تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي ولسي جرګه نه د انتخاباتي کمیسیونونو د غړو د استیضاح او استجواب صلاحیت لري او نه هم دوی څارنوالۍ ته معرفي کولی شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي نن /پنجشنبه/ وویل چې انتخاباتي کمیسیونونه یوازې ولسمشر ته ځواب ورکوونکي دي.

تر دې مخکې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون رييس عبدالستار سعادت، چې امریکا ته په سفر تللی دی، ویلي و چې ملي شورا /ولسي او مشرانو جرګې/ د استیضاح لپاره د دوی د وبللو واک نه لري.

سعادت، چې د امریکا په بلنه د دغه هیواد د کانګریس د منځنۍ دورې د انتخاباتو د څارنې لپاره دغه هیواد ته تللی دی، دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د مشرانو جرګې ځینو غړیو د ځواب ویلو لپاره خپلې غونډې ته وروباله.

ښاغلي سعادت وویل:«که په امریکا کې نه وای هم او په افغانستان کې وای بیا به هم د جرګې په غوښتنه د دوی پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره نه وای ورغلی.»

پرون ولسي جرګې هم د انتخاباتي کمیسیونونو چارواکي د استجواب لپاره وربللي وو خو هغوی ورنغلل.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال رييس ښاغلي هوتکي د ولسي جرګې له لوري د انتخاباتي کمیسیونونو د غړیو وربلل د دې جرګې کمزورتیا وبلله.

په همدې منځ کې د ولسي جرګې منشی سید اکرام وايي د دوی د کارونو یوه برخه نظارت دی او د خلکو د شکایتونو له مخې کولای شي د انتخاباتي کمیسیونو غړي څارنوالی ته معرفي کړي.

3 thoughts on “د انتخاباتي کمیسیونونو چارواکي وايي ملي شورا دوی استیضاح کولی نه شي”
  1. نو دا خو بیا خپلواک نه بلکه منشی سیداکرام او یا ولسی جرګی ته بلواک کمیسیون شو او هرڅه چی ورته فرمایش ورکړی بیا به هغه کوی. زمونږ وکیلانو راځی د نورو په کارونو کی مداخلی بندی کړی او د هغوی پرځای خپلو کارونو ته چی قانون جوړول دی دوام ورکړی. که تاسو ښه قوانین وضع کړی او پرهغو عمل وکړی ټول کارونه به سم شی. د خپلو موکلینو مشکلاتو ته پاملرنه وکړی او ترټولو مهمه د سولی په باب فکر وکړی ، ترڅو زمونږ ولس له جګړی خلاص شی . که تاسی همداسی خپلو شخصی غوښتنو ته پابند اوسی نو لری به نه وی چی د خلکو اعتماد به پر تاسو کم شی او بیا به هیڅکله داسی لوړ مقام ته حتی په خوب کی هم ونه رسیږی.
    زما غوښتنه له افغانانو نه داده چی په راتلونکو دورو کی هیڅکله خود خواه ، جاه طلبو ، بی احساسو ، پردی پالو او بی مسوولیته خلکو ته رایه ورنه کړی چی ستاسو په نمایندګی په دومره لویه پيمانه معاش ، امتیازات ، صلاحیتونه او باډی ګاردان او…. ولری.

  2. هیله ده چی زمونږ ملی شورا لږ په خپل ګریوان کی سرکښته کړی او د هغو امتیازاتو د لرلو په باب د فکر وکړی چی دوی یی اخلی اوپه مقابل کی یی دی خوار ملت ته څه کړی دی؟ که دا کمیسیون د ولسی جرګی له خوا کنترول شی نو په هغه صورت کی ټول انتخابات تر سوال لاندی راځی. انتخابات به نه وی بلکه انتصابات به وی او فرمایشونه به منل کیږی.
    ولسی جرګه د خپل نصاب پوره کړی او کومی څوکی چی اوس خالی دی هغه د ډکی کړی. د افغانستان قوانیونو ته د احترام وکړی او کوم قوانین چی دوی وضع کړی دی هغه د عملی کړی. که د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کی چی دوی وضع کړی او جمهور رییس توشیح کړی ، راغلی وی چی د انتخاباتو د کمیسیونونو غړی د استیضاح شی نو بیا کوم سوال نشته او که دوی له ځانه دا خبری کوی ، په هغه صورت کی ولسی جرګه او مشرانو جرګه ملامته ده او خپله ګناه باید ومنی.

  3. لوستونکو دوستانو! که دا غله نوی نو بيا ولی دوی دباډيګاردانوسره ګرځی ځانونه يي دموټرانو په تورو شيشو کی بند کړی،اوبيا دخدمت ناری هم وهی،لږ شرم اوحيا پکار ده وکيل صاحبانو ستاسی دبرياليتوب وسيله وپارلمانته ستاسو دپيسو زوروه چی دی مقام ته رسيدلی ياست ،راځی چي په ريښتيا سره ووايو چي داپيسی تاسو دکومه کړی؟ زه دمحترم جمهور ريس او لو څارنوالی څخه هيله کوم چي ستاسو(وکيلانو) سرمايه تثبيت کړی،اوتاسوته دسرمايي فورمی واچوی ،وبخشی ديو تعدادفاسيدووکيلانو په خاطر پارلمان دملت کورنه بلکي ورته دغلو کور ووايو.زه په راتلونکی ټاکنو کی دخلکو څخه هيله کوم چی واقعی اوزړه سوانده اشخاصو ته رايه ورکړی چي صبا ته يي دګريوانه ونيسی؛ اووکولای شی خپل حق تر لاسه کړی ،نور بس ده چي خپلی رايي په پيسوخرڅي کړی.بل وکيلان بايد دټاکنودکمسيون نوم ته متوجی سی (خپلواک کميسيون )چي په همدی نوم کی د خپل سوال ،جواب تر لاسه کوی.

ځواب ورکول Baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *