تاند- د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون د پخواني ريیس ضیا الحق امرخېل پر ضد د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم شکایتونه ناسم ثابت شول.
د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د پخواني رييس ضیاالحق امرخېل پر خلاف ټول تورونه رد کړل.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی نادر محسني وویل، د ښاغلي امرخېل پرخلاف شکایتونه وروسته له دې لغوه شول چې نوموړي له دندې استعفا ورکړه.
ده وویل، د امرخېل پرخلاف د عبدالله له لوري وړاندې شويو شواهدو په درغلۍ کې د امرخېل لاس لرل نه ثابتوله.
ده همداراز وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به هر هغه شکایت چې جنايي اړخ لري د پلټنې لپاره اړوندو ادارو ته ارجاع کړي.
امرخېل د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته استعفا ورکړه. ملګروملتو، د انتخاباتو کمیسیون، ولسمشر کرزي او د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وویل چې امرخېل د هیواد د لوړو ملي ګټو لپاره له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د جوزا په څلرویشتمه د دوهم ځلي انتخاباتو په ورځ سروبي ته د رایپاڼو د وړلو په خاطر امرخېل په درغلۍ تورن کړ او په همدې خاطر یې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته شکایت وکړ.
په ورته وخت کې امرخېل د کابل د امنیه قومندان پرضد شکایت درج کړی او ویلي یې دي چې قومندان د یوې دسیسې پراساس سروبي ته د رایپاڼو د رسېدو مخنه نیولې او زرګونه خلک یې د رای ورکولو له حقه محروم کړي دي.
ښاغلی امرخیل د هیواد رښتینی خدمتګار دی . هغه دخپلی تجربی له مخی داسی شرایط هیواد کی مساعد کړل چی په نتیجه کی رشوت او خیانت منع او مردود وشمیرل شول. اما د مافیایی کړیو له خوا چی ظاهرا د کابل امنیه قوماندان ظاهر ظاهر یی عملی بڼه ورکړه ، د هیواد داسی موفق او صادق بچی یی له مهمی امنیتی دندی نه ګوښه کړ.
په هر حال اوس د وطندوسته ځوانانو دنده ده چی دا خلا په ټول قوت او فکر سره ډکه کړی او بل چا ته موقع ورنکړی چی یو ځل بیا د ملا معنوی د دوری توری او کرغیړنی څیری بیا د انتخاباتو کمیسیون ته لاره پیداکړی. له ښاغلی امرخیل نه ملاتړ او عدالت ته د کابل د امنیه میافیایی قوماندان راکشوکول ستاسو دنده ده.
ادارات مربوط در کشور چرا خیانت ملی مشهود محمد ظاهر قوماندان امنیهء کابل را که عمداً مانع رای دهی اهالی سروبی در انتخابات دور دوهم ریاست جمهوری شده اقدام نمیکنند؟ خیانت درکجاست؟ آیا این دولت آنقدر بیکفایت است که درک وفهم این خیانت را نمیتواند درک کنند؟ و یا این همه توهین ملت را روا میدارند؟
د داخلي محترم وزير صاحب توجو لإندو تكو ته دقانو ن به جو كات كي جلبو م؟
١ – امرخيل ته داخلي او خارجي لور بورو جارواكو قطعي برات وركر
٢ – داجه امر خيل برات حاصل كري قوماندان شهر خلاف دفر مان دريس جمهور او خلاف دستا دهدايتو ديو كانديد به بلوي عمل إنجام كري جه داعمل باعث تشنج وكرخيده ،به كار وه جه دخبل أمر خخه ي هدايت اخستي وه تول هدايات ي د يو غيري دولتي جه به موضوع كي زيدخل وه اخستي ،قبلي وبعدئ رابوري تا ته نه دي دركري،دي دولتي بر حاله مأمور مكر ديو كانديد به كته كار كاوه امرخيل جه يو لور بوري جارواكو وه هغه ته ي سباكاوي كري وبالاخره د دغي اوسني موضوع د دوه كاندي دانو به منخ كي جه دي د دي عامل ظاهر قومانان دشهر دي .
٣ – سوق او أداره درسته نه دي كري ،بايد تشنج مخه ونيسي بر عكس تشنج عامل وكرخيده ،به انتخاباتو ديو كانديد به كته كاركوو ،لور بورو مقاماتو ته بي احترا مي او دهغو هدايات ي نه دي منلي لازم بولم جه د وظيفي بر طرف او دمحاكمي ميز ته كش شي