برېښنا - له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انتقال

تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په هیواد کې د بریښنا د تولید لپاره یې نوې ملي پالیسې جوړه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بریښنا د تولید نوې ملي پالیسې یې د اقتصادي سکتوري وزارتونو او بهرنیو سلاکارانو په مشوره جوړه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د برخې سلاکار انجینیرعبدالرحمن رحمت مایار وویل، په دې پالیسۍ کې د سیمې له هېوادونو سره د تعادل او د نړېوالو کنوانسیونو په نظرکې نیولو سره په هېواد کې د اوبوله زیرمو څخه د بريښنا پر تولید ټینګار شوی دی:

″دا له ډیرو معتبرو اسنادو څخه شمېرل کېږي چې په دې وروستیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت د یو شمېر متخصیصینو، کارپوهانو او سلاکارانو له خوا جوړ شوی ده او د نړېوالو سلاکارانو او جي ای ذیډ موسسې په مرسته څیړل شوې ده.″

ښاغلی مایار وایې چې د تجدید وړیا شمسي او بادي انرژۍ تولید د انرژۍ د ملي پالیسۍ بله عمده برخه جوړوي.

دی وایې چې افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کې څلور زره دوه سوه میګا واټه بریښنا ته اړتیا لري چې د دې پالیسۍ د اوږدمهاله اهدافو په پلي کولو سره به د اړتیا وړدغه انرژۍ تولید شي.

اړوند چارواکې وایې چې یاده پالیسي به د اقتصادي سکتوري وزارتونو له یوې ګډې غونډې وروسته د وزیرانو شورا ته د تصویب لپاره واستول شي.

4 thoughts on “د انرژۍ وزارت د برېښنا د تولید نوې پالیسي جوړه کړې”
  1. دتان درنو کارکوونکو! سلام
    محترمو !
    ما تاسو ته پخوا هم لیک در لیږلی و خو تاسی تر اوسه هم زما پوښتنه ونکړه.
    زه د ځمکی د جاذبی د قوی څخه په استفادی د زراعت او دبرق او …..دداسی طرحی مخترع یم چی [
    نه یوازی وطن کی بلکه ټوله نړی کی د یو لوی انقلاب پیلامه وی!
    هیلهده زما خبره د برق وزارت غوږ ته ورسوی تر څو زما طرحه دخپلی پالیسی اساس او بنیاد وګرځوی اوکه نه نه به برق وی انه ابادی!!
    په درناوی
    داکتر ببرک زخمی
    ۰۷۹۵۹۸۳۳۰۶

    1. داکتر صيب سلامونه.

      کولاي شئ چې د خپلي دغه اختراع لپاره لږ وضاحت ورکړئ کيداي شي که زمونږ له لاسه کوم ښه وشي.
      [email protected]
      مي ايميل ادرس دي د تليفون شماره مو راوستوی بيا به سره اړيکه ونيسو.

ځواب ورکول عزت الله مشعل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *