د ولسمشرۍ او ولایتونو شوراګانو د ټاکنو لپاره د کاندیدانو له دوه میاشتني کمپاین وروسته له قانون سره سم د روان کال د حمل میاشتې له ۱۳ تر ۱۶ پورې د سکوت ورځې اعلام شوې وې، په دې ورځو کې هیڅ نوماند حق نه لري چې کمپاین وکړي. خو په همدې ورځو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون علني غونډه وکړه او پخپله علني غونډه کې یې څرګنده کړه چې د لسمشري یو تن کاندید عبدالله عبدالله د یوه خصوصي مخابراتي شرکت له لارې په میلیونونو ټیلیفوني پیغامونه استولي دي او په هغه کې یې له خلکو غوښتي چې سبا ته د ټاکنو په ورځ عبدالله ته رایه ورکړي.
په غونډه کې ددغه ټیلیفوني پیغام متن هم ولوستل شو چې پکې ویل شوي و: (ګرانه هیوادواله په ټاکنو کې د اصلاح او همپالنې ټیم ډاکټر عبدالله عبدالله ته په رایه ورکولو سره خپله فریضه ادا کړه) دغه راز په دې غونډه کې دا هم څرګنده شوه چې د ولسمشرۍ بل کاندید زلمي رسول د (خبریال) ویبپاڼې له لارې د چوپتیا په ورځو کې خپلو ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکړی وو. چې دا له قانونه جدي سرغړونه ده، چې بیاد عامیلینو ته یې سخته جزا ورکړل شوې وای. خو نه پوهیږو د کوم مصلحت له مخې وویل شول چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به موضوع څیړي او د خپلو څیړنو پایلې به اعلاموي. خو دادی د اوونیو په تیریدو سره په دې اړه هیڅ ډول ګام نه دی پورته شوی.
دغه راز د کمپاین په شپو ورځو کې د ټآکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشرۍ کاندید زلمی رسول له دولتي امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په تور دوه سوه زره افغانۍ جریمه کړ او پریکړه یې وکړه چې د پکتیا والي جمعه خان همدرد او د کندهار امنیه قوماندان د یوه ځانګړي کاندید په ګټه له دولتي امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په تور له دندو ګوښه شي. کمیسیون له دولته دغه غوښتنه وکړه خو لا تر اوسه په دې اړه ولس له کومو اجراتو څخه خبر نه دی، داچې دولت په دې اړه څه نه دي کړي د ټاکنو کمیسیون ته په کار وه چې دغه موضوع یې څو څو ځله یاده کړې وای او ولس ته یې ډآډ ورکړی وای.
همدا وروستۍ موضوع یعني د ټاکنیزو مبارزو د بندیدو په موده کې د دوو تنو نوماندانو سرغړونې او په مقابل کې یې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون بې تفاوتي د خلکو په منځ کې اندیښنې راولاړې کړې دي، هسې نه چې زر او زور دلته هم کار کړی وي او د ټوپک او پیسو زور د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مسوولینو خولې ور پټې کړې وي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته په کار ده چې د سکوت په ورځو کې د دوو تنو کاندیدانو د سرغړونې موضوع په جدي ډول ژر تر ژره وڅیړي او په دې اړه خلکو ته روښانه ځواب ووایي.
په رښتیار هم چی د ټاکنو دشکایاتونو کمیسون هم چوپ دی
په ریښتا هم چی د ټاکنو شکایاتونو کمسون چوپ دی