تاند- د لیکوال او د مدني فعال انجنیر محمود سعید مېرمن او څلور تنکي ماشومان، چې د دوشنبې په ماښام د ګاز د ډبې د چاودنې په اثر په حق رسېدلي وو، نن خاورو ته وسپارل شول.

د انجنیر محمود د زوی او درو لوڼو عمرونه تر اوو کلونو ټیټ وو.

د دوی جنازې نن سهار د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې خاورو ته وسپارل شوې.

دې دردوونکي پېښې د ډېرو افغانانو زړونه دردولي او ګڼو د فېسبوک او نورو ډله ییزو رسنیو له لارې ژور خپګان او غمرازي ښکاره کړې ده.

7

د انجنیر محمود سعید کور چې د ګاز ډبه پکې وچاودله
د انجنیر محمود سعید کور چې د ګاز ډبه پکې وچاودله
14 thoughts on “د انجنیر محمود سعید مېرمن او تنکي ماشومان خاورو ته وسپارل شول”
  1. ګران ښاغلی انجنېر صا حب ته دحدای ج د بارګا نه د زړه صبر او زغم غواړم ، هغوۍ حدای بښلی دهغوۍ د شهادت درجی دخدای ج نوری هم لو ړی کړی

  2. انا لله و اناالیه راجعون.ط د ښاغلی انجینرمحمود سعیدکورنۍ ته دورپیښی شوی غمیزی او ناورین له امله چیدالله له لوری څخه دۍ دزړه له تله تسلا وایم او په غم کی یی ځان سم ورسره شریک ګڼم! د لوی او بښونکی خدای ج له دربار څخه شهیدانوته جنتونه او دکورنۍ پاتی ژوندیو ِغړیو او پخپله انجینرمحمودسعید ته د زب العزت څخه ددی لوی او ناممکن صبر لپاره صبرغواړم.دغه غمیزه د زغم څځه لوړه ده خوبیا هم لمدی غوښي نه سوزی.
    With deep sadness I heard the shocking news of Mahmood Saeed family’s huge casualties of due to gas cylinder explosion in Kabul. Personally I never meet him or his family but when I heard that News as a Muslim and Human I have been shocked. Mr.Mahmood Saeed! please accept my deep and Cordially condolence in this regard.

  3. قالو انا الله و انا الیه راجعون. ډېر پرې خفه شوم الله د د سعید صاحب کورنۍ ته د زړه صبر ورکړي او اولادونو او میرمنې ته يې برین جنت د الله پاک له دربار څخه غواړو

  4. که څه هم ډیره خوشینونکی پیښه ده او ډیر ورباندی خفه شوم خو دا یو ازمایښت او امتحان ده الله دی انجنر صاحب ته دزړه صبر او شهیدانو ته دی الله ج جنت فردوس ورنصیب کړی.

  5. ګران ورور ښاغلي انجنيرصيب محمود سعيد ته له الله جل جلاله څخه جميل صبر، قربانيانوته فردوس جنت اوشفاعت غواړو.په دې دردوونکي غم کې درسره شريک يو موږيې هم دردولي يو.،
    …ولنبلونکم بشيء من الخوف و الجوع ونقص من الاموال والانفس وثمرات وبشرالصبرين(155) …البقره
    الله جل جلاله دې په دې او هغه دنيا ښې ښې بدلې درکړي.

  6. انجینرصیب سعید له فیسبوک دباندې نه پیژنم، خو در وپیښې شوې واقعې خبرئې دومره ودردولم چې خدای(ج) شاهد دی هیڅ ئې له یاده نشم ویستلی.
    غم ئې ډیر دروند اوپه ټول ماتم کې ئې، په تمامه معنی ځان ورسره شریک ګڼم، دلوي څښتن ستر دربارته لاس لپه کوم چې پدغه ستر غم کې انجنیرصیب ته زغم، جمیل صبر او نعم البدل عنایت کړي، تنکي ماشومان ئې دجنت ګلان او شهیده میرمن ئې دجنت په ټولو نعمتونو ښاده کړي.
    وبشر الصابرین الذین اذا اصابتهم مصیبة قالوا انا لله و انا الیه الراجعون.

  7. د غم شریکۍ او تسلیت
    پيغام

    د ګران او قدرمن ورور انجینر محمود سعید،
    د وردګو ولایت غیرتي خلکو
    او ټول افغان دردېدلي ولس ته

    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    الله تعالی د بقرې سورت له ۱۵۵ آیت څخه د ۱۵۷ آیت پورې داسې فرمایلي دي:

    وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ * الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ * أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ ) البقرة
    حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مهرباني کړې ده چې:
    أشد الناس بلاء الصالحون, ثم الأمثل فالأمثل يبتلى المرء على قدر دينه. الحدیث
    عزتمند انجینر سعید صاحبه!
    هغه بې مثاله درد او غم چې د الله تعالی له لوري د یوې لوې آزموینې په توګه ستا، زمونږ، د وردګو ولایت دخلکو او افغان مېړني ولس په برخه شوی دي، د الله تعالی له توفیق او مرستې پرته د انساني حوصلې او صبر څخه بهر دی.
    مونږ د خوشحال خان مېنې ټول اوسېدونکي، د وردګو ولایت درانه او د افغان ولس یو یو فرد ستا سره په دې پېښ غم کې شریک یو.
    تاسو ته د الله تعالی له بې پایه دربار څخه جمیل صبر، ښکلی دنیوي او اخروي بدل غوښتونکي یو. الله تعالی مو مېرمن د جنت ملګرې او ټول بچیان مو د راتلونکي لپاره داسې جنتي ګلان او بچیان وګرځوه چې ستا سو یې په دې فاني دنیا کې مخه ښه کړې خو په ابدي ژوند کې درسره په ایمان او کامیابۍ مخامخ شي.
    اللهم آمین ثم آمین … انا لله وانا الیه راجعون

  8. نتوانستم جلو گریہ ام را بگیرم. بجز از انکہ صبر كنيم و بہ خداوند “ج” خود را تسليم ، جاره نداريم
    قالو انا الله و انا الیه راجعون

  9. قالو انا الله و انا الیه راجعون. ډېر پرې خفه شوم الله د د سعید صاحب کورنۍ ته د زړه صبر ورکړي او اولادونو او میرمنې ته يې برین جنت د الله پاک له دربار څخه غواړو

  10. هغه تنکی ګلان می شپه او ورځ د ذهن میلمانه دی په ریښتیا هم هغه درد چی مونژ ته یی راکړی په لیکنه کی یی نشم انځورولی
    الله پاک سعید صیب ته لوی زړه ورکړی الله د صابرانو ملګری دی

ځواب ورکول میاحیران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *