مجیب‌الرحمن ساپی –

د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ به په انقره کې درې اړخیزه غونډه جوړه شي. د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د ټيلیفوني اړیکې په ترڅ کې د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو او د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د درې اړخیزو ناستو او مذاکرو د دوام  په باب بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي کرزي او نواز شریف هوکړه کړې، چې په نږدې کې راتلونکې کې به د ترکیې په پلازمینه انقره کې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي.

لدې وړاندې هم د درې‌واړو هېوادونو له لوري داشان اووه غونډې تر سره شوي؛ خو د هیلو خلاف افغانستان لپاره یې مثبته ګټه نه‌ده درلودلې. اما دا ځل ولسمشر کرزی د سولې په تړاو جدي ښکاري.

ترکیه هڅه کوي، چې د خپلو سیمه‌ییزو سیاستونو په لړ کې تر ډېره بریده له خپل نفوذ څخه په کار اخیستنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې را کمې کړي. خو تېرو اوو غونډو ته په کتو سره تر ډېره بریده ګټوونکی او لدغو غونډو څخه اصلي ګټه پورته کوونکی پاکستان دی؛ ځکه د وسله‌والو مخالفینو اصلي پټن‌ځایونه د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې دي، په تېرو غونډو کې افغان ولسمشر له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه، چې د وسله‌والو مخالفینو له ملاتړ څخه دې لاس پر سر شي؛ خو نه یوازې، چې پاکستان له وسله‌والو مخالفینو څخه خپل ملاتړ نه‌دی بند کړی؛ بلکې دغه حالت ته یې شدت هم ورکړی دی.

د هېواد شرایطو او د افغان دولت دریځ ته کتو سره تر ډېره بریده د راتلونکې غونډې اصلي بحث د افغان دولت او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د سولې خبرې وي. اټکل دا دی، چې ولسمشر حامد کرزی به یو ځل بیا له پاکستان څخه د ملابرادر د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

همداراز په وروستیو کې سعودي عربستان ته د سولې عالي شورا پلاوي سفر پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرو سعود‌الفیصل وروستي سفر ته په کتو سره د سولې خبرو په موخه پر وسله‌والو طالبانو د پاکستان د فشار غوښتنه به هم وشي. اټکل دا دی، چې د پاکستان د فشار په پایله کې به وسله‌وال طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر شي. خو آیا پاکستان به د افغان دولت غوښتنې ومني؟

پاکستان په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ صادروونکی هېواد دی، اسلام‌آباد توانېدلی، چې د ترهګرۍ له‌لارې د نړۍوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا ډېرې مرستې ترلاسه کړي؛ خو هېڅ‌کله یې د ترهګرۍ پر وړاندې رښتینې مبارزه نه‌ده کړې. دغه هېواد اوس‌هم پدې باور دی، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به افغان حکومت له جدي ستونزو سره مخ شي او دا به وسله‌وال طالبان وي، چې یو ځل بیا به پر افغانستان کې واکمن شي. د پاکستاني سیاست‌والو په باور طالبان کولای شي په افغانستان کې د پاکستان ګټې په ځانګړي توګه ستراتیژیک عمق وساتي. له بل لوري ترهګري هغه څه دي، چې پاکستان یې د هند پر وړاندې هم کارولی شي. همداراز پاکستان د ترهګرۍ له برکته په وروستیو کې له سعودي عربستان څخه ستره پروژه ترلاسه کړې ده.

دغه پروژه د پاکستان له لوري په سوریه کې د جنګېدونکو اورپکو روزنه ده، چې په بدل کې یې سعودي عربستان په ملیارډونو ډالر د پاکستان په واک کې ورکوي.

پورتنیو ټکیو ته په کتو سره شونې نه برېښي، چې پاکستان په رښتینې توګه د افغان دولت وسله‌وال مخالفین سولې خبرو اترو وهڅوي یا دې پر دوی فشار راوړي، څو له افغان دولت سره مخامخ خبرو اترو ته کېني. داسې ایسي، چې د تېرو اوو درې‌اړخیزو غونډو په څېر به دغه غونډه هم افغان دولت ته مثبته لاسته راوړنه ونه‌ لري.

One thought on “د انقرې په کوربه توب۳ اړخیزه غونډه به مثبته پایله ولري؟”
  1. ترټولو د مخه باید خپل کور پاک او سم کړو . په ډیر تاسف سره زمونږ د باندینیو چارو وزارت لا له پخوا په تنظیمی اړیکو بنا شویدی او هغه کسان چی هلته کار کوی یو زیات شمیر یی د پنجشیر او نظار شورا غړی دی. د نظار شوری موسس خپله د پاکستان یو معلوم الحاله جاسوس او خدمتګار و چی ښه ثبوت یی د هغه د پلار مړینه په پاکستان کی وه. د کرزی اوسنی د خارجی پالیسی مسوول هم له دی مزایاوو برخوردار دی . هغه به هم هیڅکله خپل پخوانی ولی نعمت ته په زغرده د خپلو ملی ګټو په باب څه ونه وایی. په دی اساس له دی مذاکرو نه مثبته لاسته راوړنه له توقع نه لری ښکاری. تر هرڅه د مخه باید دا مهم وزارت له مسلکی ، په کار پوهو او افغانستان ته وفاداره خلکو نه مجهز شی ، ترڅو د داسی حساسو مسایلو په باب هراړخیزه ، دوامداره ، جدی او مسلکی څیړنی وکړل شی او د هیواد لومړی درجه مسوول شخص ته واقعی او قانع کوونکی معلومات او دلایل ورکړل شی او خپل هم سنګ یا سیال ته وښیی چی دلته هم څوک شته. افغانستان په قحط الرجال نه دی مبتلا . د هیواد دننه او له هیواده بهر داسی کسان شته چی پدی برخه کی همکاری وکړی.
    پاکستان له سعودی عربستان سره پراخی او اهر اړخیزی اړیکی لری. د پاکستان د پوځ یوه لویه برخه د سعودی عربستان کورنی او بهرنی امنیت ساتی او په مقابل کی له عربستان ډیری مالی ، اقتصادی او سیاسی ملاتړ او مرستی تر لاسه کوی. اقتصادی روابط په سیاست باندی هر اړخیز تاثیر لری. په دی اساس له سعودی عربستانه پر پاکستان فشار راوړل له توقع نه لری خبره ده.
    ترکیه د خپلی سیمه ایزی او نړیوالی پالیسی په چوکاټ کی کولای شی پر افغانستان او پاکستان دواړو دا ومنی چی دا روان اختلاف او تشنج د هیچا په ګټه نه دی بلکی له دی نه نور هیوادونه ګټه اخلی. د ترکیی منځګړیتوب تر ډیره زمونږ دواړو هیوادونو په راتلونکی روابطو مثبت اثر لری او پدی باب باید چی د علومو اکادیمی، د لوړو زده کړو وزارت علمی او تحقیقاتی موسسی او نور مستقل شخصیتونه خپل وړاندیزونه او نظریات د افغانستان د جمهوری ریاست مقام ته وړاندی کړی.

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *