تاند- د بریتانیا له خلکو څخه د یوې نظرپوښتنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د دغه هیواد د اوسېدونکو لپاره تر ټولو بې خونده هیواد روسیه دی.
اکثرو بریتانیایانو انګلیسي ژبې هیوادونه خوښ کړي خو امریکا د دوی د خوښې لومړی هیواد نه دی.

د اندیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې زیاتو بریتانیایانو استرالیا د خپلې خوښې هیواد بللی دی.
په دې نظر پوښتنه کې، چې د چتم هاوس د مشهور تحقیقاتي مرکز له لوري د تېر کال په دوبي کې شوې او پایلې یې اوس خپرې شوې، بریتانیایان تر ډېره هغه هیوادونه خوښوي چې د دوی په ژبه خبرې کوي او یا د اروپا په شمال کې دي.
د اروپا د شمالي هیوادونو لکه ناروې، ډنمارک، سویډن او فنلنډ دوهمه ژبه انګریزي ده.

په نظرپوښتنه کې اکثرو انګرېزانو ویلي چې روسیه یې نه خوښېږي. له روسیې وروسته یې شمالي کوریا یاده کړې ده.
په دې نظرپوښتنه کې د پاکستان او هند یادونه هم شوې خو د افغانستان ځای تش دی.
دې ته په پام چې په لکونو پاکستانیان په بریتانیا کې اوسي او طبیعتاً په نظرپوښتنه کې بې اغېزې نه دي، د دغه هیواد ځای هم ډېر شاته دی.
که داسي یوه نظرپوښتنه په افغانستان کې د نورو هیوادونو په اړه وشي څه فکر کوئ چې افغانان چا ته مثبته او چا ته منفي رایه ورکوي؟
محفل په ما پوری دننه خندل ===ما د محفل پوری بحر اوخندل
که د روسیی د خلکونه پوښتنه اوشی نو تر ټولو هیوادونو به د هغوی انګریزان نه خوښیږی
هغه هیواد چه پښتو زده کوی هغه می ډیر خوښییږی هغه هیواد پښتو نه زده کوی هغه می نه خوښیږی