مصر کې ولسواکي زیندۍ شوه، د ټاکنو په مټ رامنځ ته شوی حکومت نسکور کړای شو، پوځیانو دموکراسي او د خلکو اراده تر خپلو درنو بوټانو لاندې کړه… خو امریکا مصر کې د ولسواکۍ پر جنازه اوښکه تویې نکړه. په داسې حال کې چې له دې وړاندې یې هندوراس او مالي کې پوځي کودتاګانې غندلې او رټلې وې…

د ملګرو ملتو سر منشي هم مصر کې د دموکراسۍ د ماتم پر ټکي خوله چوله نکړای شوه…

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ددغه پوځي کودتا هر کلی وکړ- د سوریې بشار اسد دغسې هرکلي کې له سعودي اماراتو سره ځان شریک کړ… د عربو پر پسرلې د خزان سیلۍ ګډه شوه…

نژدې درې لسیزې وړاندې الجزایر کې د خلکو له رایې او ارادې سره دغسې چلند هورې د اورپکۍ او خشونت داسې اور بل کړ چې تا ویې ګردې نړۍ ته ورسېد… القاعده ته یې مخه ورکړه…

پوښتنه دا ده چې مصر کې به د پوځ لخوا د خلکو له ارادې سره دغسې چلند ولسواکۍ ته ورمات اسلامپال دې ته ونه پاروي چې پر رایه او دموکراسۍ یې نشي شل کولای – ټوپک او تشدد ټاکونکی دی.

القاعده به یې د یوه نغد پیغام په توګه ونه کاروي… چې ومو لیدل ولسواکي، رایې او ټاکنو له تاسې سره څه وکړل، څه یې درکړل، څه مو تر لاسه کړل…؟ چې مصر کې له اتیا کالو وروسته اخوانیانو خپله سیاسي قبله سمه کړای شوه…

دا اندېښنه څومره پرځای ده، هغه اسلام او اسلامي حکومت چې د ولسواکۍ او خلکو د رایې او ارادې په مټ رامنځ ته شي استبداد او استکبار له هغې وېره لري، ځکه خو د مصري سلفیانو «وهابیانو» مشران د جنرال عبدالفتح السیسي تر شا ولاړ وو.

د آزادۍ څلور لارې د مظاهرو حیرانوونکې بڼه دا وه، چې د نویو ټاکنو او سیاسي بدلانه د غوښتنې پر ځای یې پر پوځ د اقدام غږ کاوه – سیاست او ولسواکۍ کې د سیاسي رژیمونو د بدلانه دا طریقه نه ده، دا سیاسي بدعت نه چې ګنا ده، کبیره ګنا… دا له ولسواکۍ د مخ اړولو ترخه تجربه ده.

مصر پېنځه سوه زره پوځ او اته سوه زره پولیس لري، چې په سیاسي قاموس کې پولیس سټیټ باله شي – دغسې هېوادو کې پوځ د ساتونکي پرځای د خپل ولس د فاتح پر دریځ درېږي، په وار وار خپل هېواد او خلک فتحه کوي، د خپل هېواد او خلکو د فتحه کولو پر بدل کې مارشال او د کابل فاتح شي، تر مرګه یې پر امتیازونو خېټه اچولی شي… پاکستان کې سیاسي حکومتونه له پوځ کله هم روغه ورځ نه ده لیدلې…

تحریر څلور لارې د انقلاب په مټ د راغلي بدلون برخلیک جوت کړ ـ دا چې ولسواکي د سیاسي بهیر او خوځښت له لارې ټولنو کې مثبتو او رغنده بدلونو ته مخه ورکولای شي – د انقلاب پر لار راغلې دموکراسي خپل پایښت نشي خوندي کولای… د محمد مرسي حکومت که څه هم په رایه رامنځ ته شو، خو مخ کې یې انقلاب خنډ پاتې و…

د واک چلولو وړتیا یې او چمتووالی یې نه و، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په پرتله یې د خپل واک پراختیا او انحصار ته لومړیتوب وکړ، له دې ناخبره چې د واک له تر لاسه کولو د واک چلولو ننګونه درنه ده…

په داسې حال کې چې د ترکیې هغه د خدمتونو په وړاندې کولو خپله پښه ټېنګه کړه… د مصر پرمختیاوو وښوده چې ولسونه کار او خدمت غواړي – ایډیالوژي پسې نه ځي، ایډیالوژي حکومتونه او نظامونه نشي ژغورلی ـ د ترکیې هغه ایډیالوژي نه رغنده پالسیو او عامه خدمتونو وژغوره…

له دې څرګندېږي چې ایډیالوژي د حکومتونو او رژیمونو مشروعیت او پایښت نشي خوندي کولای، بلکې خلکو او هېواد ته د خدمت په مټ خپل مشروعیت په زبات رسولی شي – که نه شوروي اتحاد او کمونیزم به ماتې نه وای خوړلې او چین کې به ټینګ نه وای پاتې…

که داسې نه ده، نو بیا امریکا د تورې یاري خوږه ګوري – د تورې یاري درنه تلي – له لاسه اورپکۍ او سخت دريځۍ ته لمن وهي…

5 thoughts on “د انقلاب په مټ کودتا…؟/ شهرت ننګيال”
  1. هیڅ وخت دیني حکومت دوام نه کوي او نتیجه یې خامخا فاجعه وي. په مصر باندې ډېر فکر مه کوئ. اصلي فارمول مه هیروئ. سیاست د دنیا چارې په مخ بیایی او دین د اخرت د ژغورنې لپاره دی. د دنیا او اخرت تر منځ دومره فاصله ده لکه ځمکې او د اسمان. البته، د ننګیال صاحب لیکنې خوند راکړ.

  2. د حسینیانو نظر ته!
    ګرانه چوپړ ښکلیه! څرنګه چی ته دومره له هر اړخیز لوست ځحه لری یی نو دا د دین یا اسلام ګناه نه ده بلکی دا ستا خپله ناپوهی ده چی د اسلام له لاری خپله جاله د سیاست یا په بل هر یو ډګر کی پوری ویستلی نشی
    اسلام د یو هر اړخیزه دین دی چی د غرب اوسنی پرمختګ او دومره تر اسمانه او ځمکی یی ستا هره خوا رګیرکړی او ان تر دی چی ستا دا لنډ فکر یی هم دی ته برابر کړی چی دین یا اسلام ته سپک وګوری
    د اسلام پرمختک د بی اسلامه (غربیانو او اروپایانو ) په پرمختګ کی وګوره
    اسلام پوره دی مسلمان پوره نه دی
    ستا نظر ډیر بی خونده کړم

  3. Khadim Hussain,

    Islam is way of life and guides us in every part of life, Islam is for this world (Dunya) and Akherat, we cannot separate this life from Akherat, this life is for Akherat. If we cannot implement its rule if our life, we should be blame.
    I think you believe secularism which is empty ideology.

    May Allah guide us to his right path.

  4. با عرض سلام واحترام خدمت نویسنده محترم
    دررابطه به نظرکلی شما که ایدیولوزیک اساس حکومت ها شده نمیتواند وبقا ندارد
    ونظر شما نمی تواند درهمه بعاد جکومت داری مورد قبول باشد واز یک طرف شما نظریات مردم را محترم میشمارید که اساس ان تیوری هست وازطرف دیگر از یک حقیقت طرف میروید به این معنی که استعمار میبنیم که چگون نهضت های ازدی بخش اسلامی را درهمه نقاط جهان چی بیرحمانه از بین میبرد وکودتای مصرکه توسط اجینت ها ی اسراییل وامریکا صورت گرفته نمیتوان اینها افراد ویا این حرکت نطامی را به مردم نسبت داد اینها به مانند یک باند رسمی تروریست های مافییایی هستن که شاخ وپنجه ان خیلی ها عمیق هست وقدام وکودتای این باندرا نمیتوان منبعث از حرکت مردمی دانست بلکه حرکت ذلیلانه یی هست که از طرف موساد سی ای ای وکشور های مزدور منطقه به میان امده هست بلی سخنان اسد را همه شنیدیم انهم به گون اسلام را با حرکت کنونی مردم اش درتقابل قرار داد واز اسلام صرف یک حرکت عقب گرا یاد نمود وسخنان شما همه به مثابه اسد میباشد که حرکت برحق مردم مصر که خواهان پیاده شدن قانون الهی درهمه امورات مصر بودمیبینم که ساتعمار چگون داخل عمل میشود وچهره سیاه دیموکراسی را سیاهتر ساخت ودرحقیقت کشور مکصر خط قرمز وامنیت اسرایل هست اسراییل جطور میگذارد که دراینحا مسلمانان واقعی کامیاب شوندودرصورت دوام حکومت مرسی ودراینده نه چندان کشوراسرایل درنقشه جغرافیه وجود نمیداشتد واین را بخاطر داشته باشید که هرمسلمان درذهن وفکراش ازادی بین المقدس وفلسطین را در ذهن داردکه چی ووقت اسرایل را محو کرد وخون هزاران ومیلیونها مسلمان را باید از انها گرفت
    پس عزیزم نظریات منفی خودرا درقبال کودتای مصر درنزد خود نگه دار مردم مصر فدای توطعه جهانی اسرایل وامریکا شده هست ونوکران ذرخرید انها که درارتش مصر جا دارند این کودتارا ساماندهی نمودند که کودتا ها هیج وقت ارداه ونظریات مردم را بازگو نمی کندواینکه تیوری وایدیولوزیک نمیتواند به مردم کمک کند سخنی هست خنده اور
    به این معنی که اسلام دراصل مبارزه اش بخاطر تنها مفاد وزنگی درپرتو مادیات نیست بلکه اساس زندگی را درپرتو ایمان بخدا وشریعت میدانند که این شرایط بریا سیکولاریست های مصر وکشورهای منطقه وامریکا پذیرا نمیباشد
    پس کودتا های نظامی را به مثابه حرکت مردمی جلوه نه دهید
    بااحترام
    وحیدالله

  5. بلكل سمه خبره ده ننگيال صاحب
    دا بى علمه او باعلمه شيخان او اخونيان خو هم دا دنيا غوارى او هغه دنيا خو هسى هم خپله گنى،
    دا تنگ نظرى او نور د دو نه متاثر شوى تش نظرى او خشك ظاهر پرسته او ريا كاره مذهبي عناصر ، دا خود پرستان دى، دو بايد حًانته خدمتونه وكرى ثوابونه وگتى جنتونه وگتى ، د دنيا چارو ته بيا كله وخت پاتى كيژى ، او د بده مرغه دو هيحًكله په منطق نپوهيژى ، تاريخ كى داخبره اثبات شوى ده چى افراطيان او خرافاتيان او … په برهان او عاقلانه دليل سره هم ندى قانع شوى .اوس هم غوارى چى سياست بايد په مذهب وچلول شى.

ځواب ورکول Abdul Majid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *