوه د کمیسیون کارونکو ته مشورې ورکوی خپل طرف معلوم کړيدئ

  3. دیره د افسوس خبره ده په کابل کی هعه لورپوری ناست پشتانه پشتو ،پشتونوالی عیرت، عزت هر چه یی بیللی دی یوازی د زان خیر او چوکی عواری.شرم په کار دی ددی پتو داسیسو .

  4. ټولو دوستا نو ته سلامونه
    خدای دی دی وکړی چی د نن ورځی په اعلان شویورایوباندی چورت خراب نه کړی دا دښاغلی کرزی او هم د یو شمیر نورو دولتی او نیمه دولتی ادارو غوښتنی دی تر څو ډاکتر صاحب اشرف غنی دجوړجاړی لپاره اړ کړی خو دهغو افغانانو هیلی باید ونه رژیږی چا چی داکتر صاحب ته رایه ورکړی او هیڅ ډول جوړ راتلو ته حاضر نه ی

    هسی هم بری د غنی خیلو دی

  5. د افغانستان په خلکو هم د افریقا د یوه کوچنی هیواد هغه کیسه تیریږی چی ویل کیږی:
    کوم افریقایی پاچا خپل ولس ته وویل چی سبا د خپل هیواد د ملی ورځی لپاره هر هیواد وال مکلف دی چی له ځان سره یو منګوټی شراب راوړی. سبا چی هر سړی راته یو منګوټی مایعات یی په هغه لوی ظرف کی چی د شاهی ماڼۍ تر څنګ ایښودل شوی وو ، تویول. ټولو خپله دنده تر سره کړه او په پای کی پاچا هم یومنګوټی مایع په دی لوی ظرف کی تش کړل او بیا یی د شرابو له ظرف نه په هغی څمڅی چی هلته ایښودل شوی وه له ظرف نه یوه څمڅه شراب را واخیسته او ویی څښل. پاچا ولیدل چی شراب نه بلکه خالصه اوبه دی. دی ډیر په قهر شو او ولس ته یی وویل چی دا ولی. وزیرانو وویل چی ټول ولس شراب راوړی مونږ به اوبه پګی واچوو او هغه به نه معلومیږی او په همدی ترتیب هریوه همدا عذر وړاندی کړ اوپه پای کی پاچا هم همدا خبره وکړه چی پدی حساب ټولو یو شان فکر کړی وو او د ټولو ګناه یو شان وه.
    زمونږ په ولس هم همدا کیسه تیریږی. هریو فکر کوی چی نور رایی ورکوی زما په دا یوی رایی به څه نه کیږی او په پای کی به په داوطلبانه او غیر شعوری ډول خپل ملی حاکمیت او واک له لاسه ورکوو او بیا به افسوس هیڅ ځای نه نیسی

  6. دا په ارګ کې د مکار او کرايي جمهور رییس رول دی چې هر څه د لنډغرو په ګټه واړوي. دا د اوله ښکاره وه چې کوم کمیسیون چې کرزي جوړ کړ او ویې ویل چې دی به په راتلونکو ټاکنو کې بې پرې وي هغه ټول درواغ وو او اوس یې پایلې راووځي

  7. سلام ورونو!
    زه غوارم دلته یو خبره مطرح کرم هغه دا چی دا پایلی مکمل غلطی دی او مونژ دا نه منو ورونو لاس سره یو کری او مبارزه شروع کرو
    وسلام
    ستاسو د جواب په منتظر

  8. ورونو! چی دا کرزی موجود وی ، دا وړئ نه شړئ کیږی!
    دا دیر مضر او ناپاک کس دئ !
    دا هر څه دامریکا په امر او دکرزی له خوا پر مخ بیول کیږی!
    په هغه هیواد کی چی اشغال موجود وی ، دخلکو رایی او نظر اهمیت نلری، دا تول دانتخاباتو په نامه درامه یوه نیرنګی وه چی خلک یی وغولول او باآخره غواری چی هغه له پخوا نه خرڅ شوی جاسوس دبل عبدالله بیا دامریکایانو په خدمت کی پر افغانانو تحمیل کړی! او نور دافغانستانه لاس ومینځل سی و او یاهم دا پروسه باطله اعلان سی!

  9. هسې د خولې خوند مه سره بدوۍ ، دا کار لا پینځه کاله وړاندې د معامله ګرو چارواکو له خوا په قصدي ډول د خپل ځان د پښې پیدا کولو له پاره مهندسي شوی ، او مدیریت یې د زاړه کمېسیون مشر معنوي صاحب وکړ . امریکا ، انګرېز، پاکستان ، ایران ، روسي او افغان سر چارواکي ټول په کې شریک دي . تاسو نه ګورۍ چې په لوی لاس یې پر پښتنو سیمو جګړه ور تپلې ، تر څو له ټاکنو محروم او په اقلیت کې پاتې شي ، او د نفوسو د احوالو ثبت او راجستر هم د همدې ټکي له پاره تر اوسه پورې په لوی لاس و ځنډېد په تېره په غلجیي مېشتو سیمو کې . اوس غواړي چې پر (۶۲٪) پښتنو باندې (۳۸٪) فیصده واړه قومونه د تل له پاره د خپلو ګټو په خاطر حاکمان جوړ کړي . همدا د استعمار اصلي نقشه او طرحه ده او پښتانه د یرغلګرو د اهدافو نذرانه دي او وي به .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *