د ناول نوم : خان او کمیسار لیکوال : محمدانعام واک چاپځی : ناروې

« خان او کمیسار» د افغانانو د اتیایمې لسیزې د ناورین هغه رښتیانۍ کیسه ده چې په ۴۱۶ مخونو کې، په ښه صحافت او ښه کاغذ کې چاپ شوې ده.

خان او کمیسار : – د یوې کولتوري لاس اچونې درانه سیاسي عواقب؛ – په یوې افغان کورنۍ باندې، په جلال آباد کې، د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د څلوېښتم لښکر د سرتېرو جنسی تېری؛ – د څلوېښتم لښکر جنګي اخلاق او د افغانانو غبرګون؛ – د غبرګون په وړاندې د « کا جې بې» او «خاد» د «عزت ټکونې» سیاست؛ – د افغانانو غمیزه او مېړانه؛ – د سړې جګړې عشقي، جنګي، سیاسي داستان؛ او خان او کمیسار: – د افغانستان د داستاني ادبیاتو د آسمان ځلانده ستوری! د کتاب د لاس ته راوړلو لپاره له لا ندینۍ پتې سره اړیکي نیولی شئ:

  ټلفون :0047 977 13 449 برښنالیک :[email protected]

3 thoughts on “د انعام واک ناول (خان او کمیسار) چاپ شو”
  1. د محمد انعام واک شمېره مو سمه نه ده ليکلې د ناروې کوډ په پای کې راغلی د اړيکو بشپړه شمېره داسې ده:

    +4744913977

  2. اوبخښۍ! پورته شمېره بيا غلطه شوې. نه پوهېږم چې عربي ارقام ولې سم نه ښکاري:

    د محمد انعام واک شمېره مو سمه نه ده ليکلې د ناروې کوډ په پای کې راغلی د اړيکو بشپړه شمېره داسې ده:

    +4797713449

ځواب ورکول عارف ناصری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *