تاند- له اوږدو ناندریو او اختلافاتو وروسته بالاخره د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون مشران او غړي اعلان شول.

د ولسمشر غني یوه ویاند نن وویل چې شاه سلطان عاکفي د دغه کمیسیون رييس او صدیق الله توحیدي یې د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

کاوون کاکړ، محمد علي امیري، عبدالقدیر کریاب، بشیر فاروق، اسد الله سعادتي، فیض الله ذکي، صالح محمد ریګستاني، شاه محمود میاخېل، صبرینا ثاقب، ډاکتر عالمه، عبدالمجید غني زاده، تدامیچي یماموتو د دغه کمیسیون ۱۲غړي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند ظفر هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به له دې وروسته د ولسي جرګې پر انتخاباتو تمرکز وکړي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډېدو یو اصلي علت د انتخاباتي انتخاباتو د کمیسیون پر سره نه موافقه یادېده.

ویل شوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون په غړیو کې د ملګروملتو او عدلیې وزارت استازي هم شامل دي.

خو د رييس او مرستیال په شمول یې اکثره غړي د ولسمشر او اجرايي رييس په ټیمونو پوري تړلي کسان دي.

2 thoughts on “د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون مشران او غړي وټاکل شول”
  1. دا صالح محمد دیګستانی د پنجشیر او په مخکنی دوره کی د ولسی جرګی غړی وو ، یو متعصب انسان دی چی حتی د انسانیت په ارزښت هم نه پوهیږی.

  2. دمحترم شاه سلطان عاکفی ټاکنه ددی کميسيون دريس په توګه دريس جمهور له خوا يوه ډيره غوره پريکړه ده ،عاکفی صاحب يو ښه عالم،پوه ،خلکو اووطن ته دريښتينی خدمتګار دی محترم عاکفی صاحب ته ددی درانده مسوليت څخه دراوتلو په هيله اوهغه ته دژوند په ټولولارو کی دسترو کاميابيو ارزوکوم ،کامياب اوسی.

ځواب ورکول Mirajan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *