د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپینرانو یوه وویل چې داکتر اشرف غني ته رایه ورکول کبیره ګناه ده ځکه چې جنرال دوستم یې مرستیال دی، زلمي رسول ته رایه دغربي نړۍ د غوښتنو د پلي کولوپه معنا ده ، ډاکټر عبدالله ته رایه ورکول د ملي یووالي له منځه وړل او د لږه کیو واک راوستول دي، نور کاندیدان خو هسې هم نه بریالي کیږي یوازينی سړی چې د خلکو سترګې وراوړي استاذ سیاف دی چې پوهه یې بهرنیانو او قاطعیت یې ټولو افغانانو ته معلوم دی، ډیر ښه غږیده د استاذ د کلکو طرفدارانو له ډلې و، داسې یې هم ویل چې په شته کاندیدانو کې د داکتر اشرف غني ویره لرو بیا یې وویل چې داکتر اشرف غني او عبدالله ته په ننګرهار کې داسې خلک کمپاینونه کوي چې ټول ننګرهاریانو ته یې خیانت معلوم دي (هدف یې د ډاکتر اشرف غني له کمپین چلونکویو د حاجي ظاهر او نصرت او د ډاکټر عبدالله لپاره حضرت علي او ګل کریم وه) خدای شته ټولو خلکو ورته ښه غوږ نیولی و چې بل کس یې معلم صېب باله پرې ورغبرګه کړه وروه! خلک په کاندید غږیږي او ته یې په کمپاینرانو که ننګرهار ته راشو کوم خیانت چې د استاذ سیاف کمپانر مسلم یار شروع کړی او کوي یې نه تر دې دمه حاجي ظاهرخیلو او نه هم شاړو کړي، ده(مسلم یار)خو د چپرهار ولسوالۍ ته طالبان د دې لپاره راوستل چې خپل همدا ناپوه ورور چې ښوونځي یې هم نه دی لوستی(حاجی صدیق) ولسوال کړي او ټول هغه وګړي چې پوه ول په یوه او بله بهانه به یې له کليو ایستل او د ښار وتلو ته یې مجبور کړل د ورځې به یې د دولت ولسوال وه د شپې له خوا به طالب، چې دا خبره ټولو چپرهاریانو ته ډیره ښه معلومه ده.

معلم صېب زیاتوي د همدی فاسد ، رشوتخور او ظالم ولسوال شکایت یې څو څو ځله ننګرهار ولایت مقام ته هم کړی، خو د والي صېب عطاالله لودین یوه نزدې کس راته ویلي چې د والي زور په نوموړي ځکه نه رسي چې د هغه په مقررۍ کې مسلم یار مرسته کړي او دا یې پرې منلې چې زما به۴څلور ولسوالان او ۴ ریسان مقرروې .

معلم صېب زیاتوي چې د نوموړي ولسوال حاجي صدیق سره په ولسوالۍ کې یو مامور ده ته ویلي چې ولسوال یې له یو کس نه د دولتي ځمکې د غصب لپاره ترې ۵ لکه افغانۍ وغوښتې هغه کس وویل دا ډیرې زیاتې دي لږ راسره ګوزاره وکړه نو حاجې صدیق ورته وویل زموږ هم دا څو میاشتې دي که دا مرض وهلی (اشرف غني)ریس جمهور شي نو بیا مونږ والله که په دې ولسوالۍ کې پریږدي.

اوس پوښتنه له استاذ سیاف څخه دا پکار ده چې دی د مسلم یار او د ده د ورونو له اداري او اخلاقي فساد نه خبر نه دی که تر نوموړي کس پرته یې بل کس پیدا نه کړ،دوی خو د دعوت ګوند او استاذ سیاف شخصیت ته دومره لوی زیان اړولی چې اندازاه یې یواځې ننګرهاریانو ته شته ،ددې خبرې څوک انکار نه شي کولای که استاذ سیاف په لوی ننګرهار کې رای هم لرلې نو دده (مسلم یارانو) له پاره به یې څوک رایه هم ور نه کړي.

One thought on “د انتخاباتي تبلیغاتو په تړاو/ نصرت الله چپرهاری”
  1. زمونږ په کلي کې چې به چا بل چاته ښکنځل کول نووهابي طلاقي به يې ورته وئيل. داستاد سياف دافشارو ناکردېاونادودې لا زمونږ هېرې نه دي .همدارنګه دننګرهارد ښېوې دښځو ډالۍ کولعربي ټوپکماروته هم دخلکو په سترګو کې غړېږي. سياف ته رايه دولس سرجنګي اوکونجنګي وروستل دي. خدای دې افغان ولس ددې وهابي شين شرقه په امان کې وساتي.

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *