نادر محسني

تاند- د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی او د هغه لومړی مرستیال جنرال دوستم د انتخاباتي کمپاین تر پیلېدو مخکې پر کمپاین کولو تورن کړل.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسون نن /شنبه/ وویل چې اشرف غني احمدزي په یوه غونډه کې ټول کاندیدان مناظرې ته چلینج کړي دي.

کمیسون دا هم ویلي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د یو شمېر کاندیدانو په اړه یې اووه شکایتونه لویې څارنوالۍ ته د تعقیب لپاره لېږلي او دا شکایتونه د دوی په باور د انتخاباتو د قوانینو پر اساس جرم ګڼل کېدای شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون ویندوی نادر محسني خبریالانو ته وویل چې د ښاغلیو احمدزي او دوستم وروستۍ څرګندونې د انتخاباتو د اصولو سرغړونه ګڼل کېږي.

ده وویل چې دواړو کاندیدانو ته به خپل خبرداری په رسمي ډول ولېږي.

ښاغلي احمدزي په یوه غونډه کې ویلي و چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له ټولو کاندیدانو سره مناظرې ته تیار دی، که څوک دفتر نه لري، دفتر به ورکړي او که څوک ورسره مناظره نه شي کولی نو بزکشۍ ته هم تیار دی.

د ښاغلي احمدزي مرستیال جنرال دوستم ویلي و چې له عبدالله عبدالله سره د دې لپاره یوځای نه شو چې نه یې غوښتل افغانستان تجزیه شي یا قومي تعصبونو ته لمن ووهل شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسون شاوخوا لس ورځې وړاندې ټولو کاندیدانو ته اعلان کړی و چې که چا د انتخاباتي کمپاین تر ټاکلې مودې مخکې کمپاین وکړ نو پرضد به یې اقدام وکړي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو کمپاین د انتخاباتو تر نېټې۴۰ ورځې مخکې پیلېږي.

تر دې مخکې پر طلوع تلویزیون تور پوري شوی و چې د عبدالله عبدالله په ګټه یې له ځانه نظرپوښتنې کړي دي او په دې توګه یې هڅه کړې چې نوموړی له زیات ولسي ملاتړ څخه برخمن وښيي.

7 thoughts on “د انتخاباتي شکایتونو کمیسون اشرف غني احمدزی پر کمپاین کولو تورن کړ”
  1. دجنرال دوستم څخه مننه کوو چه حقیقتونه یی افغانانو او دنیاوالو ته ښکاره کړه، که چیرته دافغانستان دتجزیی پلان په عبداله اودهغه په مګرو ثبوت شی نودافغانستان دقوانینو په اساس به اشد مجازات(اعدام) شی، مونږ دلوی څارنوالی او نورو قظآ یی ارګانونو څخه په ملی بڼه غوښتنه کوو چه دغه موضوع وڅیړی او ملی خاینین دقانون منګولو ته وسپاری

    بیا هم دښاغلی جنرال دوستم د افغانی ملی فکر څخه یوه نړی مننه

  2. دتجزیی شوم اونه بښوونکی پلان رسوا شو

    دافغانستان ښاغلی ولسمشر، دولسمشر ښاغلی معاونین، لوی څارنوال، دولسی جرګی اومشرانو جرګی ښاغلو مشرانو او دملت نماینده ګانو،

    السلام علیکم

    ښاغلو تاسی به خبر یاست چه ددنیا په ټولو اسلامی اوغیر اسلامی ملکونو کی ټول وګړی کوشش کوی چه خپل هیواد دټوټه ټوټه کیدو ، بی اتفاقی اوګډوډی څخه بچ وساتی، اوکه چیرته کوم وګړی اویا ډله دخپل هیواد دتجزیه کیدو په باره کی پټ تصمیم ونیسی نوهغه وګړی یا ډلګۍ دهیواد دعدلیه اوجزایی مسولینو لخوا تر تعقیب اووروسته داساسی قانون د() مادی په حکم سره خپله جزآ وینی، داچه نن جنرال صیب دوستم د یوتعداد وګړو دتجزیی دغه شوم پلان په ښکاره ډول دمطبوعاتو له لاری څرګند کړه، نو دافغانانو خواست دادی چه دغه کودتاه چیان او یا تجزیه غوښتوونکی ژر تر ژره دعدالت میز ته راکش کړی، چه په راتلوونکی کی څوک ددغه ډول ملی او نه بښوونکی خیانت په سر دسیسی اوغونډی ونکړی.

    والسلام

    په دغه هکله ستاسی دملی پریکړی په انتظار

    دافغانستان ولسی خلک اووګړی

  3. واضیح خبره ده چې عبدالله او د ده ډلګۍ تل د دي خیانتونو غوښتنوکې وه او دي. دا خو نده چې کله يي د ګټې ځاي راشي او د انتخاباتو ورځې رانیزدي شي بیا نو دی هم د پښتو،هیواد او هیوادولي ډول ږغول شروع کړي. خو ډیر افسوس د دي خبري دي چې ځیني تالیڅټو هم تیر هیر کړل او یوځل بیا په روڼو سترګو د دي خایونیو تر څنګ د قدرت او شهرت خوبونه لیدل پیل کړي. ترټولو يي لابده دا چې هم دا تالیڅټي د عبدالله غوندي غله ته کمپین کړي او ځینو ناخبرو پښتنو ته د هغه په هکله دروغجن تبلیغ کړي او هغه غله ته لوي لوي لقبونه او نومونه ورکوي. حال دا چې دوي خوارانو خو یو څو پیسي اخستي وي نو د هغه په خاطر نمک حلالي کړي. خو دا خبره يي بیا هیره ده چې پرون همدغو څو حیله ګرو له عبدالله خیلو سره په مخالفت کي ټول هیواد په وینو رنګ کړ، ښهرونه کلی او بانډي يي په کنډوالو بدل کړل، یوه او بل ته يي د کافرو او ملحدو حکم کاوه. او دا خبره يي هم هیره کړي چې عبدالله او د هغه ټول ملګري خلک ډیر ښه پیژنې عبدالله خو د هغي ډلي مشر او کاندید دي چې حتی د افغان له افتخاره ډکه کلیمه هم نشي زغملاي. دا د نمک حرام بچان په افغانه خاوره کې وسي خو افغان نوم په ځان نه شي زغملاي. دغو خاینانو خو یو خیانت ندي او نه يي د غداري یوځل دي دوي خو هغه بله ورځ د ابومسلیم خرساني په څړک د ایراني جاسوسانو نوم کیښود او د مسلیم خرسانی نوم یي ګل کړ. عبدالله خان خو د دي ځوانانو مشر دي نو دغسې خلکو ته تجزیه کول بیا کومه غټه خبره ده

  4. سلامونه
    په سياست کي ډيرو تيروتني کړي که پشتانه ‌دي او که نور افغانان.
    خو جنرال دوستم سادهګل پاچا بيا څو ځله د شوراي نظار (ستميانو) له خواغوليدلي او تحريک شوې چي وايي کوږ بار منزل ته نرسي او د ستميانو دا بار هم تر منزله ونرسيده.
    په اوس وخت کې دوستم پاچا بيا ډير موهم رول کواي سي تر سره کې که چيري داکتر غني صاحب ورته ويښ ووسي او د شهيد نحيب الله تيروتنه تكرار نه كي.
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  5. د دی لپاره چی د دوستم له خوا په هغه راز او واقعیت چی افشا شویدی ، خاوری واچوی په ښاغلی اشرف غنی احمدزی او دوستم تور پوری شویدی چی له انتخاباتی کمپاین نه یی مخکی تبلیغاتی کار وبار شروع کړیدی. که په اوسنی دولت کی لږ همت وی نو د هیواد تجزیه غوښتونکی مخکی له مخکی باید وپيژندل شی او محاکمی ته راکش کړی. خو فکر نه کوم چی دوی کی دومره همت وی. په دوی د هغه ځوان او پیغلی کیسه شویده چی هلک نجلۍ ته لاس وروړ او نجلۍ ویل خیر پروانداره ، مه ګفتم که برو بچه خالیم است. بل کار یی چی وکړ بیا یی وویل خیر بچه خالیم است تر څو یی بلاربه کړه او بیا له دواړو وار تیروو. زه فکر کوم چی زمونږ په دولت به هم وخت تیر وی او له ورخ تیری اوبه بیرته نه جاروزی.

  6. د قاضی القضات او لوی څارنوال دی پزه پری شی او خدای دی یی په شرمونه وشرموی سره نام نهاده مدنی ټولنو
    دومره لویه خبره اودوی والله که لکی ښورولی وی دا د قاضی قضات صلاحیت دی چی پداسی موضوعاتو کښی رامخته شی او اقدام وکړی. که دوستم درواغ ویلی وی نو ولی او که ریشتیا یی ویلی وی نو ولی باید مجرم محاکمه نشی.

  7. به آدرس های کاندید های ریاست جمهوری ضرورت است امید است که به دسترس ما قراربدهید

ځواب ورکول م. افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *